په هلسینکی کې د ټرمپ او پوتین غونډه :

په هلسینکی کې د ټرمپ او پوتین غونډه :

په هلسینکی کې د ټرمپ او پوتین غونډه :

 

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  لنډه موده مخکې  په هلسینکي کې لیدنه وکړه. دا مخامخ لیدنه  د ډیرو زیاتو پلوونو نه ځانګړې اهمیت لري. لکه څرنګه چې پوهیږۍ چې پدې وروستیو کې او په ځانګړې توګه  په امریکا کې د ټرمپ د دورې د پیلیدو راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې ډیرې زیاتې خړې شوې وې. دې لیدنې  دا اړیکې یو اندازه  نرمې کړې.

د ویلو ده چې د امریکا  ولسمشر ټرمپ  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  پدې لیدنه کې  په ځانګړې توګه  د اټومې وسلو، د امریکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د روسیې د مداخلې، انرژۍ سیاستونو ، سوریې او چین په مسلو خبرې وکړې.

د پخوا په څیر  کله چې به د پخواني  شوروي اتحاد  او امریکا ترمنځه  اړیکې  ډیرې زیاتې ترینګلې شوې نو  د مذاکراتو لپاره به يي  فنلند د بې طرفه هیواد په توګه ټاکه. ټرمپ  او پوتین هم  دې عنعنې ته  دوام ورکړ او   یو ځل بیا  پدې بې طرفه هیواد کې سره  مذاکرات وکړل. 

د یادولو وړ ده چې  د فنلند په کوربه توب ترسره شوې دا لیدنه  یواځې د روسیې او امریکا له پلوه نه بلکې د ټولې نړۍ له پلوه ځانګړې اهمیت لري.

د نړۍ خبري رسنیو د ټرمپ  او پوتین  دا غونډه  د پوره پوښښ لاندې نیولې وه. د همدې امله  ټرمپ او پوتین د لیدنې نه وروسته  د کمرو مخې ته راڅرګند شول او د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

د امریکا  سیاستوالو  پدې خبري غونډه کې  د ټرمپ  په کارولو جملو  او وجود  په ژبه  ډیرې زیاتې  نیوکې وکړې.

ټرمپ  په خبري غونډه کې  د امریکا په ټولټاکنو کې د روسیې د مداخلې اړوند د پوښتنو په ځواب کې  د روسیې پر ځای په یو زیات امریکايي اداراتو چې دا مسلې ته ډیر زیات پرداز ورکړی  نیوکې وکړې. ټرمپ  غیرې مستقیم توګه  د روسیې نه دفاع وکړه چې دې مسلې  د امریکايي سیاستوالو  او خلکو  ډیر سخت غبرګون وپارو.

سره ددې چې  په امریکا کې  د ټرمپ او پوتین  پدې لیدنه  ډیرې زیاتې  نیوکې وشوې  خو  دواړو مشرانو  په ډیرو مهمو جیوپولتیک مسلو خبرې وکړې.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  امریکا په چینايي توکو  مالیه  لوړه کړه  چې دې مسلې د دواړو هیوادونو ترمنځه تجاري جګړې ته  لار پرانیسته.

ټرمپ بیا د هلسینکي په غونډه کې  د چین پر خلاف  د روسیې سره  د لاس یو کولو په خاطر  د روسیې  نظر  ځانته  معلوم کړ. خو  روسیې  بیا  په ښکاره توګه  دا څرګنده کړه چې د امریکا سره په ګډه به  د چین پر خلاف هیڅکله هم  حرکت ونکړي او دا مسله د احتمال نه هم  لرې ده.

د هلسینکي  د غونډې بله مهمه  مسله  بیا د سوریې مسله وه. امریکا  او روسیې پدې غونډه کې  د سوریې په سویل کې د اسراییلو پر امنیت  او پدې سیمه کې د ایران په موجودیت خبرې وکړې.

د روسیې ولسمشر پدې لیدنه کې وویل چې  د سوریې رژیم  او اسراییلو ترمنځه  کیدای شي چې  یو تړون  لاسلیک شي. خو  امریکا ولسمشر بیا وویل چې په سوریه کې  د ایران پوځي  موجودیت په هیڅډول  زغملی  نشي.

خو  ټرمپ  دا ونه ویل  چې په سوریه کې به د ایران پر خلاف څه ډول ګام  اوچت کړي.

د یادولو وړ ده چې  د روسیې او امریکا  مشرانو  دا غونده  د ناټو د سرمشریزې نه سمدلاسه وروسته ترسره شوه.

پداسې حال کې چې  امریکا ولسمشر  د ناټو په سرمشریزه کې په اروپا او په ځانګړې توګه په جرمني د روسیې نه د انرژۍ د رانیولو په مسله کې  پرې ډیرې زیاتې نیوکې وکړې خو د پوتین سره به ګډه خبري غونډه کې بیا وویل چې دا پریکړه د جرمني  پورې اړوند ده .

د روسیې ولسمشر بیا  په خبري غونډه کې  د کمرو پر وړانډې یو ځل بیا امریکا ته په ګډه د ګازو د بیې د ټاکلو وړاندیز وکړ.

د ویلو ده چې د روسیې  اقتصاد په انرژۍ او په ځانګړې توګه  د ګازو په صادراتو ولاړ  دی.

د هلسینکي  د غونډې بله مهمه مسله  بیا  د اټومي وسلو مسله وه.

په نړۍ کې ۹۰ سلنه اټومي وسلې د امریکا او روسیې په اختیار کې دي. دواړو مشرانو په نړۍ کې د موجودو اټومي وسلو د کچې د راټیټولو په خاطر  د روسيې او امریکا ترمنځه د شوي تړون د دوام  پریکړه وکړه.

سره ددې چې د هلسینکي په غونده کې  د روسیې او امریکا ترمنځه  په اړیکو کې ترینګلتیا کمه شوې نده خو بیا هم  يي  اړیکې یو اندازه نرمې کړي دي. په یو زیات شمیر مسایلو مخامخ خبرو  په اړیکو مثبتې اغیزې کړي دي.

 



اړوند خبرونه