یو ځل بیا د روژې مبارکه میاشت او د بحرانونو د حل په خاطر ټپیدونکې ترکیه

ترکیه د منخني ختيځ د روانې کشالې حل په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي

یو ځل بیا د روژې مبارکه میاشت او د بحرانونو د حل په خاطر ټپیدونکې ترکیه

یو ځل بیا د روژې مبارکه میاشت او د بحرانونو د حل په خاطر ټپیدونکې ترکیه

پداسې حال کې چې د نړۍ اداره د کنټروله وتلې، ترهګري، کورنۍ نښتې او جګړې، بې استقراري او بې ثباتي  حد سویې ته رسیدلي  او نړۍ  د ناڅرګندۍ پر لورې  راکاږل کیږي ، نړۍ  یو ځل بیا  د رحمت، مغفرت او د جهنم د عذاب نه د ژغورنې د میاشت روژې مبارکي میاشت نه  ، د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د عالم اسلام د زخمي  ټپ غزې نه د ظالمانو لخوا د بې ګناه فلسطینیانو  د شهیدولو  د خبرونو د خپریدو  تر سیوري لاندې  هر کلی وکړ.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د اسراییلو تاسیس ، شاوخوا ۷۵۰ زره تنه فلسطینیان په ډیره بې رحمانه  توګه د خپلو اصلي ټاټوبو  او وطن شړي او په خپله خاوره او وطن کې بې وطنه  او کډوال کړي دي. ظالمو اسراییلو  د اسراییلو د دولت د تاسیس  په کلیزه کې  یو ځل بیا  په لسګونو تنه  بې ګناه فلسطینیان  په قتل ورسول  او په سلګونو تنه يي ټپیان کړل.

د بیت المقدس موقف :

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د پیړیو پیړیو راهیسې  د ټولو  ابراهیمي دینونو  ټاټوبي  بیت المقدس ته  د نړۍوالې ټولنې لخوا ځانګړی موقف ورکړ شوی دی.

دا چې د نړۍ هیڅ کوم دولت  بیت المقدس  د هیڅکوم دولت  د پلازمینې په توګه په رسمیت نه پیژني  او پدې ښار کې  سفارت  نلري  دا  خبره  خپل ځانګړي سببونه او لاملونه لري.

ځکه چې د ملګروملتونو سازمان په  ۱۹۴۷  کې  د ۱۸۱ شمیرې  پریکړې سره  بیت المقدس  لپاره د ملګروملتونو تر ادارې لاندې یو نړۍوال  رژیم په نظر کې نیولی وو.

اسراییلو په ۱۹۴۸ کال کې  د دولت د تاسیس سره  سم  لومړی  په لویدیځ بیت المقدس  او په ۱۹۶۷ کال کې  د شپږ ورځنې جګړې په ترڅ کې  د بیت المقدس  ختیځه څنډه  اشغال کړه.

سره ددې چې  د ملګروملتونو سازمان  د امینت شورا  په منځني ختيځ کې د دومداره او عادلې سولې په خاطر  په اسراییلو هر څه ژر  د ۱۹۶۷ کال  د جګړې پر مهال  د اشغال کړو سیمو نه  د په شا کیدو  غږ وکړ  خو اسراییلو  د امنیت شورا پریکړې د خپو لاندې کړه  او اشغال ته يي دوام ورکړ .

اسراییلو چې  خپل پارلمان  او یو زیات شمیر وزارت خانې  په بیت المقدس کې  جوړې کړي دي  بیت المقدس ته د خپلې پلازمینې په توګه  ګوري.

همداشان د اسراییلو حکومت په ۱۹۸۰ کلونو کې د بیت المقدس په اړه  د تصویب کړي یو قانون سره  بیت المقدس  د خپل نه بیلیدونکي پلازمینې په توګه اعلان کړه.

د ملګروملتونو سازمان د امینت شورا بیا  د ۴۷۸ شمیرې حکم  سره  د اسراییلو دا  پریکړه وغندله  او د نړۍوالې ټولنې نه يي د بیت المقدس نه د خپلو سفارتخانو د او ډیپلوماتیکو نماینده ګیو د  ویستو غوښتنه وکړه  . سره ددې چې  امریکا  د امنیت په شورا کې  دا طرحه  قبوله نکړه بلکې ویتو يي هم  نکړه.

