ملي دفاعي  پروژې

ملي دفاعي  پروژې

ملي دفاعي  پروژې

ملي دفاعي  پروژې. ۱

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیې  پدې وروستیو کلونو کې  د دفاعي صنایع په برخه کې ډیر مهم  ګامونه اوچت کړي دي. ترکیې  پدې وروستیو کلونو کې  د ملي دفاعي صنایع په برخه کې د اوچت کړو ګامونو نه  ډیرې مثبتې او ګټورې پایلې هم  ترلاسه کړي دي. ددې خبرې  شاهدي مو  په پوځي عملیاتو کې وکړه.

ترکیه چې  د یو لوري نه د هیواد په دننه  کې د ترهګرۍ پر وړانډې به مبارزه بوخته ده د بله پلوه  د هیواد نه بهر  د فرات ډال  او وروسته د زیتون څانګې  په پوځي عملیاتو کې  د چا خبره  سل په سلو کې د ځايي او ملي وسلو او مهماتو نه  کار واخیست.

پدې عملیاتو کې کارول شوو ملي او ځايي وسلو او مهماتو، بې پيلوټه الوتکو ، چورلکو او زغروالو موټرانو  د ټولې نړۍ  توجه ځانته  جلب کړه.

ترکیې  چې پخوا به د چا خبره خپل ټول پوځي توکي ، تجهیزات، وسلې او مهمات  د بهر نه واردل  اوس  د الله په فضل سره  چې  تر ډیره برخه په خپلو خپو  دریدلې  او هر څه پخپله تولیدوي. ترکیه نن ورځ د جنګي بیړیو نه نیولې تر ټانک، جنګي چورلکو، رادار، بې پیلوته الوتکو، ډول ډول وسلې او مهمات  او ځیرکو توغندیو پورې  هر څه پخپله  تولیدوي. همداشان  ترکیې ملي او ځايي سپوږمه کۍ  فضا ته توغولې ده .

دې  کچې ته د هیواد د رارسولو  یواځنی  لامل  په دفاعي صنایعو شرکتونو او عسکري کارخانو کې  د کارکوونکو پرسونل  او په ځانګړې توګه  د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې  قوي  اداره  او ښه حکومتداري  دی.

که چیرې  د ترکیې  د دفاعي صنایع تاریخ ته لنډه کتنه وکړو سره ددې چې  ددې سکتور کارکوونکو او پرسونل  ډیر زیات  زیار  ، زحمت  او فداکاري کړې ده  خو  اداره چیانو او چارواکیو  ورسره  لکه څرنګه چې لازمه  وه  مرسته  او ملاتړ ندی کړی .

که چیرې  په ۱۹۳۰ کلونو کې  د هیواد د نامتو متشبص  نوري دیمیر اغ  د ژوند  کیسې ته  لنډه کتنه وکړو  پدې به ښه پوه شو چې  زمونږ  هیواد  څه ډول  فرصتونه د لاسه ورکړي دي.

د ویلو ده چې  د هیواد نامتو متشبص  نوري  چې  په ټول هیواد کې  د ریل ګاډو  پټلۍ  غځولي دي د همدې امله  ورته  د دیمیراغ  یا اوسپنیز ارتباط  لقب ورکړ شوی دی.

نوموړي د هیواد  د ودې او پرمختګ په خاطر په لسګونو  سترې سترې پروژې  سرته رسولي دي. په ۱۹۳۹ کال کې  الوتکه  تولید کړه. همداشان ددې سره سم يي  هوايي ښوونځی  پرانیست  او په لسګونو  ځوان  پیلوټان يي وروزل.

 

نوري  دیمیر اغ  تل  په هوايي  ځواک  ټینګار کولو. هغه به ویلو چې  بری  په اسمانونو کې  دی. هغه  هیواد  لا لورې  کچې ته د رسولو په خاطر  د طیارو فابریکه  جوړه کړه. په ۱۹۳۹ کال کې د ترکیې لومړنۍ  الوتکه  تولید کړه .

خو له بده مرغه چې د نوري دیمیر اغ  سره  په هغه وخت کې داسې  چلند  وشو چې  د منلو وړ ندی.

نوري دیمیر اغ  په ۱۹۳۳ کال کې د هیواد د انرژۍ د اړتیا د پوره کولو په خاطر  د کیبان بند  پروژه  جوړه کړه او د وخت  د ټولګټو د چارو وزیر علي چیتینکایا ته يي وړاندې کړه. خو له بده مرغه چې د هغه سره  ډیر بد چلند وشو.

علي چیتینکایا  په خپل وخت سره د استقلال په محکمه کې هم  دنده  ترسره کړې وه.

