د اردوغان بری  او د ترکیې بهرنی سیاست:

د اردوغان بری  او د ترکیې بهرنی سیاست:

د اردوغان بری  او د ترکیې بهرنی سیاست:

د اردوغان بری  او د ترکیې بهرنی سیاست:

ترکیې د جون د ۲۴ مې په ټاکنو کې هم  ولسمشر  او هم  د پارلمان وکیلان وټاکل.

د ترکیې  ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو پایلې  له مخې   چې د ټولې نړۍ لخوا په ډیر دقت سره  تعقیبیدې  ولسمشر  اردوغان  رجب طیب اردوغان  د ۵۲ عشاریه ۶ سلنې رایې په ترلاسه کولو سره  ولسمشر وټاکل شو. همداشان  د عدالت او پراختیا ګوند د ملیت پالو غورځنګ د ګوند سره  د کړي  اتفاق سره  په پارلمان کې د رایو اکثریت ترلاسه کړ.

د ویلو ده چې په ترکیه کې  د جون د ۲۴ مې نيټې د ټاکنو سره  حکومتي سیستم هم تغیر وموند. د ټولټاکنو د رسمي پایلو د اعلانیدو نه وروسته به په ترکیه کې نوی حکومتي سیستم  رسمآ په دنده پیل وکړي.

د ویلو ده چې په ترکیه کې  په ټولټاکنو کې د ګډون  کچه  ډیره لوړه وه. په ټولټاکنو کې د ګډون کچه  ۸۶ عشاریه ۸۰ سلنه  اعلان شوې ده . ترکانو په ټولټاکنو کې  پدې اندازه  ګډون سره  نړۍ ته  د چا خبره د ډیموکراسي  درس ورکړ.

په ترکیه کې د ولسمشر اردوغان  او جمهور  اتفاق ستر بري  په نړۍ کې د پام وړ انعکاس موندلی دی . همداشان  دا بری  د ترهګرۍ پر وړاندې  مبارزې د دوام  او قوي بهرني سیاستونو  د رامنځته کیدو ښکارندوي کوي.

د ترکیې د  سیاست، اقتصادي او ټولنیزو څیړونو  ټولنې  څیړونکي  او لیکوال د مسلې په اړه ازونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ترکیې  پدې وروستیو کې  د ډیر قوي  بهرني سیاست  سره  د هیواد د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره  یو ډیر  هر اړخیز  دریځ غوره کړی دی.

ترکیه  د یو پلو نه د ناټو  د سازمان  د متفقینو سره ، د بله پلوه  د روسیې  او ایران سره  په ګډه کار کوي. په عینې وخت کې  په منځني ختیځ، بالکان ، اسیا  او افریقا په اړه ډیر قوي  بهرنی سیاست  غوره کړی دی.

د ویلو ده چې  د ترکیې د قوي بهرني سیاست د مهمو فکتورونو نه  یو هم  بشري مرستې  او بل دفاعي صنایع  دي.

ترکیه  چې  د نړۍ په کچه  ۱۳ م لوی اقتصادي هیواد دی  خو په بشري  مرستو کې بیا  په لومړي کتار کې ځای لري.

د بشري مرستو په برخه کې  امریکا  چې د نړۍ تر ټولو د قوي اقتصاد خاوند  دی  په بشري مرستو کې د ترکیې نه وروسته په دویم  کتار کې ځای لري.

د ترکیې لخوا بشري مرستو ته پدې اندازه  پاملرنه کول  بشر ته  تر ټولو زیات د ارزښت ورکولو  ښکاره  بیلګه ده.

همداشان  د دفاعي صنایع په برخه کې  مهم  پرمختګ  او د قوي ګامونو  پورته کول  په نړۍ کې د ترکیې  موقف د هرې ورځې په تیریدو سره  لا لوړوي .

د ترکیې لخوا پر پاکستان د اټاک په نامه د ځايي او ملي تعرضي  چورلکو  پلورل ، د خلیج په هیوادونو د زغروالو موټرو  خرڅلاو  ، د وسله دارو او بې  وسلې  بې پيلوټه الوتکو  تولید  د تکنالوژۍ په برخه کې د ترکیې  د قوي پرمختګ  ښکارندويی کوي.

د همدې امله ویلی شو چې  د جون د ۲۴ مې په ټاکنو کې  د ولسمشر اردوغان  او عدالت او پراختیا ګوند  بری  به  په پاسینیو برخو کې  ترکیه  لا قوي  کړي.

