د لویدیځ په اړه درې جلا جلا دریځونه :

د لویدیځ په اړه درې جلا جلا دریځونه :

د لویدیځ په اړه درې جلا جلا دریځونه :

 

تیرو  دوو عصرونو یا پیړیو ته په کتو سره د عثماني امپراتورۍ په وروستیو دورو کې، د جمهوریت په دوره کې  تل  د ازادو مفکرینو  او روند اندو  ترمنځه  د لویدیځ پر وړاندې باید څه ډول چلند وشي او دریځ خپل شي په مسلې  بحث شوی دی.

دا بحثونه کله  د تنظیماتو، کله د لویدیځ مدنیت ، کله د اروپايي ټولنې او کله هم  نړۍوالې کیدو  تر اصطلاحګانو  لاندې  شوي دي. په اصل کې دا ټولې د لویدیځ پر وړاندې  د یو قوي دریځ  د خپلو  د بحث  شاخې دي.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور قدرت بلبل وايي د عثماني امپراتورۍ  وروستیو دورو ته په کتو  سره  د لویدیځ مدنیت  پر مقابل کې درې  جلا جلا مفکورو  او دریځونو  شتون درلود.

لومړی فکر  د تسلیمت  فکر وو. پدې برخه کې  د اشتهاد د مجلې  د خاوند  او قوي لیکوال  عبدالله جودت  د ویناګانو  نه  د بیلګې په توګه یادونه کولای شو.

عبدالله جودت په خپلو لیکونو  کې  په نړۍ کې په یو  مدنیت  ډیر ټینګار کړی دی چې هغه هم د لویدیځ مدنیت  دی. هغه  ویلي دي چې لویدیځ  مدنیت  باید د ګل او اغزي په څیر  دی . ګل  پرته د اغزو نه وو. دا مدنیت باید په همدې ډول  ومنل شي. هغه ویلي هر هغه څوک چې د لویدیځ مدنیت د منلو نه انکار وکړي هغه په ورکیدو  محکوم  دي.

دویمه مفکوره  بیا  د ردولو  مفکوره او فکر  دی. دا  ردولو  مفکوره په اصل کې  د ډیر سخت غبرګون  او یو ډول  انتقام په پایله کې  رامنځته کیږي. دا هغه  مفکوره او دریځ  دی چې د لویدیځ  له لوري  هر شی  ښه وي او که بد  هغه  ردوي. ددې مفکورې صاحبان  لویدیځ ته  د چا خبره  د نړۍ د ټولو  بدیو د مور په سترګه ګوري.

دریمه  مفکوره  او دریځ  بیا اعتدال  دی. ددې مفکورې  خاوندان  د لویدیځې نړۍ په امپرایالستو هلو ځلو  سترګې نه پټوي. دوې ددې سربیره  د تسلیمت  او ردونکو ترمنځه  موقف  خپل کړی دی.

ددې مفکورې خاوندان   وايي  چې  د لویدیځ په مقابل کې د قهر او غصې  له امله  باید  د هغوې  په مثبتو اړخونو  او په خپلو  اشتباهاتو  سترګې پټې نکړو. د هغوې د مثبتو اړخونو نه باید استفاده وکړو او په خپل منفي اړخونه  هم  ښکاره کړو.

ددې خبرې ښه مثال  د لومړنۍ نړۍوالې جګړې په کلونو کې  د عثماني دولت د صدراعظم  جنرال سید حلیم  دی. هغه به تل ددې خبرې په ټینګار ویل چې  ختیځ او لویدیځ نړۍ باید  په ګډه ژوند وکړي  او  یو بل  ډیر ښه وپیژني. هغه به ویل  که چیرې  قضاوت  وشي  خطا  یواځې  په په لویدیځ کې نده. ختیځ هم  خپلې خطاګانې لري چې باید  ترینه یادونه وشي.

جنرال سید حلیم  پدې اړه  د تعصب په نامه  یو کتاب هم  لیکلی دی. ددې کتاب نه د هغه موخه  د لویدیځ او ختیځ ترمنځه  د کینو او دښمنو  ډیرول  نه بلکې له منځه وړل وو. هغه پدې کتاب کې  ددې خبرې  په ټینګار ویلي وو چې ختیځ او لویدیځ  د یو بل ترڅنګ  په ژوند کولو محکوم  دي. دواړه  باید  یو بل  په ډیره ښه توګه وپیژني  او د یو بل ترڅنګ په سوله ایزه فضا کې ژوند کول زده کړي. دواړه  خواوې باید په خپلو منځونو کې ډیرې ښې اړیکې  جوړې کړي او د غلطو فکرونو  او مفکورو مخه ونیسي. دا خبره  یو جدي ضرورت  دی.

