د ترکیې نړۍوال لیدلوری

د تیرو خپرونو په تعقیب سره  په ننۍ خپرونه کې د لویدیځ پر وړاندې د غوره کیدونکو چلند او دریځ نه  د اعتدال په مسلې  بحث کوو.

د ترکیې نړۍوال لیدلوری

 د تیرو خپرونو په تعقیب سره  په ننۍ خپرونه کې د لویدیځ پر وړاندې د غوره کیدونکو چلند او دریځ نه  د اعتدال په مسلې  بحث کوو.

د هر څه نه مخکې باید ووایو چې د لویدیځ  پر وړاندې باید  د مغلوبیت د پیسکولوژۍ سره نه بلکې په ځان د باور  د پیسکولوژۍ سره  چلند وکړو.

د تیرو اوونیو په خپرونو کې مو  د لویدیځ پر وړاندې  په درو  چلندونو او مفکورو بحث کړی وو چې  د تسلمیت ، ردونکي او اعتدال وو.

سره ددې چې  د  تسلمیت  او  ردونکي  مفکورې د یو بل نه جلا دي او د یو بل سره  په تضاد کې ښکاري  خو  د یو بل سره  ډیرې نږدې  اړیکي  لري.

په لویدیځ کې د میشتو کډوالو او مسلمانانو ترمنځه  دواړه  خواوې  یو بل ته  مشروعیت ورکولای شي.

تسلمیت د مفکورې خاوندان چې خپل اصیل ارزښتونه  يي  د لاسه ورکړي  او په هغه ټولنو کې چې ژوند کوي  په کامله توګه  ورک شوي  دي  دوی  پخپله  د ردونکي برخې لپاره  د مشروعیت سرچینه ده. همداشان  ددې برعکس هم  کیږي. ردونکې ډلې  چې د پرمختللې او مدرنې نړۍ او ټولنې هر څه  ردوي  او په هره برخه کې  ډیر افراطیت کوي دا بیا  د تسملیت د مفکورې د خاوندانو لپاره د مشروعیت  سرچینه ګرځیدلی شي. یعنې  یو د بل سره پدې ډول  اړیکي لري. د ویلو ده چې دا دوه مفکوري  کومه فطري بڼه نلري چې د همدې امله  د انسانانو خپله خوښه ده.

دا چې پدې دواړو مفکورو کې  قوي افراطیت شتون لري  ددې مفکورې خاوندان مجبور دي د خپلو کړنو د مشروعیت په خاطر  هره ورځ  خپلو پلویانو ته  قناعت ورکړي. د همدې امله  کله نا کله  ددې دوو ډلو ترمنځه  یو نه بل  تیریدل  هم  کیږي. دا  مسله په اصل کې دیني  اړخ نلري. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د داعش ترهګرې ډلې په منځ کې  داسې کسان  شتون لري چې  شراب خوري، لمونځ نه کوي  او زر ډول  فسق او فوجور کوي. دا پخپله  ددې خبرې ښکاره  بیلګه ده.

تسلیمت او او یا د رد  د مفکورو خاوندان  دواړه پدې ټولنو کې  ژوند کوي  خو  دا چې دواړه  افراطي ډلې دي  راتلوونکی  نلري او په نابودۍ  محکومې  دي.

همداشان  دا ډلې  خپلو ټولنو  او یا نورو ته هم  د ضرر نه پرته  بل څه  نشي  ورکولی.

د ویلو ده چې  نن  په اروپا او لویدیځ کې  د کډوالو او مسلمانانو ترمنځه  نه تسملیت او نه هم  د رد  مفکورو ته  اړتیا شته.

نن ورځ په اروپا کې  د اعتدال مفکورو ته  اړتیا لرو. نن ورځ په لویدیځ کې د سید حلیم پاشا چلند  او دریځ ته  اړتیا لیدل کیږي. داسې چلند ته چې  په ځان باندې  په پوره باور  تکیله ولري.

د یادولو وړ ده چې  سید حلیم پاشا  د لومړنۍ نړۍوالې جګړې  پر مهال  د ټولو بې رحمیو، ظلمونو او قتل عامونو سره سره چې پر لویدیځ نړۍ  ډیرو سختو نیوکو  دوام  درلود  د اعتدال نه د کار اخیستو  غوښتنه کوله. هغه  پداسې یو وخت کې  حتا  ډیرو مهمو متفکرینو يي  په اړه فکر هم نشو کولی  دې مسلې ته  فکر کړی وو  او د افراطیت  بدو  پایلو وړاند وینه کړې وه.

