د لویدیځ په اړه باید څه ډول موقف خپل شي ؟

د لویدیځ په اړه باید څه ډول موقف خپل شي ؟

د لویدیځ په اړه باید څه ډول موقف خپل شي ؟

د لویدیځ په اړه باید څه ډول موقف خپل شي ؟

لکه څرنګه چې پوهیږو  په تیرو دوو پیړیو کې  د لویدیځ نه په بهر ټولنو کې  د چا خبره  په ټولو کې  لږ وي او که ډیر  د لویدیځوالي کیدو  بهیر  پیل شوی دی. هره ټوله  د لویدیځ پر لورې د تګ  هڅه کوي. ددې خبري اصلي  لامل  د لویدیځې نړۍ  په کرکتر کې  د نغښتي فشارونه دي. لویدیځه نړۍ  تل نورې ټولنې د فشار لاندې نیسي. هغه  ټولنې چې  د لویديځې نړۍ پر خلاف په مبارزه کې  د ماتې سره  مخ شوي دي  د حل لارې په توګه يي تر ټولو  ښه  لار  لویدیځۍ نړۍ ته  نږدې والې غوره کړی دی.

پرته د شکه  چې  د لویدیځ نه بهر د ټولنو لویدیځ لورې ته  نږدې والی  او یا لویدیځوالي یواځنی لامل  د لویدیځې نړۍ  پرمختګونه ندي. ډیر زیات نور لاملونه هم لري.

د بیلګې په توګه  هر هغه ټولنې چې خپل کولتور، فرهنګ ، تاریخي، رسم او رواجونو او مدنیت ته  درناوی  ونلري  او ددوې د ژوندي ساتلو  هڅه ونکړي  هغوې  پدې دام کې  ګرفتاریږي. هر هغه ټولنه چې  د لویدیځې نړۍ لخوا ورته  مخامخ  تهدیدونه  له منځه یونسي، خپل اصیل رفتار  ، تولیدات، په خپل ځان بسیا  ونلري  هغه  د لویدیځې نړۍ په دام کې  ګیر پاتې کیږي. که چیرې یوه ټولنه خپل  تاریخ، میراث، شان او شوکت، فرهنګ او مدنیت ته درناوی ولري  او ددې د ژوندي ساتلو هڅه وکړي هیڅوخت د نورو د اغیزو لاندې راتلی نشي. تل به په خپلو خپو  ولاړې وي.

د ترکیې د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس  پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د مسلې په اړه ارزونې وکړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور  قدرت وايي  دا هم  یو حقیقت  دی چې نن ورځ  نړۍ  په یو کوچني  کلي او قصبې بدله شوې ده . خو  قوي ټولنې  باید هیڅوخت  هلې ځلې  او تجسس  د لاسه ورنکړي. ځکه چې ژوند  دوام  لري. دا نشو ویلی چې  د لویدیځ نه بهر ټولنې  لومړی باید  په خپلو خپو ودریږي  او ځانونه د هغوې سویې ته وروسوي   او وروسته  د لویدیځ سره  اړیکې  جوړې کړي. ځکه چې  دا مسله ګرانه ښکاري. بل دا چې د لویدیځ، ختیځ، شمال او جنوب ترمنځه اړیکو د دوام  په برخه کې  ستونزې رامنځته کیږي. لویدیځ، ختیځ، شمال او جنوب مجبور دي چې د یو بل سره  اړیکو ته دوام  ورکړي. ځکه چې هیڅوک په یواځې ځان  حرکت کولی نشي. هره ټولنه  یو بل ته اړتیا لري. ژوند چارې درولی نشو. خو دا هم  یو حقیقت  دی  هر هغه ټولنې چې ځان ونه پيژني  د لویدیځې نړۍ سره  د هغوې د اړیکو د څرنګتیا  او د لویدیځ مدنیت سره  د مطابقت کولو په اړه  پوښتنې راپیدا کوي. ټولو سره  دا پوښتنې رامنځته کیږي چې دوی څرنګ کولی شي چې د لویدیځ مدنیت سره  سازګار شي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ د اسلام په څیر  لوی مدنیتونه پرون  رامنځته شوي بې ریشې  او بې بنیاده مدنیتونه ندي. د اسلام مدنیت  ډیرې مختلفې ټولنې د یو چت لاندې د راټولو  او په ګډه  ورته د ژوند کولو  زمینې برابرولو  مدنیت دی. یو داسې مدنیت دی چې  ډیر قوي لارښود  لري. د شپې په تورتم کې  د مشعل په څیر لارښود لري.

