د نړۍ تر ټولو لويه الوتكه!

دا الوتكه چې اصلي دنده يې د ځمكې مدار ته د فضايي سپوږمكيو لېږدول دي، د نړۍ تر ټولو لويه الوتكه ده چې انسانان يې په توليد بريالي شوي دي.

د نړۍ تر ټولو لويه الوتكه!

 

دا الوتكه چې پاول الېن نوميږي او شپږ كاله وړاندې يې په جوړولو پيل شوى دى، لومړى برخه يې پاى ته ورسېدله. الوتكه د امريكا د كليفرونيا په يوې دښته كې جوړه شوې ده چې د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شوه.

پاول الېن چې په اصل كې د مايكروسافټ د كمپنۍ يو تن موسس دى، دا پروژه پيل كړې ده.

د الوتكې د وزرونو سور يې ۱۱۷متره او اوږدوالى يې ۷۲ متره دى. الوتكه تر ۲۲۶ ټنه زيات وزن لري چې د فضايي سپوږمكۍ سره به يې ټول وزن ۵۸۹ ټنو ته ورسيږي. الوتكه شپږ جلا ماشينونه هم لري چې هر يو يې د عادي الوتكو دوه برابره انرژي توليدوي.

تمه كيږي چې دا الوتكه به خپله لومړنۍ الوتنه په ۲۰۱۸م كال كې وكړي او په ۲۰۲۰م كال كې به د لومړي ځل لپاره يوه فضايي سپوږمكۍ فضا ته ولېږدوي.

كه چېرې دا پروژه بريالۍ شي نو د فضايي چارو په برخه كې د څېړنو لګښتونه به تر ۵۰ سلنې راټيټ شي.


پيوندونه: نړۍ , الوتکه

اړوند خبرونه