اوانجلیزم یا بشریت د فلاکت پر لورې راکاږل.

پدې وروستیو  کې  د ترکېې په سیاست  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د پاتو منفي اغیزو  له امله د دین او دولت په اړیکو  تاوده  بحثونه کوو.

اوانجلیزم یا بشریت د فلاکت پر لورې راکاږل.

 

ډیری  وخت مونږ  داسې ګمان کولو  چې دا مسله  یواځې زمونږ په هیوادونو کې  شتون لري. خو د امریکا متحده ایالتونو لخوا د یو امریکايي راحب له امله په ترکیې د بندیزونو لګولو  دا خبره  ثابته کړه چې نه دا مسله  یواځې زمونږ په هیوادونو کې نه بلکې په نورو کې هم  شتون لري.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ترکیې خلکو د امریکايي  راحب په اړه چې د لسګونو کلونو راهیسې  په ترکیه کې  مغرضانه او د مسیحیت د دین  د نشرولو فعالیتونه ترسره کول  معلومات هم  نه درلود  تر څو چې د جولای د ۱۵ مې  د ناکامې کودتا  په اړه  په تحقیقاتو  کې  راز افشا شو.

امریکا متحده ایالتونو په ترکیې  د امریکايي   راحب  چې په ترکیه کې  د پ ک ک او فتح الله ګولن ترهګرو سازمانونو سره  د مرستې او ملاتړ په تور زنداني  دی  د بعضو تحریمونو لګولو پریکړه وکړه. دې مسلې  په امریکا کې  د دین او دولت ترمنځه په اړیکو د بحث کولو لپاره  زمینه برابره کړه.

سره ددې چې  امریکا  وايي چې دا تحریمونه يي  د دیني ازادیو له کبله  لګولي  خو بیا هم دا مسله  په امریکا کې د دین او دولت اړیکو ته اشاره کوي.

د تعاملاتو له مخې  د یو هیواد لخوا د یو داسې شخص  په خاطر چې د ترهګرۍ نه په ملاتړ تورن  وي  په بل هیواد داسې سختې نیوکې چې حتا په ملي حاکمیت يي ورته سترګې پټوي  ددې خبرې بیان په بل شکل سره د امکان وړ ندی.

د ویلو ده چې په یو هیواد کې د دین او دولت ترمنځه  په ښو  اړیکو  هیڅوک د نیوکو حق  نلري. برعکس  دا مسله د دیني ازادیو له پلوه  یو ډیر مثبت  ګام  دی.

لکه څرنګه چې پوهیږي  امریکا  په اصل کې  د اروپا  د ګیوتین او انسان وژنې د ماشینونو  او دیني تعصب نه  د تښتیدونکو لخوا کشف  او جوړ شوی  هیواد  دی چې د همدې امله  دا هیواد  تر نږدې کلونو پورې  د دیني ازادیو تر ټولو مهم هیواد وو. پدې هیواد کې د دیني ازادیو کچه د نورو په پرتله  ډیره  ښه وه.

همداشان  لکه څرنګه چې  د دین او دولت  په ښو اړیکو  نیوکه کولای نشو هم  یو دولت  چې  دین پکې حاکم  وي  او دیني  دولت  وي په هغه هم  نیوکې کولای نشو.

هغه  دیني  دولتونه چې  نورو ته  ستونزې نه تشکیلوي، ټولو  دینونونو ته  په درنه سترګه ګوري  او  نورو دینونو  او مذهبونو لارویانو نه د هیواد د غنا په توګه یادونه کوي هیڅوک  پرې  د نیوکو حق نلري. هغه  دیني دولت  چې د نورو ازادیو ته  احترام کوي او بشري حقونو ته درناوی  ولري  د نیوکې  اړخ نلري.

حتا  پداسې  دیني دولتونو کې  امپریالیزم  مفکورې  او  یا  هلې ځلې د ناکامۍ سره  مخامخیږي.

د ویلو ده چې عثماني دولت  چې دیني  دولت  وو  ددې خبرې  ښکاره او ژوندی  مثال  دی.

همداشان  که چیرې  د دولت او دین ترمنځه ښې اړیکې شتون ونلري  ډیری  وخت  دولتونه  د دینونو نه  د خپلو امپریالستو موخو د عملي کولو په خاطر  د یوې الې په توګه کار اخلي.

دین چې د دولت نه  د خپلو شومو  موخو  او امپریالستو  منافعو په توګه  کار اخلي باید پرې نیوکه وشي. مخالفت ورسره وشي.

د ویلو ده چې په نړۍ کې د دین او دولت ترمنځه  تر ټولو  د غلطو  او ناسمو اړیکو  په برخه کې د  اسراییلو د دولت نه یادونه کولی شو. د اسراییلو دولت  د صهیونیزم یهودیت پر بڼسټ جوړ شوی دی.