د ویلو ده چې په ټولنو کې د تسلمیت او رد د مفکورونو  یواځنی  لامل  د نوموړو ټولنو حالاتو او شرایطو  نه سرچینه اخلي.   ددې سره سره  ډیری  وخت  کډوال د خپلو اډیالوژۍ، دین او کولتوري ارزښتونو له امله  هم  دې دوو مفکورو ته  مخه کوي.

په اصل کې  دا  هم  د دین او کولتور نه  د غلط استنباط په پایله کې  کیږي. د دین په اړه د کافي معلوماتو د نشتوالي له امله  رامنځته کیږي.

د ویلو ده که چیرې مسلې ته  د مسلمانانو له نظره وګورو  د اسلام مبارک دین  چې د حضرت آدم ع نه  د قیامت ورځ پورې  تر وروستي  انسانه  د ټولو  ستونزو  د حل  تر ټولو  ښه لار  ده. اسلام  ډیر ښه لارښود  دی. اسلام په اصل کې هیڅوخت د مخالفت  دین  ندی. اسلام  هر اړخیزه مفکوره  او امکان  دی. قوي اراده ده. اسلام د هر څه تکمیلوونکی  دی.

د ویلو ده چې  د اسلامي عقیدې له مخې  اسلام  د لا  کلمې سره  پیلیږي. نه پرته د الله نه نورې ټولې باطلې عقیدې ردوي. همداشان  په معاملاتو کې بیا  علم د مومن  مهم  ثروت  دی. د ویلو  ده چې  پيغمبر ص  یو حدیث  شریف  دی چې فرمایلي دي که علم  په چین کې وي هم  ورپسې لاړ شۍ  او حاصل يي کړۍ.

علم  هغه  شی چې  زمونږ  ژوند  مونږ  ته  اسانه کوي. مونږ ته  سمه لاره ښايي.

د ویلو ده چې  د اسلام په صدر کې  د جاهلیت په دوره کې   کفارو سره  د پیغمبر ص  اړیکې  کیدای شي زمونږ  د لارې نقشه شي.

د ویلو ده چې  په مکه مکرمه کې  د جهالت  دوره  د انسانیت او بشریت تر ټولو  خرابه  او پسته  دوره وه.

ددې ټولنې سره  د حضرت محمد ص  اړیکې  د تولو لپاره تر ټولو ښه لارښود  ګرځیدلی شي.

د یادولو وړ ده چې  پيغمبر ص  ژوند، چلند، د نورو سره برخورد او اډیالوژۍ  د هغه ټولنو لپاره چې یو اندازه  ښې وې  لارښود وګرځید.

د ویلو ده چې  پيغمبر ص  په مکه کې د جاهلیه په دوره کې د موجودې ټولنې سره  درې ډوله  اړیکې  جوړې کړې وې. د بیلګې په توګه  د هماغه  خلکو په څیر يی جامې اغوستې، ږیره يي پریښې وه  او داسې نور. یعنې  سمدلاسه يي  کوم جدي تغیرات نه وو راوستي. همداشان  د هغوې  ډیرې زیاتې  خطاګانې وې چې هغه يي  اصلاح کړې وې. او په ځینو عادتونو  او رسم او رواجونو يي  په قطعي  توګه  بندیز لګولی وو  .

د بیلګې په توګه  په جاهیله دوره کې به خلکو خپلې روڼې  ژوندۍ  خښولې  چې  پیغمبر ص  ددې خبرې  مخه ونیوله  او پدې مسلې  په قطعي توګه بندیز ولګو.

د پیغمبر ص  دا  چلند  او دریځ  په اصل کې نن ورځ  د ختیځ او لویدیځ او شمال او جنوب ترمنځه  د مدرنیت، پوست مدرنیت ، نړۍوالې کیدو او د ژوند په  هره برخه کې  تر وروستۍ  درجې مهم  لارښود دی.

د یادولو  وړ ده  که چیرې  د تسلمیت مفکورې ته  ځیر  شو  هغوې  دوره  افراط کړی دی خو خپل اصلي  هویت  او اصلیت يي هیر کړی دی. خپل اصلي ارزښتونه يي هیر کړي دي. د رد د مفکورو  خاوندانو بیا  دوره افراط کړی دی چې  حتا  دین يي بل لورې ته  بیولی دی. د بیلګې په توګه  زمونږ  ټول ځوانان يي  د داعش ترهګرې ډلې پر لورې هڅولي او هڅوي. د اسلام د دین يي  ټول متنفره کړي دي. د اسلام په نامه  هغه کارونه  ترسره کوي چې  چې حتا  د اسلام سره  د ذرې په اندازه  تړاو نلري.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  اسلام د سولې ، ورورولۍ، همغږۍ او واقعیت  دین  دی. خو  دوې  هغه  کارونه کوي چې  ددې ارزښتونو سره  په هیڅډول  کوم تړاو نلري.

