د ترکیې بهرنی لید لوری

د ترکیې بهرنی لید لوری

د ترکیې بهرنی لید لوری

 لکه څرنګه چې مو په تیرو خپرونو کې اشاره کړې وه  د لویدیځ نړۍ پر وړاندې  باید د خپلو ارزښتونو، فرهنګ او  کولتور  په نظر کې نیولو سره  یو داسې چلند غوره کړو چې  د مغلوبیت  یا تسلیمیدو  پر بڼسټ ولاړه نوي. یو داسې چلند وي چې په خپل ځان د پوره باور پر بڼسټ ولاړ وي.

ښه  دلته پوښتنه پیدا کیږي چې  ایا  دا مسله  په یواځې ځان  کافي  ده؟ یواځې د قوي  چلند او دریځ سره زمونږ  ستونزې  حل کیږي؟

د ترکیې د انقرې ښار  د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر بلبل قدرت د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پرته  د شکه  چې  قوي او سالم موقف،مفکوره  او لیدلوری  د ستونزو د حل او هدف ته د رسیدو  په لاره کې تر ټولو  مهم  عناصر  دي.

که چیرې کومه  لاره چې مونږ غوره کړي وي  هغه غلطه وي که په هره اندازه  سم  کارونه وکړو بیا هم  مونږ  هدف ته رسولی نشي. همداشان  د غلط  هدف  په څیر  د هدف  لرل هم  په همدې اندازه  لویه ستونزه ده. هغه کښتۍ چې هدف يي معلوم  نوي  هغه سره  باد هم  مرسته نکوي.

د همدې امله  په ژوند کې باید  د هر څه مخکې  د  ټولو بحیرونو، مواردو او مفاهیمو پر وړاندې  باید  قوي  موقف او لیدلوری  ولرو.

ایا  یواځې  قوي موقف او لیدلوری  کافي  دی؟ دا هغه پوښتنه  ده چې باید ځواب يي ولټول شي.

ځکه  ډیری وختونه  په فکري بحثونو کې ویل کیږي چې  قوي تجربه  او علم  کافي  دی چې  دا خبره  یو  اندازه غلطه ده.

ځینې وختونه  په حجرو کې  کوچني فکري بحثونه هم  ډیر لوی اهمیت لري . دلته  دا پوښتنه هم  پیدا کیږي  چې ایا د اسلامي نړۍ موجودې ستونزې  یواځې  د سالم  فکر او سالم موقف سره  د حل وړ دي؟ ایا  مونږ د داډول  نظریو او مفکورو سره  څومره  پرمختګ کولای شو؟

مفکورې  او نظریې البته  چې  ډیر زیات اهمیت او ارزښت لري. لکه څرنګه چې  پوهیږي  همدا  نظریې او مفکورې دي چې په اوږدمهاله توګه  د بشریت تاریخ ته  بدلون ورکوي. دا کار  د هغه نظریو سره  نه چې  عمل ونلري. هغه مفکورې  او نطریې چې پرې عمل  وشي  هغه  ډیرې زیاتې ګټورې وي. ځکه چې یواځې خیالي نړۍ او خیالي فکرونه  زمونږ  ستونزې حلولی نشي. د ستونزو  د حل په خاطر  د سالمو فکرونو او نظریو د عملي کولو په خاطر باید  ډیر قوي او سالم  ګامونه اوچت کړو.

حقیقت دادی که چیرې مونږ په هره اندازه  قوي  مفکوره او علم ولرو  او ددې قوي  علم  او مفکورې  نه  د بدلون په لاره کې کار وانخلو ، عمل پرې ونکړو دا علم  او قوي مفکوره هیڅ کومه ګټه نکوي. زمونږ په ټولنه  هیڅډول تغیرات  نه رامنځته کوي. د تشو خیالونو سره  هیڅشی  لاسته راوړی  نشو. پرته ددې چې  ځان  وغولو  بل څه ترلاسه کولی نشو. د قوي  علم  او مفکورې سره  عمل  او اجراعات  ډیر مهم  دي.