د اسراییلو  دولت  د پیړیو پیړیو راهیسې  مسیحیان، مسلمانان او یهودان  چې   څنګ په څنګ  او په ډیره  سوله ایزه فضا کې  سره ژوند کولو  د یو بل دښمنان کړي دي. ګډ او سوله ایز ژوند يي په ټولو حرام کړی دی.

نن  ورځ  مسلمان د مسیحي او یهودي سره  په ګده ژوند کولو ته اجازه نه ورکوي.

که چیرې  بیرته  امریکا ته  راوګرځو ، د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس  چې  د یو ترهګر راحب  په خاطر  په ترکیې  د تحریمونو لګولو  پریکړه کړې  هغه پخپله په امریکا کې د اوانجلیزم  د طریقت او یا  ډلې   فعاله  غړی  دی.

دا  ډله  د مسیحي صهیونیستانو په نامه هم  یادیږي. د یادولو وړ ده  چې د امریکا په ټولنه کې د سیاست نه نیولې تر بیوروکراتیک نظامه پورې په هره برخه کې  اوانجیلیستان ډیر زیات  فعاله دي. د ویلو ده چې په امریکا کې  ۹۰ میلیونه اوانجلیستیان  شتون لري چې  پخوانی  ولسمشر ریګن  او پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش هم  ددوی د جمع نه  دی.

نو که چیرې په ترکیه کې د امریکايي راحب مسلې ته  دقت وکړو دا مسله په اصل کې د امریکا او ترکیې ترمنځه نه بلکې د اوانجلیزم  د مسلې نه سرچینه اخلي.

شاید  دلته  د ټولو سره  دا پوښتنه پیدا شوي وي چې اوانجلیزم  څه شی دی؟ دا څه ډول  مفکوره  او لاره  ده؟

د هر  څه نه مخکې باید ووایم  چې  اوانجلیزم  د اورتادوکس یا کاتولیکو مسیحیانو نه  بلکې  د پروتستان  مسیحیانو په منځ کې  یوه ځانګړې مذهبي  ډله  یا طریقت  دی.

ویل کیږي  دا ډله  په ۱۹ مه پیړۍ کې  رامنځته شوې ده . د اوانجلیزم  د کلمې معنا

د مقدس کتاب  پر لورې تګ ته وايي. ددې خبرې نه موخه  یواځې مسیحیان نه بلکې یهودان هم  دي.

دا ډله  ادعا کوي چې  د نړۍ په پای کې به   د مسیحیت  دین په ټوله نړۍ کې حاکم شي  او وروسته به بیا  قیامت رامنځته شي. دوی وايي چې  کیدای شي چې مسله  د ټاکل شوي  وخت نه  ډیر وخت  دربر ونیسي.

دوې  وايی چې د همدې له امله  باید  دا بهیر ګړندی کړو. نړۍ ته  لا په چټکه توګه  د مسیحیت  دین  خپور کړو.

دا ډله مسیحیان  د نورو  مسیحیانو نه ډیر زیات  توپیر لري. د ښکاره توپیرونو نه يي یو هم  د یهودانو نه ملاتړ  دی. دوی  وايي چې  یهودانو سره چې د کومې مځکې  ژمنه شوې ده  هغوې ته ددې حق  د ورکولو  په برخه کې باید ورسره  مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده چې  په تیرو اوونیو کې د ترکیې غږ راډیو  د ترکي څانګې یو پروګرام کې میلمه  ډاکټر اوزجان  ګونګور  دې مسلې ته اشاره وکړه. هغه وویل چې  اوانجلستیان  پدې  فکر کې دي چې  په نړۍ کې د اوانجلیزم  د حاکمولو په خاطر  باید  په ۷ پړاونو کې  کار وشي. دا بحیر باید  ګړندی کړی شي.

په لومړني پړاو کې به یهودان  فلسطیني  خاورو ته  راوګرځول شي  او دا خاوره به هغوې ته  ورکړل شي چې دا  دا پړاو  تر ډیره  حده  عملي شوی دی. دویم  پړاو  د اسراییلو  د لوی دولت  جوړول دي. داسې یو دولت  چې د ترکیې د خاورې نه هم  یوه برخه  پکې  ګډه وي.

که چیرې  په منځني ختيځ کې د امریکا لخوا پرته د قید او شرطه  د اسراییلو ملاتړ، د اسراییلو  په مسله کې  د ټولې نړۍ سره ډغرې وهلو او بیت المقدس ته د خپل سفارت د انتقال مسلې ته  ځیر  شو  دا ټول  ددې  ښکارندويي کوي چې  د امریکا په سیاست کې  اوانجلیزم  ډیر زیاته فعاله  او تر اغیزو لاندې  نیولی دی.