دا مشعل  د ننیو تورتم  ستونزو د حل په خاطر  تر خپل حده  ډیر رڼا ورکوي. دا ټولې ستونزې ددې مشعل په رڼا کې  حلیدی شي.

همداشان  که چیرې اسلام  مبارک دین  نزول  ته  چې اصل يي  قران  دی  ځیر  شو  په یو ځل  ندی نازل شوی دی. شرایطو ته  په کتو سره لږ لږ او پارچه پارچه  رانازل شوی دی.

دلته  دا پوښتنه پیدا کیږي چې  د لویدیځ نه بهر  یا اسلامي ټولنې  چې د ډیرو قوي ریښو خاوندان  دي  دوی  باید  د لویدیځۍ نړۍ  پر وړاندې څه ډول  دریځ خپل کړي؟ لکه څرنګه چې ددې پوښتنې ځواب  پرون هم  ډیره مهم وو  خو نن لا زیات مهم دی.

لکه څرنګه چې پوهیږي  په تیرو  دوو پيړیو کې په نړۍ د لویدیځ اغیزې  ډیرې زیاتې  ډیرې شوي دي. تر ټولو مهمه  نن ورځ  د لویدیځ نه د بهر ټولنو  په لسګونو میلیونه تنه وګړي  په لویدیځ کې ژوند کوي. د همدې امله  ددوې موقف  او دریځ  تر هر وخته  نن  حیاتي ارزښت  لري.

همداشان  نن ورځ  په خپله په لویديځ کې میشت  یو زیات شمیر برخې   د لویدیځ د سیاستونو او کړنو له امله  د مخالفو مفکورو خاوندان دي. لویدیځې نړۍ  هم د یرغلګرو سیاستونو او هم  انډول سیاستونو  له امله   دا برخې په یو ډول نه په یو ډول اغیزمند کړي دي. د لویدیځ پر خلاف ددوې  نفرت او کینه  دومره  بارزه  ده  چې د ورا ښکاري. همداشان  ددې برخو دا نفرت ،کینه  او  احساسات  کله نا کله  د لویدیځ د پولو نه هم  اوړي. ددوې ټول ژوند  محاصره کوي.

دا برخې  د ژوند په هره برخه کې  د لویدیځ ضد، د پرمختګ  ضد، انټي کپیټالست او نړۍوالې کیدو  ضد  کړنو سره  ځانونه ښکاره کوي. حتا  دا برخې  بعضې وختونه  په لویدیځ کې  هغه  ځواک  او طاقت ګوري  چې  فکرونه يي خرابیږي. ایمان يي ضیعفیږي. داسې فکر کوي  چې  د لویدیځ  دا پرمختګ  او طاقت  د الهي  طاقت  نه لوړ دی. دوی وايي چې  وګوره  لویدیځ  هم  پرمختللی دی هم  هر څه  چې غواړي هغه کولی شي. دوی د ژوند په هره برخه کې مداخله کولی شي. د خپلې خوښې هر شی  ترسره کولی شي.

دې مسلې ته باید ډیر زیات  دقت وکړو. باید دقت وکړو  چې  د الله د قدرت نه پرته  هیڅ سیز  په خپل سر  حتا حرکت هم  نشي کولی. دا خطر تر ټولو  زیات ځوان نسل ته متوجه  دی.

پرته د شکه چې  نن ورځ  د لویدیځ سره  د مخالفت  په خاطر   یو زیات شمیر نور دلایل  او سببونه هم  شتون لري.

