ملي دفاعي پروژې

ملي دفاعي پروژې

ملي دفاعي پروژې

 

د هیواد  تر ټولو د مهمو پروژو  نه  د تحت البحري کښتۍ  او  د کشاف  قره قول کښتۍ  په ځايي  او ملي امکاناتو سره  د استانبول  د کښتۍ جوړولو په عسکري فابریکه کې  جوړې شوې . د ویلو ده چې پدې فاریکه کې تر اوسه پورې  د ترکیې د اړتیاو په مطابق  څلور کښتۍ  تولید شوي دي. سربیره پر دې  پاکستان ته د صادرولو په خاطر  د ۴ کښتیو  قرارداد  ترلاسه شوی دی.

د ترکیې  د حربي چارو د صنفي اتحادیې  د روزنې  مدیر تارکان زنګین د مسلې په اړه معلومات ورکړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ترکیې سل په سلو کې  د ملي او ځايي امکاناتو سره د هیواد د مهمو پروژو نه  د تحت البحري  کښتیو  او د کشاف قره کول د کښتۍ  پروژه  سرته  ورسوله  او دا کښتۍ  جوړې کړې.

د ویلو ده چې د پروژې د پیلیدو نه وروسته وخت نا وخت بعضې خنډونه رامنځته کیدل. هغه برخې  چې نه غواړي ترکیه  د دفاعي صنایع په برخه کې په خپلو خپو ودریږي  دلته يي هم  خنډونه  رامنځته کول. خو ترکیې  ددې ټولو خنډونو  او ستونزو سره سره دا پروژه  په ډیر بریالیتوب سره  سرته ورسوله .

د ترکیې د کښتۍ جوړولو  د پوځي فابریکو قومندانۍ  لخوا  د لاس لاندې نیول شوې  پروژې په اړه  د وخت لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ته  معلومات ورکول کیږي.

موجود ولسمشر او د هغه وخت لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  د یادې شوې قومندانۍ قومندانانو ته  هدایت ورکوي  چې  دا پروژه  باید په هر ډول چې کیږي  سرته ورسوي  او دا ترینه  پوره ملاتړ کوي. لومړی وزیر  د پروژې معمارانو سره د هر ډول همکارۍ او مرستې  ژمنه کوي.

د همدې نیټې نه وروسته  دا فابریکه  د کښتیو په تولید پیل کوي چې تر اوسه پورې  ۴ کښتۍ  په ملي او ځايي امکاناتو تولید کړي دي.

ترکیې  ددې سربیره  د کښتیو په صادراتو  پیل وکړ. ترکیې په پاکستان د څلورو کښتیو د پلورولو په خاطر د نوموړي هیواد سره  قرار داد لاسلیک کړ.

د ویلو ده چې د نوموړې پروژې په چوکاټ کې   ترکیې  لومړنۍ  کښتۍ  د ۲۰۱۱ کال د سټمبر په ۲۷ مه، دویمه  د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر په ۲۷ ، دریمه د ۲۰۱۶ کال د جون په ۱۸ مه او څلورمه  د ۲۰۱۷ کال د جولای په دریمه نیټه  سمندر ته  ښکته او سمندري ځواکونو ته  تسلیم کړې. ترکي انجینیران  دم ګړۍ  د نوموړو کښتیو  د لا پرمختګ  او په پرمختللې تکنالوژۍ د سمبالولو  چارو ته دوام  ورکوي.

د ویلو ده چې  دا کښتۍ  د اوبو لاندې  د هر دول  چاودنو پر وړاندې  د مقامت لرو په ظرفیت  جوړې شوي دي.

دا کښتۍ  د هر ډول  لوژیستیکي مرستې نه پرته  د لسو ورځو لپاره په سمندر کې د مزل  او پاتې کیدو  په ظرفیت جوړې شوي دي. دا کښتۍ  د تکنالوژیکو پرمختګونو  سره سم  په لا لوړې تکنالوژۍ  سمبالیدلی  او ددې سره سم  په چټکه توګه  د مزل  توان لري.

سربیره پر دې پدې کښتیو کې  د لسو ټنو په وزن  چورلکې  شپه او ورځې  ښکته پورته کیدی شي.

دا کښتۍ  د اوبو د پاسه د محاربې، د تحت البحري پر وړانډې د دفاعي محاربې، کشف او څارنې  او د هر ډول  ناڅابي  تهدیدونو  پر وړانډې  د دفاع  او کنټرول  دندې د اجراکولو  قابلیت لري. دا کښتۍ ددې ځانګړتیاوو سره  په نړۍ کې  د تر ټولو د پرمختللو کښتیو په کتار کې شمیرل کیږي.

دا کښتۍ  د یو زیات شمیر ځانګړتیاووې او سیستمونه لري.

دا کښتۍ  د هوا، اوبو دپاسه، اوبو لاندې او الکترونیک محاربې  پر وړاندې  د مقامت او مبارزې په خاطر  د هدف د پیدا کولو او تعقیب سیستم نه سربیره  د اوبو د پاسه د هدفونو د لمنځه وړو په خاطر  د زیرکو مرمیو او توپ په سیستم، د هوا هدفونو په مقابل کې د زیرکو مرمیو او توپخانې، د اوبو لاندې  او تحت البحري کښتیو پر وړاندې  د تورپیدو د سیستم، د الکترونیک او لایزر سیستم او  په ډیرو  پرمختللو  رادارونو سمبال  ده.

همداشان  دا کښتۍ  د محاربې په پرمختللې تکنالوژۍ  او نورو قوي سیستمونو  سمبال ده.

د ترکیې  د دفاعي صنایع ریاست د سمندري ځواکونو سره  په ګډه  د لومړي ځل لپاره په ملي او ځايي امکاناتو  د ننۍ ټکنالوژۍ او  لوړو ستندردونو په مطابق  ډیرې پرمختللې  کښتۍ  جوړې کړې.

دا کښتۍ د ترکي انجینیرانو، سرتیرو او منصبدارانو د کارګرانو سره  لاس په لاس  لا پروژه  سرته ورسوله.

ترکیې  دا لومړي ځل لپاره داسې  پرمختللې  کښتۍ  جوړې کړې چې  د نړۍ  پاملرنه يي هم  ځانته جلب کړه.

ترکیې  دفاعي صنایع  د پاکستان  د سمندري ځواکونو د ۴ کښتیو  داوطلبي  وګتله. دا دواطلبي چې  د ۲۰۱۸ کال د جولای په پنځمه نیټه  ترسره شوه ترکیې ته ورکړل شوه.

ترکیې  ددې  قرارداد سره  په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت  پوځي توکي  صادرات  کوي.

ترکیه به  پاکستان ته  څلور کښتۍ  جوړې  او وسپاري.

د ویلو ده چې  ترکیه به  ددې څلورو کښتیو نه  دوه  په استانبول کې د کښتۍ جوړولو په پوځي فابریکه کې  او پاتې دوه نورې به  بیا  د پاکستان د کراچۍ په ښار کې  د کښتۍ جوړولو په فابریکه کې  جوړې کړي .

پدې ډول  ترکیې  د یو پلو نه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو  او د بله پلوه به نورو هیوادونو  د همدې  کښتیو  په پلورولو  پیل کړی دی. د ویلو ده چې دا مسله  یواځې د هیواد د اقتصاد سره نه بلکې  د نورو برخو سره هم  ډیرې زیاتې مرستې کوي.



اړوند خبرونه