کله چې  نوري دیمیراغ  د برښنا د بند د پروژې په اړه وزیر ته  معلومات ورکول  هغه په ډیرې تندې  لهجې ترینه  پرله پسې پوښتنې پیل کړې. ښه  ښاغلی نوري  تاسې د برښنا بند جوړوۍ، څنګه يي جوړوۍ؟ د چا سره يي جوړوۍ؟ د دا ډول  یوه لویه پروژه څه ډول سرته رسوۍ؟ فرض وکړه چې  دا بند مو جوړ کړ بیا  ددې بند نه تولیدونکې برښنا په چا پلورۍ؟ وزیر غوښتل  چې  ددې پروژې مخه ونیسي  خو  نوري دیمیراغ  د پوره تیاریو سره  راغلی وو.

هغه په ډیرې سړې سینې سره  د وزیر ټولو پوښتنو ته ځواب ووایه  خو له بده مرغه چې  وزیر  د ځوابونو د اوریدو  نیت هم  نه درلود. نوري دیمیر اغ وزیر ته په خطاب کې وویل چې « ښاغلی وزیر صیب  دا پروژه  د هیواد د راتلوونکي لپاره ډیره مهمه ده.» وزیر ورته په ځواب کې  په ډیر قهر سره وویل « د هیواد د راتلوونکي په اړه فکر کول ستا کار ندی، پدې اړه مونږ  کافي فکر کوو.» دا پروژه پاتې کیږي.

همداشان  په ۱۹۶۶ کال کې  یو ځل بیا پدې پروژې خبرې پیلیږي  او په لسو کلونو کې  دا د برښنا بند  جوړیږي. یعنې  د ناقابله  اداره چیانو له امله  دا مهمه  او حیاتي پروژه  ۳۳ کاله  وځنډیده.

نوري دیمیر اغ په ۱۹۳۹ کال کې لومړنۍ ملي الوتکه  جوړه کړه.

هغه په ۱۹۳۵ کال کې هیواد ته  د الوتکو د رانیولو په خاطر  یو کمپاین  پیلیږي. پدې کمپاین کې  ویل شوي وو « که هر څوک  ددې پروژې سره  لس زره ترکي لیرې  مرسته وکړي  د هغه نوم به د الوتکې په وزر  ولیکل شي.

پدې وخت کې  نوري دیمیراغ  خپله ټوله شتمني  د الوتکو  د فابریکې د جوړولو په برخه کې سرمایه ګذاري کوي. هغه  د امریکا  او اروپا د اجازې د اخیستو د هغوې د الوتکو له مخې د الوتکو جوړولو پر ځای  د ملي الوتکو په جوړولو پیل وکړ.

په ۱۹۳۶ کال کې  د استانبول د بیشکتاش په سیمه کې  د الوتکو جوړولو د فابریکې بڼسټ دبره کیښوده.

همداشان  د نني اتاترک هوايي ډګر  په ځای کې  د الوتکو د الوزولو په خاطر د میدان جوړولو په چارو پیل وکړ.

دیمیراغ  په ۱۹۳۷ کال کې  د ترکیې د هوايي چارو د ادارې لخوا د ۱۰ الوتکو د ۶۵ بې ماشینه یا الوتکو یا کلیډر د رانیولو په خاطر  داوطلبي  وکړه. داوطلبي  د دیمیراغ شرکت  وګټله. هغه  ددې لسو الوتکو او ۶۵ بې ماشینه الوتکو یا ګلیډر د جوړولو په خاطر  شپه او ورځ  کار کولو.

همداشان  په ۱۹۳۸ کال کې د مطفی کمال اتاترک د مړینې سره په هیواد کې سیاسي ناڅرګندۍ رامنځته شوې. سره ددې چې  په ۱۹۳۹ کال کې  الوتکې تولید  او ټولو تخنیکي شرایطو د پوره کولو او انجینیرانو نه  د هیڅډول ستونزه نلري د راپور د ترلاسه کولو سره  دا الوتکې  رد شوې.

د نوموړو الوتکو  نه یوه  په ایسکي شهر ولایت کې  د هوايي ډګر  د کوچنیوالي له امله په کرنیزه مځکه کې  ښکته کیدو ته مجبوره شوه چې وروسته يي  ټکر هم وکړ. د وخت د هوايي چارو ادارې  په الوتکو کې تخنیکي  ستونزه شتون لري  د بهانې سره  د دیمیراغ الوتکې رد کړې. دیمیراغ سره ددې چې د هیواد ټولو چارواکیو او مشرانو ته  په کراتو لیکونه واستول  او په محکمه کې اقامه د دعوا وکړه خو هیڅ ګته يي ونکړه. پدې هیواد  د وخت ناقابلو  چارواکیو  د بعضو سیاسي  او خپلو ګټو او ملخوضاتو له امله  یوه ډیره  مهمه پروژه  په سیند کې لاهو کړه .

