په عراق کې وروستي پرمختګونه

په عراق کې وروستي پرمختګونه

1067378
په عراق کې وروستي پرمختګونه

په ننۍ خپرونه کې د عراق په شمال کې د کوردانو په فدرالي اداره کې  د ټولټاکنو په اړه لنډ بحث کوو

د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي  اداره  چې  ۶ میلیونه نفوس  لري  درې میلیونه تنه  واجد د شرایطو  رای ورکوونکي  د پارلماني ټاکنو په ترڅ کې  د سپټمبر په ۳۰ مه نیټه د یکشنبې پر ورځ  د رایو د صندقونو  پر لورې  ولاړ.

د ټاکنو د کډون کچه  ۵۷ سلنه  ښودل شوې ده . د ویلو ده چې  پداسې حال کې چې به  په نوموړې سیمه کې پخوا  ټولټاکنې په ارامه  او د سولې په فضا کې تیریدې خو داځل بیا  په بعضو سیمو کې  وسله والو کسانو  او پیشمرګه ځواکونو ترمنځه  نښتي  شوي دي.

همداشان  د کوردستان په وطن مینو ګوند  او د کوردستان ډیموکراټ ګوند  یو بل په ټاکنو کې په درغلیو  تورن کړل. همداشان  د ګوران او زرغون نسل غورځنګ  هم  د کوردستان په وطن مینو ګوند  په ټاکنو کې په درغلیو تورن کړ. ددې ټولو تورونو او جنجالونو سره سره  په عمومي ډول  دا ټاکنې په بریالۍ توګه ترسره شوې . د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حامي اقسوی  پدې اړه وویل ( د عراق په شمال کې  د کوردانو په فدرالي اداره کې پارلماني ټاکنې په بریالیتوب سره ترسره شوي دي چې  ددې له امله  د ممنونیت اظهار کوو. ددې په هیله چې  د ټولټاکنو پایلې  د عراق د اتحاد او اتفاق  او ملي یووالي  سبب وګرځي. په هیواد کې د سولې او ثبات  د ټینګښت  وسیله وګرځي.

د ټاکنو د غیرې رسمي  پایلو له مخې  د کوردانو ډیموکراټ ګوند  د ۴۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره  ستر بری  ترلاسه کړی دی. همداشان  پدې ټاکنو کې  د کوردانو په وطن مینو ګوند ۱۹ سلنه ، د ګوران غورځنګ ۱۲ سلنه ،د نسل غورځنګ بیا ۸ عشاریه ۳ سلنه رایې، اسلامي  ګوندونو بیا  د پنځو نه تر ۷ سلنې پورې  او د سردم  اتفاق بیا یو سلنه رایې  ترلاسه کړي دي.

د غیري رسمي  پایلو له مخې پداسې  حال کې چې  د کوردانو ډیموکراټ  ګوند  ډیر  ستر بری  ترلاسه کړی  ددې  ترڅنګ  يي  د کوردانو په وطن مینو ګوند يي  د خپلې مخې نه لرې کړی  او د یو بل کوچني  ګوند سره  د ایتلاف او ګډ حکومت جوړولو  مخه  پرانیستې ده.  پداسې  حال کې  د عراق په شمال کې د کوردانو په فدرالي  اداره کې د پارلماني  ټاکنو  د رایو د شمیرنې  لړۍ  دوام  درلود  ددې  په څنګ کې  د عراق  د مرکزي  حکومت په پارلمان کې د ولسمشر د ټاکنو  په اړه بحثونه  او جنجالونه اوس هم  دوام لري.

د عراق د اساسي  قانون له مخې  پدې هیواد کې  ولسمشر باید  د  کوردانو نه وټاکل شي. په عراق کې  د کوردانو  د ډیموکراټ  ګوند او د کوردانو په وطن مینو ګوند بیا په یو تن د اجماع د نه کولو  له امله  په منځ کې  جدي  ستونزو ته  لار هواره کړې  ده.

د ویلو  ده چې  د کوردستان ډیموکراټ  ګوند د ولسمشرۍ  لپاره فواد حسین، د کوردستان په وطن مینو ګوند بیا برهم صالح  د ولسمشرۍ لپاره نوماند  وټاکه.

د عراق په پارلمان کې  ۷ تنو  د ولسمشرۍ  لپاره ځانونه نوماند کړي  وو چې  په لومړني پړاو کې  هیڅ یو تن هم  ټاکلی نصاب  پوره نکړ. په دویم  پړاو کې  بیا د ۳۲۹ تنو وکیلانو نه  ۲۷۲ تنو په ټاکنو کې برخه واخیسته. په دویم پړاو کې  بیا  د کوردستان په وطن مینو ګوند نوماند برهم صالح د ۲۱۹ رایو په ترلاسه کولو سره د عراق  د نوي  ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ولسمشرۍ  په ټاکنو کې  بیا  د کوردستان ډیموکراټ ګوند  بیا ستره ماتې  وخوړه  او نوماند يي فواد حسین یواځې ۲۲ رایې  ترلاسه کړي.

