د iPhone  پر وړاندې نوى رقيب بازار ته راځي.

د ګوګل شركت په پام كې لري چې خپل لومړنى ګرځنده ځيرك ټېلفون بازار ته وړاندې كړي.

د iPhone  پر وړاندې نوى رقيب بازار ته راځي.

د iPhone  پر وړاندې نوى رقيب بازار ته راځي.

 

دا ټېلفون چې ګوګل پېكسل نوميږي دوه ډولونه لري چې يو يې همدا `ګوګل بېكسل` او بل يې `ګوګل پېكسل اېكس اېل` دى.

تمه كيږي چې دا دواړه ګرځنده ټېلفونونه به د اېپل او سامسونګ د كمپنيو لپاره نوي رقيبان وي.

د ګوګل ټېلفونونه چې سكرين به يې ۵ اينچه وي او د پروسسر سرعت به يې تر ۴ جي بي پورې وي د ټېكنالوژۍ په نړۍ كې به انقلاب رامنځته كړي. ګوګل پېكسل به د ۳۲ جي بي نه تر ۱۲۸ جي بي پورې حافظه وري.

د ټېلفونونو د شاتنۍ كمرې كيفيت به ۱۳ ميګا پېكسله  وي.

د ګوګل پېكسل ټول وزن به يواځې ۱۴۳ ګرامه وي.

تمه كيږي چې دا ټېلفونونه به نن د اكتوبر په ۴مه نېټه په امريكا كې بازار ته وړاندې شي.  د ټېلفونونو د بيې په اړه هم كره معلومات په لاس كې نشته دى خو ويل كيږي چې تر آيفون به ارزانه وي او كيفيت به يې هم ښه وي.


پيوندونه: ګوګل پېكسل

اړوند خبرونه