د ترکیې او امریکا بحران :

د ترکیې او امریکا متحده ایالتونو ترمنځه  روان بحران  او ستونزې  دوه لاملونه لري چې  ساختاري  او  د وخت شرایط  دي.

د ترکیې او امریکا بحران :

 

 

که چیرې  د مسلې  ساختاري  لامل ته  دقت وکړو  امریکا په ۱۹۵۲ کال کې د ناټو د غړیتوب نه راپدیخوا تل  د ترکیې  سره  د پسیف  اړیکو  د ټینګولو هڅه کړې ده. تل يي  خپلو ګټو ته  ډیر زیات  اهمیت ورکړی او متقابلې  ګټې په نظر کې ندي نیولي. خو په ترکیه کې د عدالت او پراختیا ګوند  واکمنۍ ته د رسیدو سره  او یو خپلواکه بهرني سیاست د غوره کولو سره  او د ترکیې  ګټې او منافع  مخې ته کول  امریکا ناراضه کړې ده . ځکه چې  امریکا  هیڅوخت  قوي  او په خپلو خپو ولاړه ترکیه  زغملی نشي چې نن ورځ هم  دا خبره  دوام لري.

که چیرې مسلې ته  د وخت د شرایطو له پلوه کتنه وکړو  د امریکا لخوا ترکیې ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن  نه اعاده کول، د هغه په اړه د حقوقي چارو نه پیلول او هغه ته  په پنسلوانیا ایالت کې  د قصر په څیر  یو ډیر لوی  کور کې د ژوند کولو اجازه ورکول  طبعآ چې  د دواړو هیوادونو په اړیکو منفي اغیزې کوي.

همداشان  د امریکا لخوا په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو وای پي جي  او نورو سره په ګډه حرکت کول، د ترهګرو روزل  او په وسلو سمبالول  او هغوې ته  د سیمه ایزو متفقو په سترګه کتل  معلوم داره خبره ده چې د ترکیې لپاره د منلو وړ ندي.

همداشان  پ ک ک ترهګرې ډلې  د امریکا په مرسته د سوریې په خاوره کې د ترکیې د سویلي پولو ترڅیرمه  د ډیرو زیاتو سیمو نیول  او هلته د ترهګرو  ځای په ځای کول  ترکیې ته  ستر ګواښ مخامخ کړی دی.

همداشان ددې دوو هیوادونو ترمنځه د پاسنیو ستونزو  سربیره د امریکايي راهب  او اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو  لانجې  خړې اړیکې لا پسې خړې کړي دي.

د ویلو ده چې  د امریکا د مشرانو جرګې سناتورانو  د ترکیې لخوا د ترهګرۍ په تور تورن  د امریکايي راهب  زنداني کول  او د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو په خاطر  په بعضو  تحریمونو  او بندیزونو خبرې کولې. د ویلو ده چې  د امریکايي سناتورانو سربیره  سپینه ماڼۍ هم  د امریکايي راهب  د خوشې کولو په مسلې  اسرار کوي  .

پدې چوکاټ کې د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ د ناټو د سرمشریزې په چوکاټ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  په لیدنه کې  هم  د امریکايي  راهب  د خوشې کولو غوښتنه کړې وه. ټرمپ  ددې سربیره  د ټولنیزې مډیا له لارې هم  د پیغامونو د خپرولو سره  د ترکیې نه د امریکايی راهب  د خوشې کولو غوښتنه کړې وه. د ویلو ده چې امریکايي راهب  برونسون  په ترکیه کې  د فتح الله ګولن او پ ک ک  ترهګرو سازمانونو سره  د اړیکو  او دهغوې نه د ملاتړ په تور نیولی  او محاکمه يي دوام لري. نوموړی  د جولای د ۱۵ مې کودتا په مسله کې هم  په لاس لرولو تورن  دی.

د امریکا  متحده ایالتونو  موجوده  اداره  د اوانجلیستانو  د ملاتړ  د لاسه د نه ورکولو  په خاطر  د ولسمشر مرستیال مایک پنس  د ترکیې نه هر څه ژر  د امریکايي راهب  چې د تیرو دوو کلونو راهیسې د محاکمې بهیر سرته ندی رسیدلی  د خوشې کولو غوښتنه وکړه او د نه خوشې کولو په صورت کې ترکیه په تحریمونو وګواښله.

ددینه سمدلاسه وروسته  ټرمپ  د خپل مرستیال  د څرګندونو نه په ملاتړ سره  د ترکیې پر خلاف تهدیدونه پیل کړل.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د امریکايي مقاماتو د تهدیدونو په ځواب کې وویل چې  ترکیه  د چا د تهدیدونو نه ډار نلري. په ترکیه کې د امریکايي راهب محاکمه په ډیره شفافه توګه  دوام لري  او د امریکا لخوا د ترکیې د قضايي ارګانونو په چارو کې د مداخلې د نه کولو غوښتنه وکړه.

