په دوبۍ كې مريخ ته ورته ښارګوټى جوړيږي.

د متحدو عربي آماراتو چارواكو په دوبۍ كې د داسې ښارګوټي د بنسټ ډبره كېښودله چې په شمسي نظام كې د مريخ د سيارې چاپېريال ته ورته وي.

په دوبۍ كې مريخ ته ورته ښارګوټى جوړيږي.

 

د متحدو عربي آماراتو چارواكو په دوبۍ كې د داسې ښارګوټي د بنسټ ډبره كېښودله چې په شمسي نظام كې د مريخ د سيارې چاپېريال ته ورته وي.

ټاكل شوې ده چې پدې ښارګوټي كې به د علمي څېړنو په پايله كې په راتلونكې كې د مريخ سيارې ته د انسان د لېږدلو او هلته د ژوند كولو د امكاناتو تجربه ترلاسه شي.

دا ښارګوټى چې د  ۱۳۶ ميليونو ډالرو په پانګونه جوړيږي، پكې به يو شمېر انسانان د يو كال لپاره ژوند وكړي.  په دې موده كې به پوهان ددې كسانو د رواني روغتيا په اړه حالات كنترول كړي.

دا پروژه په نړۍ كې د لومړي ځل لپاره په دوبۍ كې ترسره كيږي.


پيوندونه: مريخ , شمسي نظام

اړوند خبرونه