د عثماني دولت د مدني حقوقو په مجله کې  یوه قاعده ذکر شوې وه چې پکې راغلي دي چې  په ټولو شیانو کې مهم  اصل  مباح  دی. یعنې  الله تبارک و تعالی خو  هر څه د انسان  د استفادې لپاره خلق کړي دي. د هر هغه شي په اړه چې د حلالوالي او حراموالي په اړه يي  غوڅ  دلیل  شتون ونلري هغه مباح  دی. یعنې کومه ګناه نلري.

همداشان  د طبعیت  په مجله کې بیا راغلي دي چې د ژوند  مهم  اساس  ازادي  ده.

د ویلو ده چې  د عثماني دولت  پر مهال  په یوه دروه کې  د جدي اصلاحاتو او تنظیماتو په اړه جدي ګامونه اوچت شول. ځینو برخو  د نوموړو اصلاحاتو پر خلاف  ډیر سخت غبرګون وښود. دا غبرګونونه  یواځې  په هغه وخت کې نه وو، نن هم  د اصلاحاتو پر وړاندې  ځینې برخې جدي غبرګونونه ښايي. دا برخې  غوااړي چې هر څه په یو شان وي. په هیڅ شي کې تغیرات او اصلاحات رانشي. حال دادی چې  نړۍ  ، انسانان، هیوادونه، علم  او هر څه د تغیر په حال کې دي. نړۍ هغه پخوانۍ نړۍ نده. نړۍ نن ورځ په یو کوچني کلي  بدله شوې ده . علم  ډیر زیات پرمختګ کړی دی. همداشان  مسلمانانو تر ننه پورې  د لویدیځ پر وړاندې  کوم مهم  دریځ  خپل کړی ندی. د هغوې لپاره يي بدیل  ندی پیدا کړی.

تل  د هغوې نه وروسته پاتې یو  او  د هغوی په لاسته راوړنو  افتخار کوو. ددې حالاتو نه د وتو په خاطر  نه باید  ځانونه  تسلیم کړو او نه باید  هر څه له یوه لبه  رد کړو. پخپل ځان  باید  د باور کچه لوړه کړو. په خپلو خپو ودریږو. د سلیم عقل نه کار واخلو.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  اسلام مبارک دین  د خنډونو او مشکلاتو نه بلکې د اسانتیاوو  او هوساینې  دین  دی.

په پای کې باید ووایو چې  د لویدیځ پر وړاندې په دریځ غوره کولو کې  باید  د مغلوبیت  او تسلمیت  د مفکورې نه  نه بلکې  په خپل ځان د پوره باور  د مفکورې نه کار واخلو.

که چیرې د ترکانو تاریخ ته وګورو نو د خراسان نه پيل تر اناتولیا  او د هغه ځای نه  تر لویدیځه پورې  د حرکت د فتوحاتو اصلي سرچینه په خپل ځان پوره باور  دی.  دا کولتور  پرته ددې چې نورو کولتورنو ته سپکاوی وکړو  هغه ته مو د خپل کولتور د بډاینې په سترګه کتلي دي چې په پای کې  په پایله کې پداې اندازه  بډایه شوی دی.

په اصل کې د هرې ستونزې حل لاره  په کومه اندازه چې مونږ  ورته  د یو ستر مشکل په سترګه ګورو پدې اندازه  مشکل  ندی. د مولانا جلال الدین رومی  په شان  باید  یو ګام  ډیر ثابت  کیږدو او د بل ګام سره بیا  ټوله نړۍ وګورو  .مونږ هم  باید  یو ګام  ډير ثابت  کیږدو او د بل ګام  سره  د نړۍ نورو کولتورونو  ته  د خپل کولتوری د بډاینې په سترګه وګرو. خپلو ارزښتونو ته باید ډیر زیات  احترام قایل شو. خپل هویت باید  هیڅوخت هیر نکړو.

د ترکیې د یلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې مشر پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړې وې .

    



اړوند خبرونه