ترکیه او نړۍوالي کیدو بهیر

ترکیه او نړۍوالي کیدو بهیر

ترکیه او نړۍوالي کیدو بهیر

په ۱۹۹۰ کلونو کې د یو ځوان  اکادمسین  په توګه  مې  د لومړي ځل  لپاره د نړۍوالي کیدو  اصطلاح  واوریده. تل به مې  د ځان سره  فکر کولو چې آیا  دا د نړۍوالې کیدو بهیر به  د ترکیې  او د پرمختګ په حال کې پر هیوادونو څه ډول اغیزې وکړي؟ ایا مونږ  باید  د دې بهیر  پر وړاندې  څه ډول  دریځ  غوره کړو؟ په کومه اندازه ترینه ملاتړ وکړو  او څو ورسره  مخالفت وکړو؟

د ترکیې د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام  ورته رااړوم.

پروفیسور بلبل وايي چې  تل به مو د ځان سره  د نړۍوالې کیدو د اصطلاح او بهیر په اړه  پوښتنې کولې. پدې اړه به مو څیړنې کولې. حتا د دوکټورا  د تیز  مسله مې همدا مسله ده.

که حقیقت ووایم  په پیل کې  د یو ازادي پلوه  په توګه  د هغه نړۍوالې کیدو بهیر سره  چې  د ازادۍ او بشریت په ګته وي  ډیر نږدې  وم. پدې وخت کې مې  یو کتاب  ولیکه چې  هغه  عنوان  ددې خبرې ښکارندويي کوله. د کتاب عنوان وو د زور او رضا سره  د نړۍوالي کیدو بهیر  او ترکیه.

د ویلو ده چې  نړۍوالې کیدو بهیر  به اصل کې یو  اړخ نلري ، څو  اړخونه او بودونه لري. یو پلو نه بلکې ډیر زیات پلونه  لري. دا  بهیر  لکه څرنګه ګې ګران  او د فشارونو نه ډک وو په همدې اندازه يي  رضا  او د فرصتونو اړخونه هم  درلودل.

پروفیسور بلبل وايي کله چې مونږ  پدې اړه  تحقیقات کول  لویدیځه نړۍ  د نړۍوالې کیدو د بهیر  اتله وه.

لویدیځې نړۍ به د ازادې سوداګرۍ  او د سرمایې د دواران   او د هیوادونو ترمنځه  د پولو د اهمیت  د لمنځه تلو نه دفاع کوله.

پدې وخت کې رقابت، ګمرکي مالیاتو د لمنځه وړل  ، همکاري، شفافیت  او شفافه  نړۍ  د هغه  اصطلاح ګانې وې چې تر ټولو به ډیرې کاریدې.

ددې په مقابل کې به  وروسته پاتو او یا  د پرمختګ په حال کې هیوادونو  د نړۍوالې کیدو د بهیر  پر خلاف  نیوکې کولې.

نوموړو به  ویل چې  ازاد بازار، د سرمایې دوران، د ګمرکي مالیاتو له منځه وړل، د ګمرک یووالی ، رقابت  او دا ډول نورې  شعارونه  یواځې او یواځې  د لویدیځې نړۍ په ګټه  دي.

دوې به ادعا کوله  چې  د نړۍوالې کیدو بهیر  به  دوې  لا پسې  ضعیفه  او  ناتوانه  کړي او د رقابت  کولو  ظرفیت به ورته  راټیټ کړي.

نوموړو به وویل چې  د اډیالوژیک پلوه  نړۍوالې کیدو بهیر په اصل کې د کپیټالیزم  یوه بله څیره ده. دا  بهیر  به  استثمار  لا پسې ډیر کړي. او کیدای شي چې  دا بهیر  ملي دولتونه هم  ضعیفه کړي.

دوی  د امپریالیستو  ددې نوې  لوبې پر وړانډې  د ملي دولتونو  نه  په ملاتړ سره  غږ اوچت کړ. د ملي دولتونو نه  په دفاع کولو پیل وکړ.

خو  ټولو  دا یوه خبره  هیره کړې وه  چې  ملي دولتونه هم  د کپیټالیزم  پخوانۍ  څیره وه. هیچا دا پوښتنه نکوله چې ایا  د کپیټالیزم  دا زړه څیره  ولې د نوې څیرې سره  مخالفت کوي.

۲۰۲۰ کال ته نږدې شوي یو. د چا خبره  د نړۍوالې کیدو د بهیر نه  ۳۰ کاله تیږیږي. نن ورځ ددې بهیر  اصلي څیره  ډیره  په شفافه توګه  لیدلی شو.

نن ورځ لویدیځ نړۍ  د نړۍوالې کیدو د بهیر  اتلولي  او دفاع نکوي. نن  دوی  ادعا کوي چې ددې بهیر نه  تر ټولو  ډیره ګټه  لویدیځ نړۍ  نده کړې. په سر کې امریکا چې نن ورځ  پدې ښه پوهیږي چې ده بهیر  ورته  لکه څرنګه چې لازمه  ده  ګتور ندی. دوې د چا خبره  په ۱۹۹۰ کلونو کې  د خپلو مخالفینو  او د وروسته پاتو او یا  د پرمختګ په حال کې دهیوادونو  د مفکور او نظریو نه په ملاتړ پیل کړی دی.

