د نړۍ تر ټولو چټكه جاسوسي الوتكه!

د نړۍ تر ټولو چټكه جاسوسي الوتكه چې اصلي نوم يې SR- 71 دی او په تور مارغه شهرت لري، يو ځل بيا يې نوى ماډل توليږي.

د نړۍ تر ټولو چټكه جاسوسي الوتكه!

 

 

دا جاسوسي الوتكه چې  سرعت يې د غږ له سرعته درې برابره زيات دى د امريكا په ارودو كې د كلونو كلونو تقاعد وروسته يو ځل بيا د نوي ماډل سره بازار ته وړاندې كيږي.

ويل كيږي چې د تور مارغه نوى ماډل به د پخواني په پرتله دوه برابره نور هم چټك وي. يعنې په ساعت كې به ۶ زره كيلومتره سرعت لري.

ويل كيږي چې د ورته سرعت د ترلاسه كولو په موخه به د جټ الوتكو د ماشين سربېره د فضايي سپوږميكو د لېږدوونكو توغنديو ماشين هم ورته ولګول شي.

پدې ډول د رادار په واسطه ددې الوتكې كشف او تعقيب امكان نه لري.

ددې الوتكې لومړنى ماډل په ۱۹۶۶م كال كې توليد شوى وو. هغه مهال ۳۲ دانې توليد شوې وې چې هېڅ يوه يې د دښمن لخوا نه وه ويشتل شوې.



اړوند خبرونه