هدف  هیواد  ایران :

هدف  هیواد  ایران :

هدف  هیواد  ایران :

هدف  هیواد  ایران :

امریکا متحده ایالتونو په ایران د محمود احمدي نژاد  پ دوره کې  هم  د اټومي  پروګرام  له کبله  اقتصادي بندیزونه لګولي وو چې ددې هیواد  اقتصاد ته  ستر زیان اړولی وو.

همداشان  د ۲۰۱۳ کال په ټولټاکنو کې  منځلاری  حسن روحاني  د ولسمشر په توګه وټاکل شو  چې  د روحاني ټاکنې په ایران کې  هیلې راژوندۍ کړې وې.

ایران حسن روحاني واک ته د رسیدو نه وروسته  د لویدیځې نړۍ سره  د اټومي پروګرام په اړه  په مذاکراتو پیل وکړ. ایران چې د احمدي نژاد په دوره کې  د اټومي پروګرام  څار او ته اجازه نه ورکوله  د روحاني په دوره کې  د پروګرام  محدودولو  او څار ته غاړه کیښوده. ایران پدې اړه  د پنځه جمع  یو د ډلې نه چې د امریکا،چین، روسیې، فرانسې ، انګلستان او جرمني نه جوړه وه د اټومي پروګرام په اړه  تړون لاسلیک کړ. ددې تړون له مخې  ایران خپل اټومي پروګرام  محدود کړ  او د خپلو اټومي بټۍ ګانو دروازې  د نړۍوالو څارونکو پر مخ پرانیستې. ددې په بدل کې په ایران لګول شوي  بندیزونه سپک کړی شول.

دا تړون چې  د ملګروملتونو سازمان په حضور کې  لاسلیک  شو  د ایران خلکو لپاره  د نوو هیلو او امیدونو  سرچینه وګرځید. سره ددې چې دې تړون د ایران  اقتصاد  د لنډې مودې لپاره په خپو  ودرو  خو  په امریکا کې ټرمپ  د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو سره سم  د امریکا له لوري پر ایران فشارونه پيل شول. ټرمپ چې د پيل راهیسې ددې تړون سره  سخت مخالف وو  د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته يي وویل چې د تړون نه به جلا شي. ټرمپ  بالاخره  د  ۲۰۱۸ کال د مې د میاشتې په ۸ تمه نیټه امریکا  ددې تړون نه جلا شو.

د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو د ټولنې څیړونې او لیکوال  جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته راګرځوم.

د ویلو ده چې  د کومې ورځې نه  چې  امریکا  د ایران د اټومي  تړون نه د وتو خبره  را یاده کړې وه  د ایران په اقتصاد  تورې وریځې راخورې شوې. سره ددې چې د ایران  حکومت  د ډالر پر وړاندې د خپل پولي واحد  د نرخ د ثابت ساتلو په خاطر  یو ډالر ۴۲ زره ریاله چې  ۴۲۰۰ تومنه کیږي  ټاکلی وو  خو  په ازاد بازار کې  بیا  یو ډالر  لس زره تومانه  یا  سل زره ریالو  اوښتی  دی.

دا چې  امریکا پر ایران  د بندیزونو د پيلولو نه مخکې نوموړې مسلې   د  ایران پر اقتصاد پدې اندازه  منفي اغیزې کړې  د بندیزونو د لګولو نه وروسته يي اټکل  ګرانه خبره نده.

د یادولو وړ ده چې په ایران د امریکا متحده  ایالتونو  پدې بندیزونو کې  البته چې ډیرې زیات اهداف  نعښتي دي. خو تر ټولو  مهم  د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ غواړي چې  ددې بندیزونو سره  په ایران کې د رژیم د بدلون نه زیات  په منځني ختیځ کې د نوموړي هیواد  د نفوذ چې د هرې ورځې په تیریدو سره  لا د زیاتیدو  او خپریدو په حال کې وو  مخنیوی  وکړي.

امریکا  غواړي چې پدې ډول  په سیمه کې  د ایران د نیابتي  جګړې  او د هغه په استازیتوب  په جګړه کوونکو جنګیالیو  مالي سرچینې  وچې کړي.