امریکا د تهدیدونو نه سمدلاسه وروسته  د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو په وزیرانو  تحریمونه وضع کړل او په نوموړي هیواد کې د هغه  د مال او دارايي  د کنګلولو  پریکړه وکړه.

همداشان  ددینه وروسته  امریکا  د ترکیې پر خلاف اقتصادي جګړه پیل کړه. د ترکیې  د اقتصاد او کرنسۍ  پر خلاف  تبلیغات  پیل کړل. د ترکیې  اقتصاد  او پولي واحد د امریکا ددې تبلیغاتو او جګړې له امله  په ډیر سرعت سره خپل ارزښت د لاسه ورکړ.

د امریکا ددې ګامونو او جګړې په مقابل کې  د ترکیې مرکزي بانک هم  د ځینو تدابیرو په نیولو پیل وکړ او نړۍوالو کرنسیو په مقابل کې د ترکي لیرو د لا زیات ارزښت د لاسه ورکولو مخه يی ونیوله.

د ویلو ده چې  ترکي لیرو  د چا خبره  د څو ورځو په دننه کې د ډالرو په مقابل کې  تر ۵۰ سلنې ډیر ارزښت د لاسه ورکړ  او  ۷ روپو  نه  واوښته.

مرکزي بانک  د مداخلو  او هلو ځلو نه وروسته  نن ورځ  ترکي لیرې بیرته ارزښت لوړ شو  او د شپږو روپو نه راټیټ شوه.

پداسې  حساسو  شیبو کې چې  ترکي لیرو د نړۍوالو کرنسیو او په ځانګړې توګه  د ډالرو په مقابل کې خپل ارزښت ډیر زیات د لاسه ورکړی وو  د ترکیې د مالیې او خزانې وزیر د ترکیې نوې اقتصادي  ستراتیژي  اعلان کړه.

همداشان د مالیې د وزیر لخوا د نوې اقتصادي ستراتیژۍ او موډل  د اعلانولو په شیبو کې  د امریکا ولسمشر  دونالد ټرمپ  د ترکیې په المونیمو او فولادو  کمرګي تعرفه  دوه برابره لوړه کړه  . د ټرمپ دې پریکړې  او څرګندونو  په نړۍوالو بازارونو کې د ترکي لیرو ارزښت  لا پسې راټیټ کړ. ټرمپ د تولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي وو چې پدې ورځو کې د ترکیې سره مو اړیکې خرابې دي  ددې هیواد په المونیمو او فولادو  ګمرکي تعرفه دوه چلنه لوړو.

د ویلو ده  چې امریکا  پداسې حال کې  چې په ترکیې  ځینې تحریمونه وضع کړل  د چین سره هم  اقتصادي او تجاري جګړه پیل کړې ده .

د ټرمپ ددې تهدیدونو  پر وړانډې  چین ، ترکیې  او روسیې  په خپلو منځونو کې په ملي کرنسیو  د تجارت کولو  پریکړه وکړه.

همداشان  روسیې  او ایران بیا  د ترکیې  نه  د قوي ملاتړ اعلان وکړ. تر ټولو مهم  اروپايي ټولنه چې د ترکیې تر ټولو ستر بازار  او تجاري  شریک دی  د ټرمپ د تحریمونو په  مقابل کې  د ترکیې نه د ملاتړ اعلان وکړ. دا خبره  د ترکیې لپاره  ډیره مهمه  وه.

اروپايي ټولنې  او په ځانګړې توګه  جرمني  وویل چې  د ترکیې  په اقتصاد کې بې ثباتي  ددوې  او د هیچا په ګټه نده. هغوې وویل چې  غواړي د ترکیې سره  اړیکو ته دوام ورکړي . نوموړو وویل چې  په ترکیه کې  هر دول بحران  او ستونزې  په اروپايي ټولنې هم  مخامخ اغیزې کوي.

همداشان  په نړۍوالو بازارونو کې  د بهرنیو کرنسیو پر وړاندې د ترکي لیرو یو ځلي ارزښت  کمولو د اروپا جدي اندیښنې وپارولې. په ځانګړې توګه  د ایټالیا او اسپانیا بانکونو  چې  په ترکیه کې  ډیرې جدي پانګه اچونې لري  اندیښنې پارولې وې.

ایټالیا هم  د ترکیې نه  قوي ملاتړ اعلان کړ. خو له نیکه  مرغه  او د ترکیې  د دولت د قوي ادارې  او د ملت د قوي ملاتړ له امله  ترکي لیرو  بیرته د بهرنیو کرنسیو پر وړاندې ارزښت  لوړ شو.

همداشان  ترکیې هم  د امریکا  په مقابل کې متقابل ګامونه اوچت کړل او په یو زیات شمیر امریکايي توکو يي ګمرکي تعرفې  سل په سلو کې  لوړې کړې.   



اړوند خبرونه