د ترکیې ملي دفاعي پروژې

د ترکیې ملي دفاعي پروژې

د ترکیې ملي دفاعي پروژې

د ترکیې ملي دفاعي پروژې 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیه  د لسګونو کلونو راهیسې  د ترهګرۍ پر وړاندې  جدي مبارزه کوي. البته چې  پدې مبارزه کې  وسلو، مهماتو او  پرمختللې تکنالوژۍ  ته اړتیا لري. ترکیې چې  د تیرو څو کلونو مخکې پورې  د وسلو ، مهماتو او پرمختللې تکنالوژۍ په برخه کې خپله ډیری  اړتیا د بهر نه پوره کوله خو نن  ورځ يي  په خپله په هیواد کې تولیدوي. ترکیې پدې وروستیو کلونو کې  خپل ټول پام  دفاعي صنایعو ودې ته  اړولی دی.

د ویلو ده چې ترکیې  د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په خاطر  د امریکا نه د  یو ډول  مخصوص  ډرون الوتکو چې د انتحاري عملیاتو  ځانګړتیا لري  د پیریدو  غوښتنه وکړه خو  امریکا  د ترکیې غوښتنه رد کړه.

دادې ترکیې  نن ورځ  لومړنۍ  کامي کازي ډرون یا بې پیلوټه الوتکې، الپاګو او کاراګو ډرون  الوتکې  او څار په موخه د توګان په نامه  پرمختللې  بې پیلوټه الوتکې تولید  او په استفادې پیل کړی دی.

د ترک حرب د صنفي اتحادیې د روزنې د چارو مدیر تارکان زنګین  د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام  ورته راګرځوم.

ترکیې پدې وروستیو کلونو کې  د دفاعي صنایعو په برخه کې د ودې او پرمختګ سره د ټولې نړۍ توجه  ځانته رااړولې ده . ډرون یا بې پیلوټه الوتکې چې  د سینما د سکتور لپاره د هوا  نه   فلمبردارۍ په خاطر  کارول کیدې  نن ورځ  په یو زیات شمیر برخو کې کارول کیږي.

نن  ورځ  ډرون یا بې پیلوټه الوتکې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ډیر مهم  ځای او موقف نه برښمندې دي. ترکیه نن ورځ  هر ډول  وسله دارې او بې وسلې  بې پیلوټه الوتکې تولیدوي.

ترکیې د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې په خاطر  د امریکا نه  د انتحاري عملیاتو د ظرفیت لرونکو ډرون الوتکو د رانیولو غوښتنه وکړه خو امریکا يي غوښتنه رد کړه.

ترکیه چې  د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې د امریکا تر ټولو نږدې  متفق هیواد دی  ددې سره سره  امریکا  په ترکیې ددې الوتکو د پلورولو نه ډډه وکړه. د امریکا دا اقدام  د ترکیې په ګټه تمام  شو  او ترکیې  پخپله  دې الوتکو جوړولو او تولید ته نسټوني بډوهل.

نن ورځ  ترکیې  د انتحار عملیاتو د ظرفیت لرونکو بې پیلوټه الوتکو  په رسمي تولیداتو پیل کړی دی.

ددې سره سم  یو زیات شمیر هیوادونو د ترکیې نه ددې الوتکو د رانیولو په خاطر  وړاندیزونه کړي دي. نن ورځ ترکیه  په نړۍ کې  د هغه دریو هیوادونو نه  یو  دی چې  دا ډول  الوتکې  تولیدوي.

ترکیې  د بې پیلوټه الوتکو  د ټکنالوژۍ په برخه کې ډیر زیات پرمختګ کړی دی. ترکیه نن ورځ  پدې برخه کې  په نړۍ کې د ګوتو په شمیر د هیوادونو نه  یو دی. ترکیې  دا کامي کازي په وسلو سمبال  الوتکو د تولید سره  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې نوې پاڼه پرانیسته. د ویلو ده چې  دا الوتکې د هوايي عسکرو په نامه هم یادیږي. د ترکیې وسله وال  ځواکونه نن ورځ ددې الوتکو نه په ډیره فعاله توګه استفاده کوي.

ترکیې  په رسمي ډول ددې الوتکو په تولید پیل کړی دی.

ترکیې  د دې سربیره  د الپاګو او کارګو په نامه  دوه ډوله نورې  بې پیلوته الوتکې هم  جوړې او تولید کړي دي.

دا الوتکې  د ترکیې د ملي دفاع وزارت او دفاعي صنایعو د ریاست  په ګډۍ همکارۍ سره  تولید شوي دي.

ترکیې  لومړنۍ  کامي کازي  په نامه  د انتحاري عملیاتو ظرفیت لرونکې ډرون الوتکې  د ۲۰۱۷ کال د نوامبر په میاشت کې  ځانګړو ځواکونو قومندانۍ  او سمندري ځواکونو قومندانۍ ته  وسپارلې.

