د ۲۰۱۸ کال ټولټاکنې : بااستقراره نوي حکومتي سیستم  .

د ۲۰۱۸ کال ټولټاکنې : بااستقراره نوي حکومتي سیستم  .

د ۲۰۱۸ کال ټولټاکنې : بااستقراره نوي حکومتي سیستم  .

 

په ترکیه کې  ۲۷مې  پارلماني  او نوي حکومتي سیستم   لومړنۍ  د ولسمشرۍ  ټاکنې ترسره شوې. یو ځل بیا د تل په څیر  د ټولټاکنو پایلې په ډیره چټکۍ سره  اعلان شوې. د ټولټاکنو د پایلو له مخې  د ترکیې ولسمشر  او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د ۵۲ عشاریه ۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره  یو ځل بیا د ولسمشر  او نوي حکومتي سیستم  د لومړني  ولسمشر په توګه وټاکل شو. پدې ټاکنو کې د ولسمشر اردوغان  ستر رقیب  او د جمهوریت خلق ګوند نوماند  محرم اینجه  د ۳۰ عشاریه ۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره  په دویم  کتار کې ځای ونیو. خو  د عدالت او پراختیا ګوند  د ۲۰۰۲ کال  نه  وروسته  د لومړي ځل لپاره  په پارلمان کې  غوڅ  اکثریت  د لاسه ورکړ. د ویلو ده چې  عدالت او پراختیا ګوند په ۲۰۱۵ کال کې هم یو ځل غوڅ اکثریت د لاسه ورکړی وو چې  څو میاشتې وروسته له سره  ټاکنې وشې  او له سره  غوڅ اکثریت ترلاسه کړی وو.

د ترکیې  د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتي ریئس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړم.

پروفیسور  بلبل وايي چې  که چیرې  د ترکیې  د تیرې یکشنبې د ورځې ټولټاکنې خلاصه کړو  دا ټولټاکنې  په ډیره  ډیموکراتیکه، ازاده  او د اختر په څیر په فضا کې  په ډیر شفافیت  سره  ترسره شوې  .

د ترکیې  خلکو پدې ټاکنې  یو بل یو مهم  ریکاټ هم  جوړ کړ. پدې ټولټاکنو کې د نږدې  ۶۰ میلیونه واجد د شرایطو  رای ورکوونکو   ۸۶ عشاریه ۸۰ سلنه د ګډون  سره  ریکاټ جوړ کړ.

په ټولټاکنو کې پدې کچه  کډون  پخپله د ټولټاکنو د شفافیت، د سالم رقابت په فضا کې  د ترسره کیدو ښکارندويي کوي. همداشان  پدې اندازه کډون  د نړۍ له نظره هم  په ترکیه کې د ډیموکراسۍ  د پیاوړتیا  په اړه پیغام ورکوي.

په ټولټاکنو کې پدې کچه  لوړ ګډون  په  ترکیه په  ۱۸۷۶ کې  د ډیموکراسۍ د بڼسټ ایښودو  راهیسې  په کومه  کچه  د پرمختګ ښکارندويي کوي.

لکه څرنګه چې په ټولنیزه مډیا کې  یوه معقوله  شتون لري چې وايي  په لویدیځ کې د رایو صندوقونه شته  خو  کافي  رای ورکوونکي  نشته او په ختیځ کې  رای ورکوونکي  شته  خو  د رایو صندوقونه  نشته.

خو  د خدای  شکر  دی چې  په ترکیه هم  د رایو صندوقونه او هم  رای ورکوونکي  ډیر دي. د ترکیې په ټولټاکنو کې  پدې کچه ګډون  هیلې راژوندۍ کړي دي.

ترکیې  سیاسي  استقرار دوام  وټاکه:

د عدالت او پراختیا ګوند د ۲۰۰۲ کال راهیسي  پنځه ځله  په پرله پسې توګه ټولټاکنې ګټلي دي. د ترکیې  په سیاسي  تاریخ کې  هیڅ ګوند  پدې ډول  بری  کله هم  ندی ترلاسه کړی.

پداسې یو هیواد کې چې  سیاسي  رقابت  په ډیره  لوړه کچه کې شتون ولري  د یو سیاسي ګوند لخوا پنځه ځله پرله پسې  د ټولټاکنو ګټل  او واکمني کول  بې  سارې  او په نړۍ کې نمومه  ډیره کمه لیدل شوې ده .