همداشان  امریکا  پر ایران  د لګولو  نوو  بندیزونو سره  په ډالرو، سرو زور  او نورو قیمتي  کاڼو  ددې هیواد د تجارت  مخه ونیوله. همداشان  پر ایران د لګول شوو  لومړنیو بندیزونو  په چوکاټ کې پر ایران  الوتکې او د الوتکو د پرزه جاتو پلورل  هم  منع شول. سربیره  پر دې ددې هیواد د موټر جوړولو په سکتور هم  بندیزونه لګول شوي دي.

د امریکا لخوا پر ایران  د بندیزونو د لګولو د اعلان نه  څو ساعته وروسته  د دایم لر په نامه  شرکت  چې په سیمه کې د مارسدیس بنز د شرکت  استازی  دی  په ایران کې خپل ټول فعالیتونه  ودرول. دې شرکت غوښتل چې په ایران کې لا زیاته پانګه اچونه وکړي  او د خپل کار ساحه  لا پسې پراخه کړي خو د امریکا  د ولسمشر ټرمپ  د تهدیدونو له امله  فعالیت درولو ته  اړ شو.

د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ  پر ایران د بندیزونو د پيلولو نه څو ساعته وروسته د ټویټر له لارې د یو پيغام  په خپرولو سره  پانګه وال  د ایران سره  د اړیکو د پری کولو په خاطر  رسمآ  تهدید کړل.

هغه وویل هر هغه شرکت  چې وغواړي د ایران سره  همکاریو  او تجارت ته دوام وکړي د هغه پر مخ د امریکا  دروازې تړل کیږي. هغه بیا په امریکا کې تجارت نشي کولای.

خو د امریکا  متحده ایالتونو  ددې تهدیدونو سره سره اروپايي ټولنې غړي هیوادونه  پر ایران د لګولو بندیزونو سره  سخت مخالفت وښود.

د بیلګې په توګه  د جرمني د بهرنیو چارو وزارت  هغه  اروپايي شرکتونو سره  چې په ایران کې فعالیت کوي  د مرستې او ملاتړ ژمنه وکړه.

سره ددې چې  اروپا وايي  چې  دوې د ایران سره  د تجارت  نه  کومه ګټه  نه ترلاسه کوي  ددوې یواځنی  هدف  د ایران  خلک  دي خو داسې نده. اروپا غواړي چې د ایران نه د ګازو او تیلو د ترلاسه کولو سره  د روسیې په مقابل کې  یو بدیل  بازار جوړ کړي. روسیې ته  پدې ډول  ضربه ورکړي.

د ویلو ده چې  د امریکا لخوا  د ایران د اټومي تړون نه وتلو  د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځه  ځینې  اختلاف د نظرونو  پيدا کړی دی.

د دې اختلاف د نظر ته په کتو سره  داسې  ښکاري چې  امریکا په خپلو بهرنیو سیاستونو کې هم  ژور بدلون راوستی وي.

امریکا د یو پلو نه  د یو امریکايي راحب  چې په ترهګرۍ تورن  دی  له امله  د ترکیه په تحریمونو  وګواښله  او د بله پلوه يي  پر  روسیې  نوي  بندیزونه  وضع کړل.

سربیره پر دې  د چین سره  تجاري جګړه پیل کړې ده .

همداشان  د فلسطین په مسله کې  د ملګروملتونو سازمان په ګډون ټولې نړۍ ته  میدان وډبو  او د ټولې نړۍ د غوښتنو پر خلاف يي خپل سفارت  بیت المقدس ته انتقال کړ. سره ددې چې  د امریکا  د ولسمشر  تهدیدونو او بندیزونو  داسې ښکاري چې  ددې هیواد په سیاست او اقتصاد يي  مثبتې اغیزې پیل کړي دي خو دا  خبره به ډیر زیات  دوام نکړي.

دا خبره  بیا  د اوږد مهاله  لپاره  د امریکا  لپاره  ډیر ستر ضرر کوي. د امریکا دا تهدیدونه  او هر خوا سره  د جګړې پیلول  به  دا هیواد  په راتلوونکې کې  په نړۍ کې  انزوا  پر لورې  کش کړي. په نړۍ کې به يي  یواځې  پریږدي.

ځکه چې  امریکا  په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره  د کاناډا  او اروپايي ټولنې په څیر  د خپلو ډیرو نږدې متفقانو  او ملګرو سره هم  اړیکې خړې کړي دي.

    



اړوند خبرونه