ترک ملت  پدې ټاکنو کې  د ولسمشر اردوغان  د قوي  او بشردوستانه  سیاستونو نه قوي ملاتړ ښکاره . د بیلګې په توګه  دې ملاتړ  د سومالیا د خلکو سره  د ترکیې بشردوستانه  مرستو د دوام  پریکړه وکړه.

همداشان په ټولټاکنو کې  د ولسمشر اردوغان دا ستر بری  د ترهګرۍ پر وړاندې د لا قوي مبارزې  په برخه کې  یو ډیر مهم  پرمختګ  دی.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیې  لومړی د فرات سپر  په نامه د پوځي  عملیاتو سره  په سوریه کې د ترکیې سره په پوله کې ټولې سیمې  د داعش ترهګرې ډلې  نه تصفیه کړې. همداشان  وروسته د زیتون څانګې  د عملیاتو سره  د سوریې د عفرین سیمه  د پ ک ک ترهګرې ډلې  د څانګو  پ وای ډي او وای پ جي نه  تصفیه کړې.

همداشان  ترکیې  د عراق په شمال کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  پر خلاف  عملیات پیل کړي دي. ترکیه غواړي چې ددې عملیاتو سره  د ترکیې په شمال کې د قندیل سیمه چې د ترهګرو اصلي  ځاله  او د شر  مرکز  دی  تصفیه  او له منځه  یوسي.

په ټاکنو کې د ولسمشر اردوغان ټاکنه په اصل کې په بریالیتوب سره  ددې عملیاتو د دوام  پریکړه وه.ځکه چې په ترکیه کې مخالفو ګوندونو  په ټاکنیزو کمپیاینونو کې په کراتو ویلي وو چې  د بري په صورت کې به دا عملیات پایته ورسوي.

د ویلو ده چې  ترکیې  د ترهګرۍ پر وړانډې  د مبارزې په خاطر په جوړوې کړې  ستراتيژۍ او دوکتورین کې  ویلي دي چې د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزه به یواځې  د پولو په دننه کې نه بلکې په نورو  سیمو کې  او د پولو نه  بهر هم  باید  ترسره شي.

همداشان  ددې سترتیژۍ  او پالیسۍ  له امله  د هیواد په دریو مختلفو  برخو کې د هماله  عملیاتو سره په ترکیه کې  د ترهګریزو فعالیتونو کچه  تر ډیره  حده  راټیټه شوې ده .

ترکیه په پام کې لري چې  ددې پالیسۍ  او عملیاتو سره  د ترهګرۍ دا بلا  له بیخه وچه کړي.

ترکیه  چې په کومه اندازه  د هیواد د پولو په دننه کې د ترهګرۍ د لمنځه وړو  په خاطر هلې ځلې کوي په همدې اندازه  د هیواد د پولو نه  بهر  ترکیې ته د مخامخ کړو تهدیدونو له امله د ترهګرۍ د لمنځه وړو هڅه کوي.

ترکیې  په همدې چوکاټ کې  د سوریې د منبج سیمه  د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو نه د تصفیه کولو په خاطر  د امریکا متحده ایالتونو سره ګډه د لارې نقشه جوړه کړې ده.

ددې پلان  او نقشې  له مخې  په منبج کې  میشتو  د پ ک ک څانګې  پ وا جي  په دریو پړاونو کې  د منبج نه  ووځي.

د سیمې نه د وای پ جي د وتلو نه وروسته به  ترکیه او امریکا چې د ناټو سازمان  قوي متفقین  دي  د سیمې امنیت په لاس کې  نیسي.

ترکیه او امریکا  به  په ګډه  د سیمې لپاره امنیتي  ځواک  او ملکي اداره جوړه کړي.

د ویلو ده چې په ټولټاکنو کې  د ولسمشر اردوغان بري  له امله  به  په سوریه کې د نښتو د مخنیوي  او جګړو  د کچې د راټیټولو په خاطر  پیل شوی  د ترکیې، روسیې او ایران  تر مشرۍ لانډې  بهیر دوام وکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان ویلي وو چې  په ټاکنو کې د بري په صورت کې د سوریې د خاورې په دننه کې د امن سیمه  پراخه کړي  او سوري کډوالو ته به د امن په فضا کې خپل هیواد ته د ستنیدو زمینه برابره کړي.

په پای کې باید ووایو چې  په ټاکنو کې د ولسمشر اردوغان  او عدالت او پراختیا ګوند بري  د سیمې لپاره  احتمالي ناڅرګندۍ  له منځه یوړې. دې بری  د ترکیې سربیره  د سیمې  د ثبات سره هم  ډيره مرسته کوي.  



اړوند خبرونه