څه ډول تعلیمي ستراتيژۍ ته اړتیا لرو؟

څه ډول تعلیمي ستراتيژۍ ته اړتیا لرو؟

څه ډول تعلیمي ستراتيژۍ ته اړتیا لرو؟

څه ډول تعلیمي ستراتيژۍ ته اړتیا لرو؟

د ترکیې  د پوهنې وزیر ضیا سلچوق  د وزیر په توګه د ټاکل کیدو نه او دندې د پيلیدو سره  سم  وویل چې  ترکیه  نوې تعلیمي ستراتيژۍ ته اړتیا لري  او دا ستراتیژي به  په ډیره لنډه موده کې جوړه  او ټولو ته اعلان شي. د هغه دې څرګندونو  په ټول هیواد کې هیجان  راوپارو.

نن ورځ مونږ  ټول پدې ښه پوهیږو چې  په هیواد کې په اکادمیکه برخو ، بیوروکراسۍ او حتا په سیاسي  ډګر کې  ډیری  موجودې ستونزې  د قوي ستراتیژۍ د نشتوالي نه سرچینه اخلي. د همدې امله  په دولتي او یا شخصي اداراتو کې  د هر څه نه مخکې  باید  سالمې ستراتيژۍ جوړولو ته لومړیتوب ورکړ شي.

پدې وروستیو کې  پدې ټول ډیر ښه پوهیږي چې  ترکیه په تعلیمي  سیستم کې  د تخنیکي اړتیاو  او د عاجلو ستونزو حل ته متوجه  یو ملي ستراتیژۍ ته  جدي اړتیا لري.

د بله پلوه  د ننیو ستونزو  د ډیرو  اصلي لامل  غلطې  او ناسمې ستراتیژي دي.

پداسې حال کې چې  په تعلیمي  برخو کې  د نوې ستراتيژۍ  د جوړولو په لټه کې یو ، نوې ستراتیژي باید  د تیرو دوو پيړیو  په ترڅ کې د رامنځته شوو ستراتيژیو په څیر  غلطې  او یا ناقصې  نوي. ددې په خاطر باید ټول  په ګډه توګه کار وکړو. دې مسلې سره باید ټول  مرسته وکړو.

د ترکېې د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

۱ – یو داسې ستراتیژي وي چې پدې پوه شي چې څه ډول شخصیت سازي وکړي.

پروفیسور بلبل وايي چې  مونږ  یو داسې تعلیمي  ستراتیژۍ ته  اړتیا لرو چې د هر څه نه مخکې  دې پوښتنې ته  ډیر ښه ځواب ورکړي چې  د هیواد بچې او ملت لا روښانه راتلوونکې ته  د رسولو په لاره کې باید  څه ډول  انسانان وروزي. نن  ورځ مونږ  په هیواد کې  د ملي او معنوي ارزښتونو  خاوند ، د نړۍوالو ارزښتونو صاحب ، کثرت پذیره  او  باعلمه  انسانانو ته اړتیا لرو.  

۲ -  د اساسي اصولو خاونده یوه ستراتیژي:

د انسان د روزلو او شخصیت سازۍ د بحث نه وروسته  د یوې ښې  تعلیمي  ستراتيژۍ نه د شخصیت سازۍ  او رزونې په برخه کې  د معلومې یوې فلسفې  او  اساسي اصولو د معلومولو انتظار کیږي.

د ویلو ده چې په تعلیمي سیستم کې  ۷ نړۍوال  اصول په ۷ مادو کې  تشریح کولای شو.

لومړی  د عدالت  مفکورې ورکوونکی  تعلیمي سیستم، دویم د حسن ظن یا خوشبینه مفکورې خاوند ، دریم  د عمومي اخلاقو خاوند د انسانانو روزونکی ، څلورم نو اوره  او د زیار کښه انسانانو روزنکی سیستم، پنځم ټولو ته  یو ډول نه بلکې  انسانان د هغوې د پوتانشیل له مخې روزونکی سیستم ، شپږم د ژوند د حقایقو پر بڼسټ ولاړ سیستم  او اوم  حفظوونکی نه بلکې متفکر، څیړونکی او کشفوونکی  یو تعلیمي سیستم.

۳ – د اړتیاوو تثبیت او مناسب میتودونه :

د ویلو ده چې  د نوې ستراتيژۍ په جوړولو کې باید ننیو شرایطو سره  سم  د اړتیاوو تثبت وشي.

د اړتیاو په تثبیت کې باید  د خصوصي سکتور، د هیواد د مختلفو اداراتو، ملکي ټولنو او اکاډمیسینانو نه  ګټه  پورته شي. دا   تثبیت  باید  د ترکیې ، سیمې  او نړۍ راتلوونکی په نظر کې نیولو سره  جوړ  شي.