همداشان  په هر ځل کې  د ټولټاکنو ګټل  او پدې ځل هم  د عدالت او پراختیا ګوند لخوا د ټولټاکنو ګټل ددې ښکارندويي کوي چې خلک  پر دې ګوند اوس هم  پوره باور او اعتماد لري چې د همدې امله  ددوې نه ملاتړ ته دوام  ورکوي.

د ویلو ده په ټاکنیزو کمپایونو  کې  د مخالفو ډلو  سختو نیوکو، ډارونې  او مشهورو  خبرو  په هیوادوالو  هیڅډول اغیزې ونکړې  او  خپل هدف ته يي ونه رسول.

د ترکیې  خلکو  یو ځل بیا  ریاستي  نظام  انتخاب کړ:

د یادولو وړ ده چې په ترکیه کې مخالف ګوند او نورو ګوندونو سره  جوړي کړي اتفاق  په ټاکنیزو کمپاینونو کې د هیوادوالو سره  د بري په صورت کې د هیواد  حکومتي سیستم  بیرته  پارلماني  ته  د ګرځولو ژمنې وکړې خو  هیڅ يی ترلاسه نکړل. همداشان په ترکیه کې  د جون د ولسمشرۍ ټاکنې  یو ځل بیا  په هیواد کې د ریاستي حکومتي سیستم  لپاره  د ټولپوښتنې اهمیت  درلود. ځکه چې  یو لوري ته  ددې سیستم  معمار  او بل لوري ته  ددې سیستم  مخالفینو شتون درلود. خو  د ترکیې خلکو  بیا  د ریاستي سیستم  معمار انتخاب کړ.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په ترکیه کې د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۱۶ مه نيټه  د حکومتي سیستم  د بدلولو په خاطر  ټولپوښتنه وشوه.  د هیواد  غوڅ  اکثریت  نوي حکومتي سیستم  ته  ښه راغلاست ووایه  او په ټولپوښتنه کې ۵۱ عشاریه ۴ سلنه  هیوادوالو  نوي سیستم په ګټه رای وکاروله.

ولسمشر  اردوغان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بیا  ۵۲ عشاریه ۵ سلنه رایې ترلاسه کړې.

دا خبره پخپله ددې ښکارندويي کوي چې  په ترکیه کې  خلکو  یو ځل بیا  د ولسمشرۍ حکومتي سیستم  انتخاب کړ.

د ګوندونو ترمنځه  د رایو انتقال :

د ترکیې وروستیو ټولټاکنو ته په کتو سره  دا خبر د ورا څرګنده ده  چې  د ټولو ګوندونو ترمنځه  د یو بل نه  رایې  انتقال شوي دي. د بیلګې په توګه  د عدالت او پراختیا  ګوند  یو زیات شمیر پلویانو  داځل  د ملیت پالو غورځنګ  ته رای ورکړې، د جمهوریت خلق ګوند نه  ښه ګوند او د خلکو ډیموکراتیک ګوند ته  رایې انتقال شوي دي.

د ترکیې ولسمشر  او د عدالت او پراختیا ګوند  مشر  په ټولټاکنو کې  د بري نه وروسته  د تل په څیر  یو ځل بیا د شپې په نیمايي برخه کې  د عدالت او پراختیا ګوند  په مخکې راټولو شوو په زرګونو تنو  ته وینا وکړه.

دا وینا  د بالکون وینا په نامه  مشهوره ده. ولسمشر اردوغان په خپله بالکون وینا کې پدې ټولټاکنو کې د عدالت او پراختیا ګوند د رایو کمیدو ته په اشاره سره وویل « مونږ  د ملت څخه د رایو په صندوقونو کې پیغام ترلاسه کړ. د رایو د کچې په ټیټیدو  ډیر ښه اګاه یو. ددې خبرې اصلي لامل  به  وڅیړو  او لازم  اقدامات به ترسره کړو. یعنې  هغه کومې کمبودي چې  لرو  هغه به ډکې کړو. په خپل ګریوان کې به سر ښکته کړو او د ځان سره به محاسبه وکړو.

