په هوايي چلند كې انقلاب ته لږ وخت پاتى دى!

په نړۍ كې د تر ټولو چټكې مسافر وړونكې الوتكې د توليد په موخه يو ګام نور هم پرمختګ شوى دى.

په هوايي چلند كې انقلاب ته لږ وخت پاتى دى!

 

په نړۍ كې د تر ټولو چټكې مسافر وړونكې الوتكې د توليد په موخه يو ګام نور هم پرمختګ شوى دى. ددې الوتكې د خارجي باډۍ د جوړولو په موخه داسې سراميكي مواد توليد شوي دي چې تر د سانتي ګراد په كچه د ۳ زره درجو پورې د تودوخې پر وړاندې مقاومت لري.

كه چېرې ساينسپوهان پدې وتوانيږي چې ددې ډول موادو نه د الوتكې باډۍ جوړه شي نو د لندن او نيويارك ترمېنځ د الوتنې وخت به د نهو ساعتونو ته ۲ ساعتونو ته راټيټ شي.

دا ځانګړي مواد په انګلستان كې د مانچستر د پوهانو لخوا  په چين كې د منځني سوېل د پوهنتون د پوهانو په همكارۍ د اوږدې مودې لابراتواري هلو ځلو په پايله كې توليد كړي دي.

دا مواد د نورو فلزاتو په پرتله د تودوخې د لوړې درجې پر وړاندې مقاومت لري. ددې موادو په تركيب كې ټايټانيوم، كاربن او بوريم كارول شوي دي.

كه چېرې پوهان بريالي شي چې نوې الوتكه توليد كړي نو د غږ د سرعت په پرتله به ۵ برابره لا زياته پرمختللې  او چټكه وي.

تمه كيږي چې دا الوتكې به د الوتنې پر مهال د ځمكې د اتموسفير په تر ټولو لوړې طبقې كې حركت وكړي تر څو د سرعت مخه يې ونه نيول شي. د بېلګې په ډول د ځمكې له سطحې نه به شاوخوا ۱۸ زره متره لوړه الوتنه كوي چې پدې چاپېريال كې د حرارت درجه شاوخوا دونيم زره سانتي ګراده ده.



اړوند خبرونه