د ګټلو پر مهال الماني  او د بایلولو پر مهال بیا ترک  شوم.

د ورځې د اجندا تحلیل

1031515
د ګټلو پر مهال الماني  او  د بایلولو پر مهال بیا ترک  شوم.

 

په اروپا کې  افراطیت او اسلام فوبیا  کچه د هرې ورځې په تیریدو مخ په لوړیدو ده. د اروپايي ټولنې د مهمو عنصرونو  او هیوادونو نه په جرمني کې  د تیرو مودو په څیر  یو ځل بیا  افراطي او توکم پاله  ډلې  قدرت ته  راغلي  او د پخوا په څیر  چلند  کوي.

پدې هیواد کې  ددې خبرې  وروستي  نمونه د نامتو فوټبالر مسعود اوزیل سره  چلند  دی. د ویلو ده چې په خټه ترک مسعود اوزیل چې د کلونو کلونو راهیسې  د جرمني د فوټبال په ملي لوبډله کې  لوبه کوله  او دې هیواد ته  ډیر زیات  افتخارات  په برخه کړي دي  د هغه سره د شوي تبعیض  او بد چلند له امله  د جرمني د فوټبال د ملي لوبډلې نه جلا شو.

د ترکیې د سیاست، اقتصا او ټولنیزو څیړونو د ټولنې  لیکوال او څیړونکي  جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د ویلو ده چې  مسعود اوزیل  په انګلستان کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  سره  د لیدنې او د هغه سره  د عسکونو اخیستو له امله  د جرمني د رسنیو نه نیولې تر سیاستواله  او عادي خلکو پورې  د ټولو لخوا پرې  ډیر سخت  فشارونه  راوستول شول. همداشان اوزیل پداسې یو مهم  وخت کې چې د فشارونو لاندې راوستل شو چې  د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د پیلیدو په درشل کې وې.

مسعود اوزیل  د ۲۰۱۰ کال راهیسې  تل د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنې کوي او د هغه سره  عکسونه اخلي. خو دا ځل  په هغه  ډیرې  سختې نیوکې وشوې  او افراطي  بریدونه پرې وشو.

مسعود اوزیل ته  د جرمني د ملي لوبډلې د پلویانو نه نیولې تر سیاستوالو او حتا خبري رسنیو لخوا  ډیر زیات سپکاوی وشو  او وګواښل شو. هغه  تل  ددې بې حرمتیو، سپکاوي  او نیوکو په مقابل کې  خپل متانت  وساته  خو بالاخره  نوره د صبر کاسه  ډکه شوه. د جرمني د فوټبال فدراسیون  مشر  د مسعود اوزیل نه د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  د اخیستو عسکونو له امله  د بښنې غوښتو غوښتنه وکړه چې هغه رد کړه.

همداشان  د جرمني ملي لوبډلې  د فوټبال په ملي جام کې د ماتې سره د مخامخ کیدو نه وروسته  ټولو  ددې ماتې پړه  په مسعود اوزیل واچوله. حتا د جرمني د فوټبال د فدراسیون ریس  وویل چې  ددې ماتې یواځی مسئول  اوزیل  دی. مسعود اوزیل  د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  د عسکونو د اخیستو  او د ټولنیزې مډیا لارې خپرولو نه مخکې  د عمرې حج مراسمو په خاطر سعودي عربستان ته تللی وو.

هغه  د عمرې حج پر مهال د خپل اخیستو عسکونو  د خپرولو سره  د افراطيیانو پرې ډیرې سختې نیوکې وکړې.

مسعود اوزیل  بالاخره  خپل چپتیا ماته کړه او په ټولنیزې مډیا له لارې  په جرمني کې   ددې رسوايي  ، تبعیض، بد چلند، توکم پالۍ او اسلام فوبیا په اړه  یو بیان خپور کړ. هغه  ددې بیان سره په جرمني کې د روان اسلام فوبیا ، توکم پالۍ او تبعیض نه  پرده  اوچته کړه  او هر څه يي په ډاګه کړل. هغه  د ګټلو پر مهال  الماني  وم  خو د بایلو پر مهال بیا ترک شوم  تر عنوان لاندې  را بیان  خپور کړ. مسعود اوزیل  ددې بیان په خپرولو سره  په جرمني کې  د هغه پر وړاندې  د شوي چلند او بې حرمتۍ په غبرګون کې د جرمني د فوټبال د ملي لوبډلې نه  د جلا کیدو پریکړه اعلان کړه.