پدې ستراتيژۍ کې باید  د تعلیمي  سیستم  مهم  ټکي  باید  په ډاګه کړی شي.

ترکیه چې د زیارکښو هیواد  دی او د هر څه نه ډیر  مسلکي  پرسونل ته اړتیا لري  مسلکي لیسو ته باید لومړیتوب ورکړي. همداشان  ټول تعلیمي  سیستم  باید ددې  اړتیاوو له مخې  جوړ کړی شي. د اړتیاوو تثبیت  باید  د یو ځل لپاره  مخصوص نوي  په دوامداره توګه باید  دا کار وشي. وخت نا وخته باید  تعلیمي ستراتیژۍ کې تغیرات او بدلونونه  راوستل شي. د ژوند  د لومړیتوبونو له مخې  باید  پدې استراتیژۍ کې  اصلاحات  راوستل شي.

۴ -  نوې تعلیمي  ستراتیژي  باید یواځې  اجراکوونکې نه بلکې لارښود، کنټرولونکې  او هڅوونکي  وي.

د انسان د شخصیت ، اصولو او  مناسبو میتدونو  د معلومولو نه وروسته  تر ټولو  مهمه  نقطه  تعلیمي سکتور ده. په تعلیمي سکتور  کې  اصلي دنده باید  د دولت وي  او که چیرې  دولت  باید یواځې  لارښوونکی، نظارت کوونکی، تنظیموونکی  یو رول  په غاړه ولري.

په ننۍ  نړۍ کې  ټول غواړي چې ماشومان يي  په راتلوونکې کې  د یو مقام او منصب خاوندان وي. غواړي چې  اولاد يي  لا زیات  د مقتدره وي. نن  ورځ  د سړې  جګړې  دوره نده چې  دولت به پرته ددېنه چې  د خلکو نه  پوښتنه وکړي  تعلیمي مفردات به يي جوړول  او هغه به يي  په خلکو په زور  تحمیلول. اوس هغه وختونه  تیر شوي دي.

نن کورنۍ  خپل ماشومان  د خپلو دینونو، ژبو، کولتورونو  او رسم او رواجونو  په مطابق  روزل  غواړي.

په ننۍ  یا د نړۍوالې کیدو په دوره کې  بازارونه  لا زیات  مسلکي، د لوړ ظرفیت  خاوند  انسانانو ته  اړتیا لري. د سړې جګړې  په دوره کې  د  یو ډول  تعلیمي  سیستم  سره  روزل  شوو  انسانانو ته  نه.

نن ورځ   چې کوم ماشومان  روزل کیږي  هغه باید  ننتو اړتیاو او احتیاجونو ته  ځواب ووايي. هغه باید  د ډیر لوړ ظرفیت  خاوندان وي.

تعلیمي  ستراتیژۍ  جوړول په عیني وخت کې  د ازادۍ، بشري حقونو  او د بازارونو د اړتیاوو مسله ده.

تعلیمي  ستراتیژي  باید  د هر دین ،  مذهب  او عقیدو  غوښتنو ته  ځواب ووايي.

د همدې امله  په نوې تعلیمي ستراتیژۍ کې  دولت باید اجرا کوونکی نه بلکې لارښود، نظارت کوونکی  او  د چارو تنظیموونکی  وي.

همداشان  ننیو شرایطو ته په کتو سره  په تعلیمي سکتور کې  ملکي ټولنو او خصوصي  سکتور ته هم  لا فعاله ونډه ورکول  پکار  دي.

دا موډل نن ورځ د هیواد په روغتیايي برخو کې  امتحانیږي چې ښه نتیجه يي هم  ورکړې ده .

خو  ملکي ټولنې او خصوصي  سکتور ځینې  ستونزې  او نواقص هم  لري چې د ستونزو او نواقصو نه يي هم  باید یادونه وشي.

ځینې وختونه په خپل ځان  نیوکې کول هم  پکار دي. زمونږ ټولنه چې  ده  په اصل کې  د وقفونو  د مدنیت  ټولنه ده.

ابن سینا، غزالي، مولانا، حارزمي، ملا فناري،کوشچوعلي او ددې په څیر  یو ډیر  زیات  نامتو عالمان  د همدې وقفونو په مدنیت کې  روزل شوي دي. په همدې وقفونو کې  روزل شوي دي.

دا هیواد باید  له  سره  ورغو.

د ویلو ده د ترکېې په څیر هیوادونو کې چې   د یو پلو نه د ډیر قوي  ځوان  نفوس  خاوندان دي  او د بله پلوه  په چټکه  توګه د نفوس زیاتیدل  يي کم شوي دي  نوو ښوونځیو، ښوونکو او تعلیمي اداراتو اړتیاوې  او مصارفات  یواځې  د دولت لخوا تمویلیدل  دوامداره  نه ښکاري.