نن ورځ  لویدیځه نړۍ  د سیاسي  سرحداتو د لمنځه وړو، ازاده رقابت، ګمرکي  مالیو د لمنځه وړو او سرمايي د دوران په څیر  اصطلاح ګانې په خوله هم  نه اخلي. یادونه هم  ترینه نکوي.

په ځانګړې توګه د امریکا لخوا پدې وروستیو کې د نړۍ د نورو هیوادونو نه  هیواد ته د خپل شرکتونو رابلل، په نورو هیوادونو د ګمرکي تعرفو او مالیو لوړول  او د خپلو پولو تړل  ددې خبرې ښکاره مثال  دی.

نن ورځ  امریکا  پخپله  د نړۍوالې کیدو د بهیر پر خلاف  ډیر مهم  ګامونه اوچت کړي دي.

چا به  داسې  فکر کولو چې اروپا به د خپلو پولو د ساتنې  او کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي په خاطر  لس زره کسیزه  اردو جوړوي. د ویلو ده چې  امریکا او اروپا نن ورځ  پخواني د ملي دولت  سیاستونو پر لورې روان دي.

امریکا  او لویديځه نړۍ  اوس پدې ښه پوه شوه چې د نړۍوالې کیدو د بهیر نه یواځې او یواځې د پرمختګ په حال کې هیوادونو لکه  چین، برازیل، هندوستان او ترکیې په څیر هیوادونو ګټه  پورته کړې ده . نن ورځ چین  د لویدیځه نه لا زیات  د نړۍوالې کیدو د بهیر  او مفکورې ملاتړ کوي.

همداشان  ترکیې  د ۲۰۰۰ کلونو نه وروسته  ددې بهیر نه په ډیره ښه توګه ګټه پورته کړه  او د ټولې نړۍ سره  اړیکې جوړې کړې. په هیواد کې د ډیموکراسۍ او ازادۍ  کچه  ډیره زیاته لوړه کړه. په کومه اندازه  چې پدې هیواد کې  ډیموکراسۍ  او ازادۍ وده وکړه  استبداد  ختم  شو  او اقتصاد  وده وکړه.

د ۲۰۰۰ کلونو نه وروسته په ترکیه کې سرانه عوایدو کچه  څو برابره  لوړه شوه.

یعنې ترکیه په خپلو خپو  ودریده. نن ورځ  چې  د ترکیې او لویدیځ نړۍ ترمنځه  کومې ستونزې شتون نلري هغه هم  ددوې په مقابل کې د یو داسې ترکیې راوتل  دي چې هر ګام  د متقابلو ګټو پر بڼسټ  پورته کوي. د لویديځې نړۍ هرې غوښتنې ته لبیک نه وايي.

خو نن ورځ هم  په ترکیه او نړۍ کې داسې  روند انده  شتون لري چې پدې نه پوهیږي چې  د نړۍوالې کیدو  دا ۳۰ کلن  بهیر به  په لویديځ او یا د لویدیځ نه بهر په نورو ټولنو څه اغیزې وکړي.

هغوې  یواځې او یواځې  په ۱۹۹۰ کلونو کې چې څه  حفظ کړي دي هغې ته دوام  ورکوي.

نن ورځ پدې ټول  ډیر ښه پوهیږي چې لویدیځې نړۍ  د نړۍوالې کیدو د بهیر نه  لکه څرنګه چې تمه درلوده په هغه اندازه ګټه نده پورته کړې. د همدې امله نن ورځ  لویدیځه نړۍ  هر لورې ته  لاس او خپې اچوي. لویدیځ  نن  یو ځل بیا پخوانیو  بندو سیاستونو ته  مخه کړې ده .

نن  ورځ  د هر وخت نه ډیر  سیاسي  سرحداتو ته  ډیر زیات اهمیت ورکوي. خپل سرحدونه يي تړلي دي . خو ددې په مقابل کې هغه هیوادونو چې په پیل کې به يي  ددې بهیر سره  سخت مخالفت کولو نن ورځ  تر ټولو ډیر ددې بهیر نه  دفاع کوي. ځکه چې دې بهیر  تر ټولو زیات هغوې ته ګټه رسولې ده .

هو دا هم  حقیقت  دی چې د نړۍوالې کیدو د بهیر نه ټولو د پرمختګ په حال کې هیوادونو په یو شان ګټه پورته کړې نده. ځینې د پرمختګ په حال کې هیوادونه هم  شتون لري چې ددې بهیر نه يي ډیر زیات  زیان  لیدلی دی. ځکه چې دا بهیر پخپله  هر چا ته  د مساوي فرصتونو برابرونکی  بهیر ندی.

هر هغه هیوادونو چې ددې بهیر سره  سازګاري نده کړې  هغوې  زیان  لیدلی دی.

د همدې امله وایو چې  هرې مسلې  ته باید  په عمومي توګه نه  بلکې د جزیاتو سره  کتنه وکړو، ردونکی  او تسلمیت نه بلکې اعتدال  غوره کړو. د هر څه په اړه باید  لا زیات تحقیقات  او څیړنې وکړو.

خپل  علم  تازه کړو.

دا ځکه چې د پرون  ورځې لمر سره  ننۍ جامې  نه وچیږي. په ځانګړې توګه د لویدیځ نه د بهر ټولنو  متخصصین ، محققین، اکاډمسینان،  کارپوهان، دولتي چارواکي ، سوداګر  او عام خلک  تیرو ۳۰ کلونو پرمختګونو ته په کتو سره  باید  فکر وکړي.

 



اړوند خبرونه