په هغه وخت کې  بولیویا، دومینیک جمهوریت، ایکوادور، ګواتیمالا، هایتي ، هالنډ، کولمبیا، پاناما، چیلي، اوروګوای او وینزویلا  د بیت المقدس نه  خپلې  ډیپلوماتیکي  نماینده ګۍ  تل ابیب ته  انتقال کړې .

همداشان په ۲۰۰۶ کال کې  ایسلوادور او کوستاریکا هم  خپل سفارتونه  د بیت المقدس نه  تل ابیب ته انتقال کړې او پدې ډول  په بیت المقدس کې هیڅ هیواد سفارت پاتې نشو.

امریکا څه هدف لري؟

د امریکا  متحده ایالتونو کانګرس په ۱۹۹۵ کال کې  د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۴۷۸ شمیرې حکم  پر خلاف بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د منلو او اعلانولو او په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته د انتقالولو اړوند  د قانون  طرحه تصویب کړه. پدې قانون کې په ټینګار ویل شوي وو چې  په بیت المقدس کې د امریکا سفارت ودانۍ باید  تر ۱۹۹۹ کال د مې میاشتې پورې  جوړه  شي خو  بیت المقدس ته د سفارت د انتقال په برخه کې تر ننه پورې د امریکا ټولو ولسمشرانو د منځني ختیځ حساسیتونه  او ددې اقدام  د بدو پایلو له امله  غوڅ اقدام نوی کړی  او دا مسله يي تل  ځنډوله.

خو  د ۲۰۱۷ کال  د دسمبر په شپږمه نیټه  د بالفور د اعلامیې په سلمه کلیزه   چې پکې په  عثماني خاوره کې د یهودانو لپاره  د اصلي وطن د جوړولو  ژمنه شوې وه  د امریکا ۴۵م ولسمشر دونالد ټرمپ  په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د انتقالولو  پریکړه  اعلان کړه. د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ  دا پریکړه چې د منځني ختیځ حساسیتونه، د سولې بهیر  او ددې پریکړې بدې پایلې  پکې په نظر کې ندي نیول شوي  په کومه اندازه چې تاریخي  وه په همدې اندازه  خواشینوونکې ده.

په اصل کې  دا پریکړه  یواځې  بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو نه بلکې په نړۍ کې  د اسراییلو لخوا د فلسطین د خاورې اشغال ته د مشروعیت ورکولو  په برخه کې د هلو ځلو  یوه  مهمه پارچه وه.

امریکا  متحده ایالتونو  پدې مسلې د پوهیدو سره سره  چې  دا پریکړه په سیمه کې بې استقراری، جګړط  او بې ثباتي  لا زیاتوي  او د نړۍوالې ټولنې  د ټولو اعتراضونو  او ملګروملتونو د عمومي اجلاس  پریکړې  سره  خپلې دواړه خپلې په یوه موزه کې  داخلې کړې  او بیت المقدس ته خپل سفارت انتقال کړ.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا د ولسمشر دا پریکړه  د اسراییلو لخوا د فلسطینیانو د بیلتون د  اسراییلو لخوا د  جوړ شوي  دیوار  او د لګول شوې محاصرې سره هیڅکوم توپیر نلري   .

امریکا د نړۍوالې ټولنې د ټولو غبرګونونو سره سره دا ګام  پورته کړ چې  دې مسلې  د فلسطینیانو  غبرګونونه  او قهر راوپارو.

ددې پریکړې په پایله کې  یو ځل بیا  په زرګونو تنه  بې ګناه  او ملکې وګړي  د اسراییلو د ظلم د تیغ نه تیر شول  او  وینې وبهول شوې.

په سلګونو تنه  فلسطینیان د نړۍوالو خبري رسنیو  او ټولې نړۍ د سترګو پر وړانډې  د اسراییلو لخوا په ډیره وحشیانه  او بې رحمانه  توګه په شهادت ورسول شول.

