تركيه اتوماتيك نظامي نقليه وسايط جوړي.
تركيه په پام كې لري چې د چلوونكي پرته داسې نقليه او حربي وسايط جوړ كړي چې د جګړې په ډګر كې د ځاني تلفاتو د مخنيوي په موخه ترې ګټه پورته شي.
837319
تركيه په پام كې لري چې د چلوونكي پرته داسې نقليه او حربي وسايط جوړ كړي چې د جګړې په ډګر كې د ځاني تلفاتو د مخنيوي په موخه ترې ګټه پورته شي.
د تركيې د دفاعي صنايعو ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده كړه چې د داسې نقليه او حربي وسايطو په جوړولو كار كوي چې د ريموټ پرته د جګړې په ډګر كې محاربوي دنده اجرا كړي.
دې ادارې د همدې موخې لپاره د چلوونكي پرته وسايطو د جوړولو په موخه نړيواله سيالي پيل كړې ده. پدې سيالۍ كې به د ځمكې، اوبو او د اوبو لاندې د حركت وړ وسايطو د جوړولو په موخه پروژې وړاندې شي چې بيا وروسته به پرې عملي كار پيل شي.
ددې پروژې اصلي موخه د جګړې په ډګر كې د ځاني تلفاتو د كچې راټيټول ښودل شوي دي.