د سوریې  ادلیب  سیمه د مخالفو ډلو لپاره  په وروستۍ  کلا  بدله شوې ده

د سوریې  ادلیب  سیمه د مخالفو ډلو لپاره  په وروستۍ  کلا  بدله شوې ده

د سوریې  ادلیب  سیمه د مخالفو ډلو لپاره  په وروستۍ  کلا  بدله شوې ده

د سوریې  ادلیب  سیمه د مخالفو ډلو لپاره  په وروستۍ  کلا  بدله شوې ده . په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال راهیسې روانه جګړه  دوام لري. همداشان  په سوریه کې د ا ادلیب سربیره  د حلب ښار لویدیځې او سویلي سیمې ، د حاما  او لازقیه ښارونو شمالي برخې  او د ترکمن غرونو سیمې  د مخالفینو  تر کنټرول لاندې وروستۍ  سیمې دي.

د ویلو ده چې  د اسد پر خلاف په جګړه کې بوختو مخالفو ډلو  د حلب، ختیځې غوطه، درعا ، قنیطیره او شمالي حمص  په څیر  د مهمو سیمو د لاسه ورکولو د ادلیب  د ښار اهمیت  ددوې لپاره لا زیات  کړی دی.

د ویلو ده چې د ادلیب  سیمه  چې نږدې درې میلیونه تنه  پکې  ژوند کوي  د استانه  د مذاکراتو په بحیر کې  د امن د سیمې په چوکاټ کې داخل کړې شوه.

همداشان  د استانه  په غونډه کې ترکیې د ایران او روسیې سره په توافق کې  په ادلیب کې  ۱۲ د څار مرکزونه  جوړ کړل چې دا مرکزونه د ادلیب سیمې  لپاره حیاتي اهمیت لري.

د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو د ټولنې  لیکوال او څیړونکې  جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د ویلو ده چې د ادلیب په سیمه کې کله نا کله پخپله د مخالفو ډلو ترمنځه هم  نښتې کیږي. پدې سیمه کې مخالفې ډلې  د اختلاف نظر سربیره  د یو بل سره  د ځواک او طاقت  په برخه کې سیالي کوي.

د ویلو ده چې دا سیمه د هیت تحریر الشام  او ملي ازادۍ د جبهې د ځواکونو  تر کنټرول لاندې ده. پداسې حال کې چې  د هیت تحریر الشام  ډله  د امریکا متحده ایالتونو لخوا  د ترهګرو ډلو په لست کې نیول شوې ده  د ملي ازادۍ د جبهې سره بیا ترکیه مرستې کوي.

همداشان  د هیت تحریر الشام  ډله  د استانه د بهیر نه بهر پاتې وه او د ملي ازادۍ جبهه بیا د دې بهیر  مهمه برخه تشکیلوي. همداشان د اسد رژیم  او د هغوې پلوي جنګیالي په سیمه کې د افراطي ډلو د شتون په بهانه  وخت نا وخته  بریدونه کوي. ترکیه  بیا  د سیاسي مانورو  سره  غواړي چې دا افراطي  ډلې  د سیمې نه  لرې کړي. پداسې حال کې چې  دا سیمه  د امن د سیمې په لست کې نیول شوې ده  خو د اسد رژیم  په سیمه  د لا پراخو بریدونو  او عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي. داسې ادعاګانې شتون لري چې اسد رژیم غواړي پدې سیمه  لا قوي عملیات  ترسره کړي.

همداشان  په ادلیب  ښار  هر ډول  پوځي عملیات  د ترکیې له پلوه هم ډیر زیات خطرات رامنځته کوي.

د بله پلوه  د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي ستیفن دې مستورا ویلي دي که چیرې  په ادلیب باندې هم  د ختیځې غوطه  د سیمې سناریو تکرار شي  پدې سیمه کې به  بشري ناورین  د ختیځې غوطه  د ناورین نه  شپږ برابر  لوړ وي.