په زرګونو تنه  نور ټپیان شول.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  النکبه  یا  د لوی  فلاکت  د ورځې نه  ۷۰ کاله تیریږي. پدې ورځ  په زرګونو تنه  فلسطینیان  د اسراییلو  د بې پوځ  د ټوپکونو د مرمیو  او عام وژنو  په زور د خپل کور او کلونو نه وشړل شول ، په خپله خاروه کې  په مهاجرو یا په بې وطنه  بدل شول. ددې ستر فلاکت نه ۷۰ کاله تیریږي  پر فلسطین روان ظلمونه د پخوا په څیر  دوام لري.

ترکیه یواځنی هیواد دی چې په منځني ختیځ کې د لګیدلي اور د مړولو  هڅه کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د دوره يي مشر په توګه  د ۲۰۱۸ کال د مې په ۱۸ مه نيته په ترکیه کې د بیت المقدس سرمشریزه  جوړه کړه. دا سرمشریزه  د اسراییلو لخوا د روانو ظلمونو پر وړاندې د غږ اوچتولو په مسله کې یو ډیر مهم  ګام  وو.

د بیت المقدس  دې سرمشریزې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  انعکاس پیدا کړ. ولسمشر اردوغان هغه څه وکړل  چې  یو زیات شمیر نړۍوالو سازمانونه يي په کولو کې عاجز  دي. ترکیې  یو ځل بیا نړۍ ته  دا ثابته کړه چې هیڅوک  د بیت المقدس  موقف  ته  تغیر  نشي ورکولی.

د ویلو ده چې ټول پدې ښه پوهیږي چې د ترکیې دا ډول  اقدامات  اسراییلو ته  سخته ضربه  رسوي. همداشان  ملګروملتونو سازمان  د تاسیس  د ورځې راهیسې  د فلسطین د مسلې د حل  په برخه کې هیڅډول خدمت ندی کړی. برعکس ددې ستونزې حل يي ناممکنه کړی دی. یواځنی هیواد چې  د فلسطین د ستونزې د حل په خاطر په دوامداره توګه هلې ځلې کوي  پدې برخه کې  ډیرې زیاتې فداکارۍ کړې دي  ترکیه  دی.

خو له بده مرغه چې  نړۍواله ټولنه  د ترکیې ددې هلو ځلو نه لکه څرنګه چې لازم  ده په هغه پيمانه  نه ستایي.

لکه څرنګه چې  ټول پوهیږي  ترکیې  د فلسطین د مظلومو انسانانو په ټپونو د پټیو د لګولو په خاطر د ماوي مرمرې کښتۍ  غزې ته استولې وه چې په لاره کې  د اسراییلو د وسله وال برید او مداخلې سره  مخامخ شوې وه. اسراییلی سرتیرو  پدې کښتۍ د برید پر مهال په بې ګناه او بې وسلو  ملکي وګړو  وحشیانه برید کړی وو چې په ترڅ کې ګن شمیر بې ګناه انسانانو ژوند د لاسه ورکړ.

ترکیې  د اسراییلو  دا  ضد انساني  او بې ادبي  د فلسطین  د خلکو په خاطر  او پر دوې د لګیدلې محاصرې  د سپکیدو له امله  د غرامت  ، بښنې او  د لګیدلې محاصرې د سپکولو په شرط  وبښه.

خو له بده مرغه چې  دا ځل  بد نیته ، شریرو  او فرصت طلبه  برخو  په ترکیې  د تهمتونو  د پورې کولو  او پروپاګند  د کولو سره  د فلسطین د خلکو سره  د مرستو د مخې د نیولو هڅه وکړه.

پداسې حال کې چې  ترکیې د  ظالمانو د بمونو او سرو ګولیو  لاندې  بندو پاتو کسانو ته  پخ کړې  تیاره  ډوۍ رسوله  په ترکیې  تور ولګو چې  دا پخه ډوډۍ  اړینو کسانو ته نه بلکې  ترهګرو ته  رسوي.

د ترکیې د همکارۍ همغږۍ  اداره تیکا  چې په سیمه کې  د خلکو د خیر او ښېګڼې  ، سولې او ثبات  او افراطیت نه د لرې کولو په خاطر هلې ځلې کولې  د ترهګرو نه د ملاتړ تور پرې ولګول شو. ددې ادارې د فعالیتونو مخه ونیول شوه.

تیکا تر اوسه پورې په فلسطین کې ۴۰۰۰ تنو ځوانانو ته  د ودونو کولو په برخه کې مرسته کړې ده .