همداشان  پدې هیوادونو کې  د زیږیدنې  کچه  د پام  وړ راټیټه شوې ده . د همدې امله لنډه موده  وروسته پدې هیوادونو کې  د ښوونځیو او تعلیمي  ارګانونو  اړتیاوې هم کمیږي. ښوونکو ته  به  زده کوونکي  نه پيدا کیږي. د همدې امله  باید  په تعلیمي سکتور کې  خصوصي سکتور ته پوره ونډه ورکړل شي.

۶ -  نوې  تعلیمي  ستراتیژي زده کوونکي  تر وروستۍ  نقطې پورې  په اولو ګرځندونکې نه بلکې  د هغوې  د استعدادونو  کشفوونکې  او د هغوې د استعدادونو له مخې باید د  هغوې هڅوونکي  وي.

د موجود تعلیمي سیستم  د نواقصو نه تر ټولو لوړ ستونزه  د ځوانانو نه هڅول دي. ځوانان د پوهنتونونو تر دروازو  او وروسته  د مسلکي  امتحانونو  پورې  په اولو ګرځول دي. پداسې حال کې چې  هیواد  د جدي مسلکي  تشې سره  مخامخ  دی ځوانان  تر وروستۍ  نقطې  د حقیقت نه  ناخبره  پاتې کیږي چې دا هم  د ځوانانو لپاره او هم  د هیواد لپاره  یوه ډیر  ستره ضایع  ده .

په نوې تعلیمي ستراتیژۍ کې باید  ماشومانو د ابتدایه ښوونځي نه د هغوې د استعدادونو  له مخې  وروزل شي.

همداشان  نوې ستراتیژي باید  نړۍوال رقابت خلاصه وي.

ترکیه نن ورځ  د هرې ورځې په تیریدو سره  د نړۍوالو محصلینو په مرکز  بدلیږي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د لوړزده کړو د نوي تعلیمي  کال د پرانیستو په مراسمو کې وویل چې  نن ورځ په ترکیه کې  ۱۴۳ زره تنه بهرني زده کوونکي په تعلیم  بوخت  دي. د نړۍوال رقابت  سره  باید  دا شمیره  لا  لوړه کړو.

د لا زیاتو  بهرنیو زده کوونکو  د جذب  په خاطر باید  بیوروکراسي  له منځه  یوسو، دولتي کارکوونکو  ظرفیت  لا لوړ کړو، د هغوې په پوهاوي کې  ډیر زیات  کار وکړو. پوهنتونونه  باید  لا زیات  مسلکي کړو  او په تعلیمي سکتور کې  خصوصي سکتور ته د پانګه اچونو زمینه برابره کړو.

نوې ستراتیژي باید  د ځايي اړتیاوو او تشو په اساس  جوړه کړی شي.

په نوي  تعلیمي  سیستم کې  باید  د ځايي  اړتیاوو له مخې  په مختلفو ولایتونو کې  مختلفو ښوونځیو ته  فرصت  ورکړل شي. همداشان  پوهنتونونه  د ولایتونو د اړتیاوو له مخې  په مختلفو وختونو کې  پرانیستل شي او په مختلفو وختونو کې  وتړل شي.

د انلاین تجارت د مهمو مشرانو نه  جک ما  داسې ویلي.

تعلیم  یوه ډیره  مهمه  او ستره مسله ده. که چیرې  تعلیمي  سیستم کې تغیرات او اصلاحات رامنځته نکړو  کیدای شي چې د ډیرو لا جدي ستونزو سره  لاس او ګریوان  شو.

ځکه چې  ننۍ تعلیمي  سیستم  د ۲۰۰ کاله مخکې  تعلیمي  سیستم  دی. د دوه پيړیو مخکې د دورې د اړتیا په مطابق  جوړ شوی دی. نن ورځ باید مونږ خپلو ماشومانو ته  د ماشینونو سره رقابت کول  ورزده کړو . ځکه چې نني ماشومان ډیر زیات  هوښیار دي.

ارزښتونو، عقیدو، مستقل فکر، ګډ کار کول  او نورو ته درناوی دا ټول انساني مهارتونه دي  . علم تاسې ته هر شي  نه زده کوي. انسانان  باید پدې پوه شي چې ټول یو شان ندي.  همداشان انسانانو ته  ددې خبرې  د ورزده کولو په خاطر باید هغوې ته  هنر ورزده کړو.

داسې  هنرونه باید ورته ورزده کړو چې په ماشینونو کې  نه وي. د ماشینونو سره  توپیر ولري.

 



اړوند خبرونه