فېسبوك ته تاريخي نقدي سزا

د اروپايي ټولنې كميسيون د فېسبوك شركت ددې امله په نقدي جريمي محكوم كړ چې د ټولنې د ځينو قوانينو يې سرغړونه كړې ده.

فېسبوك ته تاريخي نقدي سزا

 

 

فېسبوك د واټساپ د مشهور پروګرام د پېرودلو په بهير كې د ناسمو او غولوونكو معلوماتو د وركولو له امله د اروپايي ټولنې لخوا په ۱۱۰ ميليونه يورو نقدي جريمي محكوم شو.

د فېسبوك شركت په ۲۰۱۴م ميلادي كال كې د واټساپ پروګرام د ۲۲ ميلياردو ډالرو په بدل كې پېرودلى وو.

شركت د واټساپ د پروګرام د اخيستلو پر مهال د اروپايي ټولنې د كميسيون سره وعده كړې وه چې د شخصي معلوماتو د ساتنې د قانون په چوكاټ كې د كاروونكو اړوند معلومات به د فېسبوك د سايټ د كاروونكو سره نه شريكوي.

دا په داسې حال كې ده چې د تېر كال د آكست په مياشت كې واټساپ د يو لړ بدلونونو په ترڅ كې علان وكړ چې د فېسبوك او واټساپ د كاروونكو د پروفايل د انځورونو په ګډون نور شخصي معلومات هم يو بل سره شريك كړي.

د اروپايي ټولنې كميسيون پدې اړه د يو راپور په خپرولو سره ادعا كړې ده چې فېسبوك له اړوندو قوانينو سرغړونه كړې ده. د همدې يې شركت د ۱۱۰ ميليونه يورو نقدي جريمي په وركولو محكوم كړ.

د فېسبوك شركت تر اوسه پورې پدې اړه څه نه دي ويلي.

 



اړوند خبرونه