د نړۍ اتمه لويه وچه كشف شوه!

پوهانو د پاسفيك په بحر كې  د ۵ ميليونه كيلومتره مربع په مساحت سره د ځمكې داسې يوه ټوټه كشف كړې ده چې كيداى شي په راتلونكې كې د نړۍ د اتمې لويې وچې په توګه ثبت شي.

د نړۍ اتمه لويه وچه كشف شوه!

 

پوهانو د پاسفيك په بحر كې  د ۵ ميليونه كيلومتره مربع په مساحت سره د ځمكې داسې يوه ټوټه كشف كړې ده چې كيداى شي په راتلونكې كې د نړۍ د اتمې لويې وچې په توګه ثبت شي.

كشف شوې ځمكې ته د زېنلانديا نوم وركړل شوى او د مساحت له پلوه د آستراليا د لويې وچې تر نيمايي هم كوچنۍ ده.

د `جيوګرافيكل سوسايټي آف امريكاس جوړنال په علمي مجله كې د يوې مقالې له مخې پوهانو د پاسفيك په بحر كې د ځمكې يوه لويه ټوټه كشف كړې ده. د اوس لپاره ددې ټوټې ۹۴ سلنه تر اوبو لاندې ده خو په راتلونكې كې كېداى شي چې له اوبو را وويستل شي.

جالبه خو لا دا ده چې د نوي زيلاند د هېواد شمالي برخه او د نوې كليدونيا په نامه ټاپوزمه په اصل كې د همدې لويې وچې يوه برخه ده.

د څيړنې د ډلې مشر او د نوي زيلاند د هېواد يو جيولوجيست نيك مورټايمر پدې اړه وويل چې د زېلانديا د كشفولو په اړه يې شاوخوا ۲۰ كاله څېړنې كړې دي. د نوموړي په وينا دا لويه وچه كه څه هم د اوبو لاندې ده خو په هېڅ ډول تخريب شوې نه ده. په راتلونكې كې له اوبو د راوتلو احتمال يې هم شته دى.



اړوند خبرونه