د ترکیې ځانګړو ځواکونو قومندانۍ  ددې الوتکو نه  د سوریې  په  عفرین کې د  ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د زیتون څانګې په نامه د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې  کار واخیست  .

دا الوتکه  په عفرین کې د یوې ډلې ترهګرو  چې  غوښتل يی وتښتي د خپو نه د غورځولو په خاطر  وکارول شوه. الوتکه  ترهګرې ډلې ته  د نږدې کیدو سره  سم  وچاوده  او ټول ترهګر یي له منځه  یوړل.

د ترکیې ځانګړو ځواکونو ددې ډرون الوتکو په واسطه  په پنځه کیلومترۍ کې  ترهګر له منځه وړل.

همداشان  دا الوتکې  د عفرین سربیره د عراق په شمال کې د قندیل په غرونو کې هم  د ترهګرو  لپاره  په یو ډیر لوی سرخوږي  بدلې شوي دي. په قندیل کې هم  په ترهګرو خوب  حرام  کړی دی.

ترکیې  د ملي ډرون  الوتکو د پروژو په چوکاټ کې  د الپاګو په نامه  د ډرون الوتکو د تولید سره  د وسله وال پوځ  طاقت  او ظرفیت  لا پسې لوړ کړی دی.

ځکه چې  ډرون الوتکې نن ورځ  په جګړه  او د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې تر ټولو نه  په مهمو  وسلو  او جنګي  الو  بدلې شوي دي.

الپاګو  په یواځې ځان  په دښمن برید کوونکي  اتل ته وايي. دا ډرون الوتکه چې په یواځې ځان  د یو تن  سرتیري لخوا د انتقال  په ظرفیت  جوړې شوي دي  د دښمن د تثبت نه وروسته  ګوزاریږي  او دښمن  له منځه وړي.

ددې ډرون الوتکو ځینې ځانګړتیاووې په لاندې ډول دي.

کشف، څار  او کوچني  تهدیدونه  په څو شیبو کې له منځه وړل. دا الوتکې  د پرمختللې تکنالوژۍ او قوي  کمرو  په ذربعه  ثابت  او د حرکت  په حال کې  هدفونه  په ډیره  قوي توګه کشف ، فلمبرداري  او حتا له منځه  وړي.

دا الوتکې  په ډیرو زیاتو برخو کې  کارول کیږي.

ترکیې د دفاعي صنایعو لخوا جوړه شوې بله پیلوته الوتکه  بیا د کارګو په نامه  الوتکه ده.

دا الوتکې  چې  څرخیدونکې وزرې لري  د انتحاري عملیاتو په برخه کې  ډیرې اغیزمندې  دي. دا الوتکې  د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه کارکوونکې  د څرخیدونکو وزرو خاوندې  دي. دا الوتکې  په ورځنیو او شپنیو عملیاتو کې  ډیر مهم  رول  لوبوي. دا  الوتکې  د مختلفو مهماتو د انتقال سره  د حرکت په حال کې د هدف  د لمنځه  وړو په برخه کې ډیرې اغیزمندې  دي. دا الوتکې د دښمن لخوا د نیول کیدو پر مهال په اوتوماتیکه توګه  خپل ځان له منځه وړي.

د توګان  بې پیلوټه الوتکه:

ددې الوتکې نوم  ډول مرغۍ نه اخیستل شوی دی. دا الوتکه  چې په ډیرو قوي کمرو سمباله ده  د خپلو وزروسره په هوا کې د دایرو د رسمولو ظرفیت لري.

دا الوتکې په اصل کې  د عمومي  کشف  او څار  په خاطر  طرحه او ډیزاین شوي دي.

دا الوتکه هم  د یو کس لخوا د انتقال په ظرفیت جوړه شوې ده. دا الوتکه هم  د لرې سیمې نه  د ریموټ کنټرول په واسطه کار کوي.

دا ډرون الوتکې بیا  د ترهګرو  د تیښتې پلان  شنډوي. د هغوې هر ګام  تعقیبوي  . که چیرې ترهګر په ډیرو کوچنیو  سوړو  هم  ننوځي  په سوړو کې  له منځه وړي. هغوی ته د تښتې چانس  نه ورکوي. دا الوتکې د یوې دقیقې په څیر  په کمه موده کې حرکت ته  چمتو کیږي. دا الوتکې  د انتي پرسونل  مهماتو  د انتقال  او د ترهګرو په سر د اسماني غرګي په څیر  د غورځیدو  توان لري.

دا الوتکې په في ساعت کې  د ۱۲۰ او ۱۴۰ کیلو مترو په واټن د سرعت  ظرفیت لري.

دا الوتکې د خپلو مهماتو او چاودنې پر مهال  په شل مترۍ کې  ټول هدفونه له منځه وړي. دې الوتکو د هیواد دننه او بهر د ترهګرو  خوب تښتولی دی.



اړوند خبرونه