ادلب د سوري مخالفینو وروستۍ کلا
ادلب د سوري مخالینو وروستۍ کلا
لکه څرنګه چې پوهیږۍ په سوریه کې د اسد رژیم د روسیې او ایران په مرسته د مخالفینو نه یو زیات شمیر پوځي سیمې نیولي دي . د ویلو ده چې د اسد رژیم لخوا د حمص، غوطه، درعه او نورو سمیو نه د نیولو نه وروسته په نوموړو سیمو کې میشت په سلګونو زره تنه ملکي وګړي او مخالفین ادلب سیمې ته کډه شول. همداشان د شوو تفاهمونو په چوکاټ کې د یادو شوو سیمو خلک ادلب ته تخلیه کړې شول. د همدې امله ادلب سیمه نن ورځ د سوري مخالفینو په وروستۍ کلا بدله شوې ده . پداسې حال کې چې په ادلب کې د جګړې نه مخکې ۷۰۰ زرو تنو ژوند کولو نن ورځ پدې سیمه کې تر ۳ میلیونو تنو ډیر خلک ژوند کوي.
همداشان د ادلب سیمه د استانه په بهیر کې د امن د څلورو سیمو نه د یوې په توګه اعلان شوې وه.
همداشان د استانه بهیر د پریکړو او تفاهمونو په چوکاټ کې ترکیې په ادلب سیمه کې ۱۲ پوځي د څار نقطې جوړې کړي دي.
د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو د تولنې لیکوال او څیړونکې جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
د اسد رژیم لخوا د روسیې او ایران په مرسته پر ادلب د پوځي عملیاتو مسلې د اوږدې مودې راهیسې د نړۍ اجندا مصروفه ساتلې ده . پر ادلب د احتمالي پوځي عملیاتو سره به نړۍ د کډوالو د یوې بلې سترې څپې سره مخامخ شي. همداشان په ادلب کې میشتو په میلیونونو تنو د اسد د رژیم لخوا په یادې شوې سیمې د بریدونو د پیلیدو سره سم وار د مخه ترکیې ته د کډه کیدو او د ترکیې پر لورې د خوځیدو تکل کړی دی.
دا چې نن ورځ ترکیه په نړۍ کې تر ټولو زیات د کډوالو کوربه ندی نورو کډوالو ته د پناه ورکولو توان او طاقت هم نلري. پداسې حال کې چې پر ادلب د احتمالي بریدونو له امله د کډوالو ستوتزې د ټولې نړۍ نه وار خطا کړې او اندیښمنه کړې ده خو یواځې ترکیه په ادلب کې د انساني تراژیدي او فلاکت د مخنیوي په خاطر هلې ځلې کوي.
ترکیه هم په ساحه کې او هم مذاکراتو سره پدې سیمه کې د احتمالي عام وژنو د مخنیوي هڅه کوي.
د ویلو ده چې ترکیې، ایران او روسیې د استانه د بهیر وروستۍ سرمشریزه د ایران په پلازمینه تهران کې ترسره کړه.
ایران د تهران سرمشریزه د ترکیې او روسیې د اجازې او خبر نه پرته په ژوندۍ بڼه نړۍ ته خپره کړې وه. پدې غونډه کې ټولې نړۍ د نړۍوالې سولې او اوربند په خاطر د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هلې ځلې او ټینګار شاهدي وکړه.
د ویلو ده چې د تهران په سرمشریزه کې ترکیې په ټینګار سره په ادلب کې د اوربند غوښتنه وکړه خو له بده مرغه چې د روسيې او ایران د مخالفت سره مخامخ شول او قبوله نشوه. د ترکیې د قوي ارادې او هلو ځلو په پایله کې په ادلب پوځي عملیات وځنډول شول چې پدې ډول په سیمه کې د لا زیاتو هلو ځلو او لا جدي ګامونو د پورته کولو په خاطر وخت تصرف شو.
داسې ادعاګانې شتون لري چې د ادلب د راتلونکي او برخلیک په اړه ډیرې زیاتې سناریوګانې لیکل شوي او شتون لري.
په سوریه کې د اسد نږدې پلوي او ترکیې متفق هیواد روسیه بیا په ترکیې د ادلب د سیمې نه د خپلو پوځي نقطو او پوځیانو د په شا کولو او په سیمه کې د پراخو عملیاتو د پیلولو په خاطر فشارونه راوستي دي.
خو ترکیه د ادلب مسلې ته د بدیلو حل لارو د موندولو هڅه کوي. ترکیه هڅه کوي چې په سیمه کې د منځلارو مخالفو ډلو د اغیرو ساحه پراخه کړي او د هیت التحریر الشام په څیر تند لارې ډلې لږ تر لږه د هیواد د شمال نه سویل لورې ته وخویوي. د ترکستان اسلامي ګوند او داسې نور ګوندونه اغیرې کمې کړي.
ترکیه غواړي چې د منځلارو مخالفو ډلو سره په ګډه د ادلب د مرکز په ګډون د امن سیمې جوړې کړي او د سیمې امنیت ټینګ کړي.
د ویلو ده چې ترکیه هڅه کوي چې په ادلب کې د منځلارو مخالفو ډلو په کامله توګه د بې صلاحیته کولو او د ټولو سیمو د لاسه ورکولو مخنیوی وکړي. ترکیه هڅه کوي چې په سیمه کې د احتمالي انساني فاجعې مخه ونیسي. په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې او د څانګو يي د ځای په ځای کیدو مخه ونیسي. ترکیه غواړي چې د سیاسي حل لارو څخه دا لاسته راوړنې ترلاسه کړي.
ویل کیږي په ادلب د احتمالي پوځي عملیاتو په برخه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې پوځي څانګه وای پي جي هم وار د مخه په تیاریو پیل کړی دی. غواړي چې پدې عملیاتو کې ډیر مهم رول ولوبوي.
دا ځکه چې د ایران او حزب الله ملیشه ډلو لخوا په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې عسکري څانګې یو زیات شمیر ترهګر روزلي دي. دوی غواړي چې دا ترهګر هم پدې مسله کې داخل کړي.
نوموړي ترهګر غواړي چې پدې جګړه کې د ځان د شاملولو سره په عفرین له سره برید وکړي او هغه سیمه هم ونیسي. د پ ک ک ترهګرې ډلې عسکري څانګو د عفرین نه وروسته په تل رفعت او نورو سیمو د ترینه شړل شوي وو د بیرته نیولو په خاطر په چتتوالي پیل کړی دی.
د همدې امله ترکیه نه غواړي چې خپلې لاسته راوړنې د لاسه ورکړي. خپلو پولو کې یو ځل بیا ترهګرو ته ځای ورکړي. ترکیه په هر ډول چې کیږي باید ددې خبرې مخه ونیسي.