هغه  په خپور کړي بیان کې په ځانګړې توګه د جرمني د فوټبال په فدراسیون  ډیرې سختې نیوکې وکړې چې په فوټبال کې د محمد علي لقب ترلاسه کړ.

هغه په اصل کې  په جرمني کې د میشتو  ټولو ترکانو  او مسلمانانو  غږ اوچت کړ.

هغه په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د زړه یوه برخه يي د ترکیې او بله برخه يي د جرمني لپاره  ټپیږي.

هغه ویلي دي په کومه اندازه  چې د هغه لپاره  ترکیه  اهمیت لري په همدې اندازه  جرمني هم  اهمیت لري.

هغه  په ډیره  ښکاره توګه  وویل چې  پدې ښه پوهیږي  چې ددې ټولو  خبرو سبب  د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  لیدنه او د هغه سره د عکسونو اخیستل دي. هغه ددې جسارت  سره په اصل کې  په جرمني کې د میشتو ترکانو د فکرونو  او حسونو ترجماني وکړه.

د همدې امله  په جرمني کې میشتو ترکانو  په ځانګړې توګه په ټولنیزه مډیا کې  د قهرمان په توګه اعلان کړ. ټولو ورته  مبارکي ووایله.

مسعود اوزیل چې پدې بیان کې په کومه اندازه  په جرمني کې د میشتو ترکانو  او مسلمانانو  د احساساتو  ترجماني کړې ده په همدې اندازه يي د نوموړي هیواد په پارلمان کې د ترک تباره  او مسلمانو وکیلانو بې کفایتي  او بې غوري  هم  په ډاګه کړې ده .

د ویلو ده چې د جرمني په پارلمان کې  ترک تباره وکیلان  او یا په سیاسي ګوندونو کې  فعاله ترک تباره سیاسي څیرې  په نوموړي هیواد کې د میشتو ترکانو استازیتوب کولای نشي. د هغوې په درد او غم کې ځان شریک نه بولي. د هغوې په درد  نه دوا کیږي چې دا په اصل کې  هم  د جرمني  او هم  د میشو ترکانو لپاره  تر ټولو ستر ستونزه ده.

په جرمني کې  د یو پلو نه  د اسلام فوبیا  کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو  ده  او د بله پلوه  بیا  هیڅداسې څوک نشته چې په پارلمان کې ددوې استازیتوب وکړي. ددوې د ستونزو او مشکلاتو نه یادونه وکړي او د حل لار ورته ولټوي.

دې حالاتو ته په کتو سره  ترکیې ته پکار دي او مجبوره ده چې د ترکانو او مسلمانانو د حق او حقوقو نه د دفاع په خاطر په جرمني کې لا فعاله رول ولوبوي. په جرمني کې لا فعاله  سیاست  غوره کړي.

د ویلو ده چې د ترکیې لخوا په جرمني کې د خپل موجودیت  ښودل  په اصل کې په نوموړي هیواد کې میشتو ترکانو ته  جسارت ورکوي. د مسعود اوزیل په څیر قهرمانان  پيدا کوي تر څو  د ترکانو او مسلمانانو د حقونو لپاره مبارزه وکړي. د هغوې خطاګانې يي پر مخ  د سپیړې په څیر  ووهي.

همداشان  د ترکیې لخوا په جرمني کې د لا فعاله سیاست  نه عملي کولو په صورت کې به  په نوموړي هیواد کې میشت ترکان  او مسلمانان  د افراطي ، توکم پاله او اسلام فوبیک ډلو سره  لاس او ګریوان شي.



اړوند خبرونه