دا بحثونه  تاریخي  بحثونه  او هم  تاریخ تیري بحثونه ندي، بلکې نن  ډیر تاوده شوي دي.  

د نړۍوالي توب  د بهیر  د پیلیدو سره  ختیځ، لویدیځ، شمال  او جنوب  چیرته  پیل او چیرته  پایته رسیږي  په دقیقه توګه پدې پوهیدل هم  لږ ګران کار دی. نړۍ  د یو بل په منځ کې ننوتې ده. نن ورځ د ټولې نړۍ نه لرې په یواځې ځان  د خپلو پولو په منځ کې  ژوند تیرول  ډیره ګرانه  او حتا ناممکنه خبره ده. ټول هیوادونه  د یو بل پورې تړلي دي.

د یادولو وړ ده  چې نن ورځ په لویديځه نړۍ کې په میلیونونو تنه  کډوال  او مسلمانان ژوند کوي. که چیرې  د جغرافي پلوه  د لویدیځ نه بهر د میشتو ټولنو  مسله  او د لویدیځ په اړه د هغوې دریځ او مفکوره  پر ځای پریږدو  او په لویدیځ کې د میشتو کډوالو او مسلمانانو په مسلې دقت وکړو دا هم  کافي ده. ددوې  د دریځ  او موقف په اړه بحث کول هم  کافي ښکاري. ځکه چې د لویدیځې نړۍ په منځ کې  میشت  کډوال  او مسلمانان  د هغه ټولنو په پرته  چې  په بهر کې ژوند کوي  د لویدیځ په اړه  غلط دریځ  او چلند کولو په بدو او منفي پایلو  ډیر ښه پوهیږي.

د بله پلوه  د لویدیځ نه بهر د میشتو ټولنو  چلند او مفکوره هم  پاس د بیان شوو  دریو مفکورو نه بهر نده.

که چیرې نن ورځ  په لویدیځ کې د میشتو کډوالو  ، مسلمانانو او عثماني خاندان  روند اندو ته  دقت وکړو  ددوې په منځ کې د لویدیځ  نړۍ په اړه  دوه مفکورې  شتون لري چې  یوه د تسلیمیت او بله هم  په کامله توګه د ردولو ده.

د یادولو وړ ده چې  مغلوبیت  پیسکولوژي تل  انسان  تسلیمیت  او یا هم  افراطیت  پلو ته راکاږي.

د استرالیا، کاناډا او امریکا په څیر په هیوادونو کې  د مختلفو کولتورونو  او هویتونو خاوندان  د نورې لویدیځې نړۍ به پرتله  لا په ازاده  توګه  ژوند کوي. پدې هیوادونو کې میشت کډوال  او مسلمانان  د اروپايي هیوادونو په پرتله  د کوربه هیواد پر خلاف  ډیر زیات غصه ناک  ندي. ځکه چې په ازاده توګه  د خپل کولتور او هویت بیان کولی شي.

خو په اروپا کې بیا  مسله  داسې نده. په اروپا کې د حکومتونو  د لا زیات فشارونو ، یو ډوله سیاستونو او کډوالو او مسلمانانو سره د تبعیض او دښمنیو  له امله  ردونکي  او تسلیمیت  دریځونه  ډیر لیدل کیږي.

په اروپا کې  ډیری  کډوال  او په ځانګړې توګه مسلمانان  د خپلو دیني ارزښتونو، کولتورونو ، هویتونو  او د اروپا د حکومتونو فشارونو  ترمنځه پاتې کیږي. د همدې امله  یا تسلیمیت ته مخ کوي  او یا  بیا  د عصیان  بیرغ اوچتوي  او هر څه ردوي. دوی بیا افراطیت ته مخه کوي.

دا  کسان چې کله  افراطیت  ته مخه وکړي  داسې فکر کوي چې  تل  د لویدیځ لخوا ځپل شوی، د هغه کولتور او هویت  د خپو لاندې شوی  او پردی کولتور پرې تحمیل شوی دی. د همدې امله  هغه  د اروپا لخوا  د هر څه په ردولو پیل کوي که هغه ښه وې او که بد. هغه  خپله  ازادي  او بقاء  په افراطیت کې په لټولو پیلوي. پدې ډول  دوی  د هغه ټولنې نه چې پکې ژوند کوي په کلاره کلاره  لرې کیږي او  یا په کامله توګه شلول کیږي.