د ویلو ده چې  د ولسمشرۍ دټاکنو په لومړني  پړاو کې  برهم صالح ۱۶۵ رایې، فواد حسین ۸۹ رایې  او خپلواکه ښځینه نوماندې  سیروه عبدالوحید بیا ۱۸ رایې ترلاسه کړې  وې.

پداسې  حال کې  د کوردستان  په وطن مینو  ګوند د ولسمشرۍ  په ټاکنو کې  ستر بری  ترلاسه کړ  ټولو  داسې  فکر کولو  چې  په پارلماني  ټاکنو کې به هم  ستر بری  ترلاسه کړي  خو  داسې  ونه شول. ددې  په مقابل کې  د کوردستان ډیموکراټ ګوند  ستر بری  ترلاسه کړ. ویل کیږي  چې  په پارلماني  ټاکنو کې ستر بری  ترلاسه کړی  دی  داسې ښکاري  چې  د کوردستان د وطن مینو ګوند  پر خلاف لا سخت دریځ او سیاست  غوره کړي.

د ویلو ده چې  د عراق په شمال کې  د کوردانو په فدرالي  اداره کې د ټاکنو پايلې به  د ترکیې او د کوردانو  د فدرالي ادارې ترمنځه په اړیکو او د ترکیې لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې  په روانې مبارزې هم  اغیزې وکړي.

د ویلو ده چې  د عراق په شمال کې  فدرالي  ادارې  د عراق د مرکزي  حکومت نه د جلا کیدو په خاطر  ټولپوښتنه  ترسره کړه  او پدې  ټولپوښتنه کې د ماتې سربیره د کرکوک په څیر  مهم  ښار د لاسه ورکړ. د عراق مرکزي حکومت د هیواد په شمال کې د کوردانو فدرالي  ادارې سره  ډیر سخت ځواب ورکړ چې د همدې  امله فدرالي  اداره غواړي  چې  د ترکیې  سره  اړیکي  ښې  او ورغوي. د یادولو وړ ده چې  د کوردستان ډیموکراټ  ګوند په ځانګړې توګه د ترکیې  سره د اقتصادي اړیکو د قوي  کولو  او د تجارت د راژوندي کولو غوښتنه کوي.

همداشان  پدې ټاکنو کې  د کوردستان د ډیموکراټ ګوند  بری  به د ترکیې  او کوردانو د فدرالي  ادارې ترمنځه اړیکي  ډیرې  قوي  کړي. د بله پلوه ترکیې  د سلیمانیه په هوايي ډګر  د بندیزونو سره  د کوردستان په وطن مینو  ګوند  یو ډول فشارونه راوستي  وي.

ترکیې  د عراق  په شمال کې  د پوځي  عملیاتو سره د عراق د شمال نه ترکیې ته د پ ک ک ترهګرو د تګ راتګ  د مخنیوي  هڅه کوي. ویل کیږي  د عراق په شمال کې  په پارلماني  ټاکنو کې  د کوردستان د ډیموکراټ ګوند  بری  به  د ترکیې  لخوا د پ ک ک ترهګرې  ډلې  پر خلاف مبارزه لا اغیزمنده کړي.

دا ځکه چې  د کوردستان  په وطن مینو  ګوند  د پ ک ک ترهګرې ډلې سره  ډیرې نږدې اړیکي درلودې  خو د کوردستان د ډیموکراټ ګوند سره يي اړیکي  پدې اندازه  ښې ندي.

د ویلو ده  چې  ترکیه  د عراق په شمال کې  د کوردانو د فدرالي  ادارې سره  د اړیکو د لا ښه کولو په بدل کې  کیدای شي  چې  د پ ک ک پر خلاف د لا قوي  ګامونو  د اوچتولو غوښتنه وکړي.

د ویلو ده چې  د عراق په مرکزي اداره کې  د پارلماني  ټاکنو نه  میاشتې میاشتې  تیریږي  خو  تر اوسه پورې  د حکومت په جوړولو قادر شوي  ندي. دې  خبرې  د عراق سربیره  د ترکیې  لپاره هم  ستونزې پيدا کړي دي. همداشان د عراق په شمال کې په فدرالي  اداره کې  بیا  په چټکه توګه  د ټاکنو د پایلو  اعلانیدل او د حکومت جوړیدل  به هم د ترکیې او هم  د عراق سره  مرسته وکړي.

 


پيوندونه: #عراق , #ټولټاکنې

اړوند خبرونه