که چیرې  په سیمه کې  په حقیقت سره  د ترکیې مرستو او فعالیتونو ته  کتنه وشي  دا د ورا ښکاره ده چې  ترکیې د مرستو او همکاریو سره  په سیمه کې  د جدي بحرانونو  مخه نیولې ده . خو ترکیه  د دښمنانانو  ددې ټولو پروپاګندونو  او تورونو سره سره  د سیمې د سولې او ثبات په خاطر خپل بشردوستانه  فعالیتونو ته  دوام  ورکوي.

د ویلو ده چې ترکیې په سږنۍ روژې مبارکه میاشت کې  په سلګونو او حتا په زرګونو کورنیو ته  د سیارو کلینیکونو په واسطحه  روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. غزې ته درمل او طبي سامان الات  استولي دي.

ترکیې  د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې هره ورځ په زرو کورنیو پخه ډوډۍ  ویشلې ده  . په ټوله روژه کې  تر ۲۰۰ زرو تنو ډیرو کسانو ته  پخه  ډوډۍ  رسولې ده.

همداشان د روژې مبارکې میاشتې په دننه کې په ۱۲ زره  اړینو کورنیو خوراکي مواد  ویشلي دي.

د ویلو ده چې  دا مرستې  په غزه کې ترسره شوي دي. ترکیې  غواړي چې ددې مرستو سره په غزه کې  چې د خلکو ژوند د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په خرابیدو یو  یو اندازه  په ټپونو پټۍ ولګوي.

ترکیه  د اوږد مهاله مرستو سره  غواړي چې د فلسطین د خلکو د ژوند  د رفاح  سطحه لوړه کړي.

ترکیه ددې مرستو سره  په سیمه کې د عدالت او سولې پر بڼسټ د دوو دولتونو  د پروژې نه ملاتړ کوي. په اصل کې  په یو ډول  د اسراییلو سره  هم  چې د دوو دولتونو سره  به  مشروعیت پیدا کړي  مرسته کوي.

اسراییلو  دولت  پر ځای ددې چې  بې ګناه فلسطینیان د بیلتون د دیوار، بمونو او راکټونو سره  د وژلو  هڅه کوي  حقیقت دې په سترګو وګوري  او په ګډه  د ژوند کولو  په خاطر دې  ګام اوچت کړي.

ترکیه یواځنی هیواد دی چې  په سیمه کې د روانو بحرانونو د ختمولو په خاطر ټپیږي.  

ترکیې چې تل  د عدالت  او مرحمت ارزښتونو نه دفاع کړې ده او دا يي د ځان دنده بللې ده  پرته ددې چې د چا دین، رنګ، ژبې او توکم ته  وګوري  تل  د ظالم پر خلاف د مظلوم  ترڅنګ  دریدلی دی. ددې خبرې  ډیر زیات  مثالونه شتون لري.

په ۱۴۹۲ م کال کې  نږدې ۲۰۰ زره تنه یهودانو  په اسپانیا کې د فشارونو او ظلمونو له امله عثماني امپراتورۍ ته پناه راوړې ده. عثماني امپراتورۍ  دوې ته  مځکې  ورکړي  او دوې يي ددې ظلمونو نه ژغورلي دي.

دې یهودانو ته  په ټولنه  او حتا  په دولت کې ډیرې مهمې وظیفې او دندې  سپارل شوي دي.

همداشان  د جمهوریت په دوره کې هم  ډیر زیات نمونې لیدل شوي دي. ترکیې  د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال  د نازيانو د ظلم نه د یهودانو د ژغورنې په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هڅه کړې ده .

د فرانسې  د مارسیلیا  په ښار کې د ترکیې د وخت  جنرال قونسل نجدت کینت  یو زیات شمیر نازیانو ته  چې  د جرمني  کمپونو ته  وړل کیدل  د خپل  ژوند په بیه  ژغورلي دي. دوې ته يي د ترکیې پاسپورت ورکړی  او دوې ژوندونه يي ژغورلي دي.

همداشان  په رودوس ښار کې  د ترکیې  یو تن بل جنرال قونسل  صلاح الدین  اولکومن په ورته ډول سره  یهودي ترکان  د الماني جنرالانو  د ظلم نه ژغورلي او جرمني کمپونو نه يي د نوموړو د انتقالولو مخه نیولې ده .