دلته  ترهګرې ډلې او سازمانونه  په حرکت  پیل کوي  او دوې ته  غیږ پرانیزي. ددوې احساسات پاروي  او د چا خبره  د غچ  او انتقام  لپاره يي  اماده کوي.

د یادولو وړ ده که چیرې نن ورځ  د داعش ترهګرې ډلې په لیکو کې وګورو  تر ټولو ډیر پکې  د لویدیځو هیوادونو نه راغلي ځوانان  دي. ددوې په کتارونو کې  ډیری  تحصیل کړي  او ډیر  مهم  ځوانان  ځای لري. هو دا هم  حقیقت  دی  چې  د ترهګرو ډلو  د جلب او جذب  بله  مهمه  لاره  د امریکا لخوا د یرغل  مسله ده. ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه د هغه هیوادونه لکه افغانستان، لیبیا او عراق چې  د امریکا لخوا اشغال شوي دي لا زیات  جنګیالي  راټولوي.

د لویدیځې نړۍ دا ځوانان چې د داعش په څیر  ترهګرو ډلو په کتارونو کې یو ځای کیږي  دوی  دا  ډلې  د ځان لپاره  د ژغورنې په توګه  ګوري. حال دا چې دا ځوانان  په څو بهرنیو ژبو  لکه انګلیسي، فرانسوي، الماني، هالنډي  او نورو  پوهیږي. د ډیرو لوړو زده کړو خاوندان هم  پکې شتون لري. د راغلو هیوادونو په رسم رواجونو او کولتورونو  ډیر ښه اګاه انسانان دي.

که چیرې  ددې کسانو نه سالمه  استفاده  شوې وی  هر یو يي  د خپلو هیوادونو او ټولنو لپاره  د مشعل په څیر  دي. خو دا چې  ددوې په مقابل کې تل د تبعیض او دښمنیو، د دویم  صنف  وګړو د چلند  او په ازاده توګه د خپل کولتور او هویت  د بیان  اجازه نده ورکړ شوې  او د فشار لاندې نیول شوي دي مجبور شوي چې ناسمې لارې انتخاب کړي.

د ترهګرو ډلو  غیږو  ته  وغورځیږي. خو  دا هم  حقیقت  دی  چې  دا ډول کسان  پرته  ددې چې  نابودۍ  محکوم  وي بل کوم  راتلوونکی نلري.

د یادولو وړ ده چې  هغه برخې  چې  افراطیت ته مخه کوي پدې کې  د لویدیځو هیوادونو استخبارات هم  ډیره مهمه  ونډه لري. دا برخې  د دې استخباراتي کړیو لخوا  حمایه او ملاتړ  ترینه کیږي.

لویدیځوال استخباراتي کړۍ  دا ډول  افراطي کسان  د ورانکارانه فعالیتونو په خاطر پخپله اسلامي هیوادونو ته  استوي. دا  د اسلامي هیوادونو  پر خلاف د هغوې  د هلو ځلو  او کړنو  د لارو  او طریقو نه یوه ده.

همداشان په لویدیځ کې میشتو ځینې کډوال او مسلمانان  بیا  ددې برخو پر خلاف  تسلیمیت غوره کوي. دا هغه برخې دي چې  ځانته  بله  د وتو لار نه ګوري. دا هغه برخې دي  چې  کوربه هیوادونو  ورته  د تسلیمیت نه  بله لار  نوي  پریښې.

دا برخې  بیا  خپل کولتور، ارزښتونه، هویت  ، عقیده  او هر څه پریږدي  او ځان  لویدیځ ته  تسلیموي. دا ډول  خلک  پرته ددې چې  خپلې ټولنې ، خپل هیوادونه  او خپل کولتور سپک کړي  او تل يي  د خپو لاندې کړي بل څه نکوي.

هغه  برخې  چې  دا ډول  اقدامات کوي  ددې خبرې  د علتونو نه یو هم  د لویديځې نړۍ د ډیرو سختو اغیزو لاندې  راتلل دي.

همداشان کله چې  د هغه  کډوالو سره  چې تل خپل ملت ، هیواد، قوم ، عقیده  او کولتور سپکوي  او خپلو خلکو ته  سپک نظر کوي  د کوربه هیوادونو د دولت لخوا مرستې کیږي  او هغوې ددې کار سره نازول کیږي دا پدې هیواد کې  د میشتو کډوالو ترمنځه ستونزې راپيدا کوي. دا مسله هم  ځینو جدي  پایلو ته  زمینه برابروي.

په راتلوونکې خپرونه کې به د اعتدال په مسلې بحث ته دوام  ورکړو.    



اړوند خبرونه