دریم  پړاو بیا  د انجیل  پيغام  ټولې نړۍ ته  رسول  دي. داسې ښکاري چې  امریکايي  راحب  برونسون  د کلونو کلونو راهیسې  ددې هدف په خاطر په ترکیه کې کار کوي. کیدای شي چې د همدې هدف په خاطر  ترکیې ته راغلی وي. د ویلو ده چې  دا  ډله  یواځې په ترکیه کې نه بلکې په ډیری اسلامي هیوادونو او په ځانګړې توګه په افریقا قاره کې  په میلیونونه تنه انسانان  مسیحیان کړي دي  او عیسویت ته رابللي دي.

همداشان  څلورم  پړاو بیا  د ۷ کلنې فلاکت  دوره ده.

پنځم پړاو  دنیا ته د دویم ځل لپاره د حضرت عیسی ع راتګ  دی.

شپږم  پړاو : د اوانجلیستانو په مشرۍ  د ارمیګيدون جګړې رامنځته کیدل دي. په نړۍ کې  د ښو او بدو برخو ترمنځه  نړۍواله خونړۍ جګړې رامنځته کیدل  او د بدو په مقابل کې د ښو بریالي کیدل  دي. ددې جګړې نه وروسته  په ټوله نړۍ   کې  د اوانجلیزم  حاکمیږي. خو ددې جګړې د پیلیدو  او په خاطر لومړی باید  د اسراییلو لوی دولت  رامنځته کړی شي.

په اوم پړاو کې  په ټوله نړۍ کې  د مسیحیت  د حاکمیدو نه وروسته  قیامت  رامنځته کیږي.

ننیو شرایطو  ته په کتو سره  اوانجلیزم  شپږم پړاو ته رارسیدلي دي. دا ډله  نن ورځ  صهیونیزم  اهدافو ته په کامله توګه نایل شوي دي. د همدې امله  اوانجلیزم ته  د صهیونیست عیسویان ویل کیږي.

د ویلو ده چې په ۱۹ مې پیړۍ کې  یهودیت  د اسلامیت او مسیحیت د دینونو په څیر  مهم دین وو.

همداشان  په ۱۹ مه پيړۍ کې د تیودو هرلز په مشرۍ  یو زیات  شمیر  افراطي یهودانو  یهودیت په صهیونیزم  یهودیت بدل کړ. نن ورځ  هم  یو زیات شمیر  یهودان  د صهیونیزم  یهودیت  سره  سر سخت مخالفت کوي.

د ویلو ده چې  نن ورځ د ترکیې په ګډون  په یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو کې  ورته  اسلام  رامنځته کولو په خاطر هلې ځلې کیږي. د داعش ، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو نه د مثال په توګه یادونه کولای شو.

د دینونو ترمنځه  د ډیالوګ په څیر اصطلاح ګانې  د هیڅډول  اسلامي بڼسټ نلري او پدې اړه  تبصرې  ددې هلو ځلو ښکارندويي کوي.

هغه برخې غواړي چې  د اوانجلیسانو په څیر وايي چې  د یهودانو سره  ژمنه شوې  خاوره باید  یهودانو ته  وسپارل شي.

د یادولو وړ ده چې  د مسیحیانو په منځ کې  په خپل سر  د   صهیونیزم  د پلویانو رامنځته کیدل  د تاریخي نښتو او دیني  پلوه ناممکنه خبره ده.

دا  په اصل کې د صهیونیستانو  تبلیغات  او هلې ځلې دي. د ویلو ده چې  نن ورځ  یو زیات شمیر مسیحیان  ددې مفکورې  او لارې سره  سر سخت مخالفت کوي.

د کاتولیکو مسیحیانو  دیني مشر  پاپ  د هغه کسانو نه دی چې  بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د منلو سره تر ټولو سخت مخالفت کوي. پاپ  وخت نا وخته  د اسراییلو په ظلمونو  نیوکې کوي  او د مسلمانانو ترڅنګ  دریږي.

د ویلو ده چې  په زور سره  د قیامت رامنځته کول  د بني ادم  په وس او توان کې کار ندی. خو  دا مسله  یواځې او یواځې انسانیت د فلاکت  پر لورې بیایي.

هغه  برخې چې نن ورځ  د دینونو د ترمنځه  ستونزې رامنځته کوي  او غواړي چې د دینونو په جینیونو کې  لاس ووهي  او هغه ګډ وډ کړي  باید  ورسره  سخت مخالفت وشي. په دینونو کې د صهیونیزم  د خپریدو مخه باید ونیول شي. دا کار  یواځې او یواځې  د مسلمانانو او د مځکې پر سر  د ټولو  انسانانو  ترمنځه  د همکارۍ سره  ممکن  دی.

 

 

 



اړوند خبرونه