ّځمکې ته ورته ۷ نوې سیارې وموندل شوې

د ځمکې  ته  ورته   د ۷ نوو  سیارو  د موندل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .

ّځمکې ته ورته ۷ نوې سیارې وموندل شوې

د ځمکې  ته  ورته   د ۷ نوو  سیارو  د موندل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .

ناسا  ادارې د ۷ نوو سیارو  د کشفولو نه خبر ورکړی دی . ناسا ویلي دي چې د کشف شوو ۷ نوو سیارو نه په ۳ کې  اوبه شتون لري  او د ژوند پکې کیږي.

ناسا  ویلي دي چې  دا ۷ نوې سیارې   د سیپیتزر  په نامه  د حساس  تیلیسکوب  په واسطه  کشف کړي دي.

ویل کیږي  کشف شوې  سیارۍ  د ځمکې  نه  ۴۰ لمریز کاله  په لرې واټن کې  شتون لري.

د سیارو نه یوه  د ټرپیست یو ستوري  لوري  ته  موندل شوې ده .

ویل کیږي  دا سیارې  د قطرونو او پلوه د مځکې سره  ورته دي. د نوموړو سیارو نه په ۳ کې  د اوبو د شتوالي له امله  د ژوند کول د امکان وړ خبره ده.

ستور پیژندونکو او متخصصینو ددې کشف نه  د یو ډیر مهم  کشف په توګه یادونه کړې ده . متحصصینو ویلي دي چې دا کشف  د مځکې نه پرته په نورو سیارو کې د ژوند کولو  په اړه د روانو څیړونو په چوکاټ کې  یو ډیر مهم  ګام  دی.


پيوندونه: سیارې , ځمکه , ناسا

اړوند خبرونه