همداشان  په ترکیه کې  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د عدالت او پراختیا ګوند کاندید رجب طیب اردوغان  او د جمهوریت خلق ګوند کاندید محرم اینجه  د پارلماني ټاکنو په پرتله  ډیرې زیاتې رایې ترلاسه کړي دي. ددې خبرې اصلي  لامل  دوی  د نورو ګوندونو د پلویانو اعتماد ترلاسه کول  دي.

د ویلو ده چې  اردوغان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تر ډیره  حده  د کوردانو نه هم  قوي ملاتړ او رایې ترلاسه کړي دي.

همداشان  په ډیموکراسۍ کې  د رای ورکوونکو  د فکر او رایو  تغیر او تبدیل په اصل کې  یو ډیر مهم  اساس  دی. دا خبره  د ټولټاکنو مشروعیت لا پسې قوي کوي.

د یادولو  وړ ده چې په ترکیه کې  په پارلماني ټاکنو کې  پارلمان ته د لار موندې په خاطر  د لس سلنه  سرحد  ټاکل شوی دی. یعنې که چیرې کوم ګوند  د لس سلنې نه یوه رای هم  کمه ترلاسه کړي نشې کولی چې پارلمان ته لار پیدا کړي. دې خبرې  پارلمان ته د ځینو کسانو او برخو د لار موندنې په مخکې ځینو خنډونه جوړ کړي وو. خو پدې ټولټاکنو کې  د لومړي ځل لپاره ګوندونو  د اتفاق په کولو سره  په ټولټاکنو کې ګډون  وکړ  او هغه کوم  سرحد چې ټاکل شوی وو  هغه يي مات کړ. پدې ټاکنو کې د اتو ګوندونو ترمنځه اتفاق  شوی وو.

د ویلو ده چې د عدالت او پراختیا ګوند  د ملیت پالو غورځنګ د ګوند سره  د جمهور په نامه  اتفاق  جوړ کړ. همداشان  د جمهوریت خلق ګوند بیا  د ښه ګوند، سعادت ګوند او ډیموکراټ ګوند سره  د ملت اتفاق په نامه  اتفاق جوړ او په ټاکنو کې ګډون وکړ.

د ویلو ده په ترکیه کې په ۱۹۵۰ کال کې  د زیات ګوندي سیستم  د جوړیدو نه وروسته  یواځې په ۱۹۶۹ کال په ټولټاکنو کې ۸ ګوندونو پارلمان ته لار موندلې وه.

د ویلو ده چې  نوی سیستم  ډیر سوله ایز  متحد کوونکی  سیستم  دی.

د ویلو ده چې  د تیرې اوونۍ په خپرونه کې مو هم  یادونه کړې وه چې په ترکیه کې  هغه دوره  چې یو ګوند به یواځې خپلو پلویانو  ته  سلام ورکولو او نور ته به يی خیال هم  نکوه له منځه تللی دی. ځکه چې  نوي سیستم کې هر د ولسمشرۍ کاندید پنځوس جمع یو رای ته  اړتیا لري. هغه مجبور دی چې د ټولنې ټولو  خواوو ته  او ټولو خلکو ته په یوه سترګه وګوري .

د ټولو ملاتړ ترلاسه کړي. دا سیستم  سیاسي ګوندونه  یواځې خپلو پلویانو ته نه  بلکې  د نورو  ګوندونو پلویانو  زړونو ترلاسه کولو ته  اړ باسي. په هیواد کې لا زیاتې دیموکراسي او ازادۍ ته  لار پرانیزي.

دا  مسله  د کورنۍ سولې او ثبات سره  ډیره زیاته مرسته کوي.

 

د یادولو وړ ده چې  په ترکیه کې د تیرو ټاکنو په څیر  پدې ټاکنو کې هم  یو زیات شمیر لویدیځوالو دولتونو، نړۍوالو شرکتونو او خبري ارګانونو  ډیر زیات د مداخلې هڅه وکړه.

د عدالت او پراختیا ګوند په مقابل کې جبهې  ونیولې  او ډیرې  تهدیدانه  څرګندونې يي وکړې.

د پخوانیو  ټاکنو په څیر  پدې ټاکنو کې رای ورکوونکو بیا  تر ټولو  سخت ګوزار  او غاښ ماتوونکی ځواب  همدې هیوادونو  او مداخله ګرانو ته  ورکړ.