هو که چیرې  د ژوند د حقیقونو نه لرې  د مرمرو د ماڼو په منځ کې هم  قوي  مفکورې  او نظریې  جوړې کړو هیڅ کومه ګټه نلري. د ژوند د اصلي حقیقتونو نه لرې د مرمرو په ماڼۍ  کې جوړ شوي  فکرونه او نظریې  ځینې وختونو کې  د ګټې نه ډیر زیات  تاوان کوي. قوي مفکورې او نظریې باید  د ژوند  د حقیقونو او تجاربو له مخې  جوړې شي. د سختو او تنګو  او خپلو غلطیو نه د درس په اخیستو سره  باید  ځانته  لاره وټاکو.

که چیرې د اسلام  مبارک دین  ظهور  او نشریدو بهیر ته  ځیر شو  د ژوند د حقایقو سره  سم  نشر  شوی  دی.

د اسلام مبارک دین  اصلي لارښود  قرانکریم  کریم  د وخت او شرایطو د اړتیاو سره سم  نازل شوی دی. تاسې وګورۍ  قران کریم  په یو ځل ندی رانازل شوی دی. پارچه پارچه  رانازل شوی دی.

هو  نن ورځ هم  ددې ټولو ناخوالو  او ناڅرګندیو سره سره  مونږ  ډیر قوي لارښود، د لارې نقشه، لاره  او د تورتمونو نه د وتو په خاطر  یو ډير قوي مشعل  لرو. نن  ورځ  زمونږ  په ځانګړې توګه  اسلامي نړۍ  که چیرې مسله  یواځې د خبرو  وي  نو  ډیرې زیاتې خبرې کوو، ډیر زیات  خیالات  لرو خو په عمل او اجراعاتو کې بیا  صفر یو. په زیار  او کوښښ بیا  صفر یو. مونږ  په ډیرو  ساده  خبرو کې ځانونه مصروف کړي دي.

د مبارزې او مجادلې  روح  مو  د لاسه ورکړی دی. حال دا چې زمونږ د ژوند اصلي حقیقت  ایمان  او مبارزه  یا عمل  دی.

مونږ  نن  ورځ  د نورې  نړۍ سره  د سیالۍ  او خپلو خپو  د دریدو په خاطر  لا زیات  زیار  او کوښښ ته  اړتیا لرو. لا زیات کار کولو او محنت نه  اړتیا لرو. يواځې په خبرو کولو  او مفکورو  وړانډې کولو څه نه کیږي. په هره برخه کې باید کار وکړو. ځان بساینه باید رامنځته کړو.

لکه  څرنګه چې مو مخکې ویلي وو چې  قوي او سالمه  مفکوره  او نظریه هم  ډیر مهم  رول  لري. د قوي او سالمې مفکورې او نظریې  نشتوالی  هم  کیدای شي چې مونږ غلطې لارې ته سوق کړي.

سالمه او قوي مفکوره  او نظریه  په اصل کې د هر کار لپاره  یو ښه پیل دی. هر کار بیا  تداوم  ته اړتیا لري. هر کار  او نیت  چې کیږي  هغه باید  سرته ورسو.د سرته رسولو په خاطر يي بیا  محنت او زیار ته اړتیا لرو. مبارزې ته اړتیا لرو.

نن ورځ  زمونږ  د ټولنو  تر ټولو  ستره  ستونزه  په خپلو غلطو  سترګې پټول  او د نورو  په ښیګڼو کې  د غلطیو  لټول  دي. ټول پام وو  نورو ته اوښتی دی. تل په نورو نیوکې کوو  .

که چیرې مونږ  شمع  ونه لګو  او هر څومره  په تورتم  نیوکې وکړو  رڼا  نه راځي. د همدې امله  حرکت  ته  محنت ته  ډیره زیاته اړتیا لرو.

هو دا حرکت او محنت هم  باید  د یو لارښود  له مخې  وشو. داسې ونکړو چې هندو سټړی  او خدای ناراضه.

 

 



اړوند خبرونه