همداشان  که چیرې  ادلیب او شاوخوا سیمې د مخالفو ډلو نه  ونیول شي  دا به  په عفرین، عزیز، الباب او جرابلس کې  په څیر به سیمو کې د ترکیې لپاره مخامخ تهدیدونه رامنځته کړي.

د ویلو ده چې  د اسد رژیم  د پوځي پلوه  د روسیې د مرستې او تایید نه پرته  د داسو  عملیاتو  توان نلري. خو که چیرې په مسله کې روسیه  دخلیه شي  بیا  د امکان وړ دي.

د بله پلوه که چیرې د ترکیې او روسیې  موجودو اړیکو ته وکتل شي  هغه  احتمال چې د انقرې او مسکو ترمنځه اړیکو ته زیان  ورسوي  او یا په مستقیمه توګه  انقرې ته ګواښونه مخامخ کړي  ضعیفه ښکاري.

خو  په سیمه  روان هوايي بریدونه بیا د استانه  مطابقت ته  سخت  زیان رسوي  او په سیمه کې بې استقراري لا پسې ډیروي.

همداشان  په راتلوونکې کې ددې احتمال هم  لوړ ښکاري چې  د اسد ځواکونه او د هغوې ملیشه ځواکونه  په سیمه کې  د ترکیې د څار د نقطو چې  حیاتي ارزښت لري  اهمیت  یو ځل امتحان کړي. ځکه چې ترکیې  ددې پوځي نقطو سره په سیمه د هر ډول  پلو عملیاتو  پر وړاندې  خنډ جوړ کړی دی.

د اسد رژیم  په یواځې ځان  په ادلیب  د هر اړخیزو عملیاتو وس او توان نلري. ددې عملیاتو لپاره  د روسیې  او ایران  نه د مرستې غوښتنه کوي. یعنې د اسد رژیم  د روسیې او ایران د مرستې نه پرته  ګام هم نشي اوچتولی.

د یادولو وړ ده چې  ترکیه  د ادلیب د مسلې په اړه د روسیې سره  مذاکراتو ته دوام ورکوي. دا مذاکرات په سیمه کې د څه باندې  ۳ میلیونه مظلومو انسانانو  د ژغورنې په خاطر  ترسره کیږي.

ترکیه غواړي چې ددې مذاکراتو سره  په سیمه  د روانو هوايي عملیاتو چې د مخنیوي وس او توان يي نلري  د مذاکراتو او ډیپلوماتیکو کانالونو له لارې مخه ونیسي.

همداشان  ترکیه غواړي چې په ادلیب کې  د افراطي  ډلې د صحنې نه  پاکې کړي او پدې ډول  پدې سیمه  د هوايی عملیاتو  د مخنیوي په خاطر  د روسیې او د هغوې د متفقینو  بهانې له منځه یوسي.

د ویلو ده چې په سوریه کې د ورانې جګړې او استانه د بحیر د کامیابۍ  په خاطر او د ترکېې لخوا مخالفې ډلې  د یو چت لاندې د راټولو په خاطر  رژیم او مخالفې ډلې باید  د بریدګرو سیاستونو نه لاس واخلي او هوايي بریدونه باید  ودرول شي.

خو د اسد رژیم غواړي چې په هیواد کې  ټولې مخالفې ډلې  بې وسلې کړي  . د بله پلوه  د استانه او سوچي په غونډو کې  د سوریې لپاره د نوي اساسي قانون  او د هیواد د استقرار په خاطر اوچتیدونکي  ګامونه  د اسد پر رژیم  فشارونو ته دوام  ورکوي.

په پای کې باید ووایو چې  د ادلیب  د سیمې  نه دفاع  د ترکیې لپاره هم  ځانګړی اهمیت لري. که چیرې پدې سیمې احتمالي  عملیات پیل شي  ترکیه به د هر څه نه مخکې د کډوالو د سترې چپې سره  مخامخ شي. همداشان  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې پ وای ډي او وای پ جي به  د ترکیې سره په پولو کې خپل عناصر  ځای په ځای کړي چې دا د ترکیې لپاره  یو ډیر ستر ګواښ دی .



اړوند خبرونه