که چیرې  د ټاکنو په خاطر د هیواد نه بهر  ورکړ شوو رایو ته  کتنه وکړو  هغوې هم  نوموړو ته  ډیر سخت ځواب ورکړی دی.

دا مداخله کوونکي  د سختې ناهیلۍ سره  مخ کړي دي. بعضو لویدیځوالو هیوادونو په خپلو هیوادونو کې  سیاسي حقونه  د خپو لاندې د کولو سره  د وینا او غونډو په ازادۍ  بندیزونه ولګول  او په خپلو هیوادونو کې میشت ترکان  په ډیره ښکاره توګه وګواښل. خو ددې ټولو ګواښونو  او مغرضانه  هلو ځلو سره سره  د هیواد نه بهر هم په ټولټاکنو کې د ګډون کچه  ډیره  لوړه وه. د هیواد نه بهر په ټولټاکنو کې د ګډون کچه  نږدې ۵۰ سنله وه.

د رای ورکوونکو  انتخاب  د نوموړو هیوادونو او مغرضو  برخو  نه بلکې  خپله ازاده  خوښه  وه. د هیواد نه بهر میشتو  رای ورکولو نه  غوڅ اکثریت  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  خپله رای  ولسمشر اردوغان ته او په پارلماني ټاکنو  کې بیا د عدالت او پراختیا ګوند ته ورکړې وه.

رای ورکوونکو  نړۍوالو فشارونو  ته غاړه کینښوده  او څه چې ورته حق ښکاره کیدل  هغه يی وکړل. خپلې ترجیح يي وکړه.

د ویلو ده چې په ترکیه کې  په ۲۰۰۰ کال کې  کلنی سرانه ملي عواید  ۲۰۰۰ امریکايی ډالره وو چې نن ورځ دا رقم  پنځه برابره لوړ شوی  او ۱۰۰۰۰ امریکايی ډالرو ته رسیدلی دی.

پدې هیواد کې د ډیموکراسي او ازادۍ په خاطر  ډیر لوړ  هدفونه ټاکل شوي دي.

ترکیې  په خپلو څلورو خواوو ګاونډیو هیوادونو  لکه سوریه ، عراق، ایران، یونان، لیبیا، اسراییل، اوکراین او ګرجستان کې  د رامنځته شوو ټولو منفي  پرمختګونو  سره سره  خپل استقرار  او ثبات  ټینګ ساتلی دی. دا هیواد د ټولو لپاره  د امیدونو په دروازې بدل شوی دی.

همداشان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان کودتا يي ناکامه کړې ده . په ۲۰۱۷ کال کې د ټولپوښتنې  او د ۲۰۱۸ کال د جون  په ۲۴ مه نيټه د غبرګو ټاکنو سره  خپله ډیموکراسي  او ازادي ټولې نړۍ ته په اثبات ورسوله.

همداشان حکومتي  سیستم  يي په ډیر بریالیتوب او هیوادوالو په ازاده  رایو سره  بدل کړ.

په ترکیه کې دا ټول  د قوي ډیمواکراسۍ له برکته  ترسره کیږي. که چیرې  ترکیه  د یو قوي  سیاسي  واکمنۍ  خاونده  نوی  پدې اندازه  شفاف، بې طرفه، ازده او سالم رقابت سره  ټولټاکنې  او دا مثبت پرمختګونه رامنځته کیدل  ناممکنه خبره وه.

د ویلو ده چې  ترکیې  د خپلو دې بریالیتوبونو سره  یواځې  د خپل هیواد نه بلکې  د سیمې ، لویدیځې نړۍ او ټولې نړۍ  ډیر دروند  بار يي  په اوږو  اخیستی دی.

پداسې حال کې چې نن  ورځ  لویدیځ هیوادونه د چا خبره دوه درې تنو  کډوالو  د ورتګ له امله يي  سورې او نارې  ټوله نړۍ نیولې ده ترکیه په یواځې ځان  د درې نیم میلیونو تنو  سوري کډوالو کوربه توب کوي.

د همدې امله وایو چې  په ترکیه کې د موجودې  ډیموکراسۍ  ، استقرار او ثبات په اهمیت هر سړی  باید ځان ښه اګاه  کړي. ددې په قدر  هر سړی باید ډیر ښه پوه شي.

 


پيوندونه: ټولټاکنې , ترکیه

اړوند خبرونه