دلته  اصلي غلطه  خبره  په خپل ځان د پوره اعتماد  او عقلاني  دلایلو سره  مخالفت  کول ندي بلکې  غلطه خبره  پرته  د فکر کولو  او عقلاني دلایلو  د یو لبه  د هر څه سره  مخالفت کول دي. ځکه چې ځینې وختونه  دا ډول  عمل  او چلند د انسان  د ضعف ، بې چاره ګۍ، ماتې، د نورو لخوا د محاصره کیدو  ښکارندويي کوي. ځینې هغه برخې  چې  په علمي او عقلاني توګه  د کوم څه سره د مبارزې  توان ونلري او د ماتې سره  مخامخ وي هغه بیا د هر څه سره  مخالفت پیلوي.

دا ډول د مخالفت فکرونه په ځانګړې توګه ځوانې طبقې ته  ډیر جاذب ښکاري.

د بله طرفه  مقابل لوري ته  یواځې او یواځې د مخالفت  سره  ځواب ورکول  او د ټولو  راحتیو سره سره پرته ددې چې  د انسان محاصره  ژوره کړي، د ژوند او د نړۍ د اصلي حقایقو  نه انسان  لري  کړې بله کومه ګته نلري.

همداشان  هر وخت مخالفت  د خپل ځان سره  د انسان محاسبه ، د مخالف لوري  حقیقتونه  او د احتمالي همکاریو  زمینه له منځه وړي. همداشان  د انسان بې چاره ګي  او د ستونزو  ناحلي  لا پسې ژوروي. مقابل  لوری  لا زیات  دا برخې  مخالفت ته  تشویقوي. نن ورځ  د لویدیځو هیوادونو  د استخباراتي کړیو سره  د افراطي  ډلو  اړیکي  ددې خبرې ډیره ښه  او ژوندۍ  بیلګه ده. تاسې وګورۍ نن ورځ  دا افراطیون د همدې  لویدیځې نړۍ د استخباراتي کړیو  په اشاره  د اسلام  په نامه  څه څه نه کوي. همداشان  دا مسله  د خاشخاشیانو  او صلیبیانو ترمنځه  اړیکي هم  خلاصه کوي.

نن  ورځ  مونږ  داسې برخو او کړیو ته  اړتیا نلرو. لکه څرنګه چې پوهیږۍ  نن ورځ  اسلامي نړۍ د ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان  ده. داسې ډلې چې ددې نړۍ  ستونزې لا پسې ژوروي، د لا زیات  وروسته پاتې کیدو  لامل ګرځي او د هر څه سره  دښمني کوي  اړتیا نلرو. د داسو کړیو لپاره  چې د هر څه سره پرته د ښه او بده مخالفت کوي، د نړۍ په ښکلاګانو يی سترګې پټې کړي وي او څه څه یواځې د ځان لپاره  حلال او د نورو لپاره  حرام  بولي اړتیا نلرو.

نن ورځ  مونږ  داسې  برخو او کړیو ته  چې  تجسس وکړي  او هر لوري ته  لاس او خپې واچوي، د نړۍ پرمختګ  د نږدې نه تعقیب کړي، د دښمنانو لمڅون باندې ونه غولیږي  اړتیا لرو.

که چیرې مسلې ته ددې پلوه وګورو نو د لویديځ په مقابل کې زمونږ  دریځ  ډیر مهم  دی.

مونږ  باید  د لویدیځې نړۍ سره  اړیکې یواځې  د مخالفت  په سر  ابادې نکړو. ځکه چې  ډير زیات  مخالفت  مونږ  د خپلې اصلي لارې نه بې لارې کوي. زمونږ اصلي هدف  په مونږ هیروي. دا ډول مخالفتونه انسان  تسلیمت ته  اړوي.

د همدې امله وایو چې  د لویدیځ نه بهر ټولنې او په ځانګړې توګه  اسلامي ټولنه د هر څه نه مخکې باید  خپل  عقیدې، کولتور، مدنیت ته درناوی وکړي  او د حرکت په مرکز کې ورته ځای ورکړي.

مونږ  باید  خپل دریځ او موقف  د اسلامي  ارزښتونو په اساس  وټاکو. د خپلو ارزښتونو او تاریخ له مخې باید وټاکو.

د ترکیې  د یلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل ارزونې مو واوریدې.


پيوندونه: اسلامي نړۍ , لویدیځ

اړوند خبرونه