خو د الله په مرسته او فضل  او نني حکومت  کارپوه  او قابلو  چارواکیو  په هلو ځلو  نن  په هیواد کې ډیرې مهمې  پروژې یوه د بل پسې  حیات مومي  او سرته رسیږي. ددې پروژو نه  د حور کوش یا ازادې مرغۍ  په نامه  د تعلیمي الوتکو د پروژې نه یادونه کولی شو.

د ویلو ده چې د حور کوش  د الوتکې  پروتوتیپ یا لومړنۍ امتحاني  الوتکه  تولید شوې او چارې په کامله توګه  پآیته رسیدلي دي. انشاالله چې تر ۲۰۲۳ کاله به ترکیه خپله لومړنۍ ملي الوتکه  اسمان ته والوزوي.

د حور کوش الوتکې  د اروپا د ملکي هوايي چلند  او اړوندو اداراتو نه  اجازه نامه  ترلاسه کړې ده . ترکیې  په لومړني ګام  کې  دوه حورکوش الوتکې تولید کړي دي.

د ویلو ده چې  دا الوتکې  د ترکیې د پیل او اساسي تعلیمي  الوتکو د جوړولو  د پروژې په چوکاټ کې  طرحه  او ډیزاین  او جوړوې شوي دي. دا الوتکې د ملکي سربیره په عسکري برخو کې  د تعلیم  په برخه کې ټولو اړتیاوو ته ځواب وايي.

سربیره  پر دی  په پام کې ده چې دا الوتکې په وسلو هم  سمبال شي. پدې اړه چارې په چټکۍ سره دوام لري.

د ملي محاربوي  یا جنګي الوتکې پروژه:

د ویلو ده چې  د ترکیې هوايي ځواکونه په پام کې لري چې  د ۲۰۳۰ کال نه وروسته  د هیواد  د جنګي الوتکو  ټولې اړتیاوې  ددې پروژې سره  پوره کړي. د هیواد ملي جنګي الوتکې  چارې په چټکۍ سره  دوام لري. پدې الوتکه کې  تر وروستۍ درجې  د ملي امکاناتو نه کار اخیستل کیږي. دا الوتکه په ډیر خاص ډول سره  طرحه او ډیزاین شوې ده. تمه کیږي چې دې پروژې په چوکاټ کې لومړنۍ  ملي جنګي الوتکه  تر ۲۰۲۳ کاله  جوړه  او خپله لومړنۍ الوتنه وکړي.

د اف ۳۵ ډوله مشترک تعرضي الوتکې پروژه:

د نوي نسل  یا اف ۳۵ ډوله پنځم نسل  جنګي الوتکې چې یو ماشین او یو پیلوټ لپاره په ډیرې پرمختللې تکنالوژۍ سمبالې  دي  د امریکا په مشرۍ  د امریکا، انګلستان، ایټالیا، ترکیې، هالنډ، کاناډا، استرالیا، ناروې او ډنمارک لخوا په ګډه  جوړیږي.

ترکیې  د سل اف ۳۵ ډوله الوتکو سپارښتنه ورکړې ده . د ویلو ده چې امریکا  لومړنۍ  اف ۳۵ دوله الوتکه  د جون په ۲۱ مه نیټه  د تکزاس ایالت د فورت ورت  په سیمه کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترکیې ته وسپارله. دم ګړۍ دا الوتکه په امریکا کې د ترکي پیلوټانو د روزنې په موخه کارول کیږي.

د ویلو ده چې ترکیه په اروپا کې د اف ۳۵ ډوله الوتکو د باډۍ، ماشین، لویو ستونزو د حل  او جوړولو  مرکز  ټاکل شوی دی. د ویلو ده چې ددې الوتکو  د باډۍ  منځنۍ برخه په ترکیه کې تولیدیږي. ددې سربیره  ددې الوتکو  یو زیات شمیر نورې مهمې پرژې  هم  په ترکیه کې تولیدیږي.

همداشان په ترکیه کې جوړ شوي  د سوم ژ په نامه  ځیرک  توغندي  په ترکیه کې  په اف ۳۵ ډوله الوتکو کې نصبیږي.

دولت  د لا زیاتو  مهمو پروژو  د سرته رسولو  او هیواد  په هره برخه کې په خپلو خپو د درولو په خاطر  شپه او ورځ  هلې ځلې کوي.

   


پيوندونه: ملي پروژې , ترکیه

اړوند خبرونه