که چیرې تاریخ ته لنډه کتنه وشي  د ترکیې  د ننیو مرستو په اهمیت  به  لا ښه پوه شو.

په سیمه کې د ترکیې  ددې قیمتي  هلو ځلو نه باید  د تاریخي  فرصت په توګه  یادونه شوي  او په ډیره ښه توګه وارزول شي. ځکه چې ترکیه  دا ټول ددې سیمې د سولې او ثبات په خاطر کوي. ترکیه  ځان ددې سیمې مهمه پارچه بولي.

د عثماني امپراتورۍ  وارث   د ترکیې دولت   ددې سیمې  د سولې او ثبات په خاطر  هر ډول  فداکاري کوي. ځکه چې  دا سیمه  د عثماني امپراتورۍ لخوا  ۴۰۰ کاله  په ډیره  ښه توګه  او پرته د هر ډول امنیتي ستونزو اداره شوې ده . د هر وګړي سره  د عدالت  پر بڼسټ  چلند شوی دی. د سیمې ټولو خلکو او د ټولو ادیانو  لارویانو ته په یوه سترګه کتل شوي دي.

ترکیې هیڅوخت  د کوم هیواد  او یا د چا د خاورې د استثمار  هڅه نده کړې  ، د خپل ځان نه يي  د نورو ګټو ته  ډیره  توجه کړې ده . د خپلې  خاورې  د پولو نه بهر يي هم  د نورو لپاره  د یو عادل نظام  د جوړیدو  او د نورو د حقونو لپاره مبارزه کړې ده .

ترکیه نن یواځې د خپلو وګړو ۸۰ میلیونو  تنو  لپاره نه بلکې د نړۍ څه باندې  ۷ نیم میلیاردو تنو د ګټو په خاطر  هلې ځلې کوي.

ترکیې پدې برخه کې  په کراتو نړۍوالې ټولنې ته ځان په اثبات رسولی دی. په بورما  او بنګلادیش کې  د مرستو او هلو ځلو نه د بیلګې په توګه یادونه کولی شو.

ترکیې  د بورما  په سلګونو زرو تنو سره چې د بودستانو  د قتل عامونو له امله  خپل هیواد پریښی دی او په بنګلادیش کې  مهاجر شوي دي  مرستې رسولي دي.

د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردوغان په بورما کې  د  مسلمانانو  د قتل عام او په هغوې د بریدونو د پیلیدو  د شیبې نه  سمدلاسه وروسته  د ډیپلوماسي په ټرافیک  پیل کړی دی.

د بورما په مسلمانانو د روانو ظلمونو  د مخنیوي په خاطر  د نړۍ د مشرانو سره  خبرې کړي  او د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کړي دي. د بورما د مسلمانانو په ټپونو يي  د مرحم د پټیو د لګولو په خاطر  خپله کورنۍ  سیمې ته  ولیږله  او سیمې ته مرستې واستولې.

د یادولو وړ ده چې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ  اداره تیکا  نن ورځ هم  د بنګلادیش په کمپونو کې  میشتو بورما  مسلمانانو ته  پخه ډوډۍ  ورکوي.

ترکیه  ۵۵۰۰ کیلومتره لرې پرته  د بنګلایش په سیمه کې د مسلمانانو او بې وزله  انسانانو سره  بشري مرستې کوي. ایا پدې خبره کې به  د ترکیې  څه ګټه وي؟ ترکیه دا ټول  د بشر سره د مینې  او نړۍوالې سولې او ثبات په خاطر کوي.

د ترکیې او اسراییلو اړیکي   

د ترکیې جمهوریت  د اسراییلو سره  ډیپلوماتیکو اړیکو ته  د سیمې د سولې او ثبات سره د مرستې په خاطر د روانو هلو ځلو  مهمه پارچه بولي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په فلسطین کې د هر بحران  او ستونزې نه وروسته د ترکیې او اسراییلو ترمنځه اړیکې ترینګلې کیږي. د ترکیې  دا حساس او انساني  چلند  وخت نا وخته  اسراییلو حکومت  ناراحته کوي. همدا مسله د دواړو هیوادونو ترمنځه  په ډیپلوماټیکو اړیکو  منفي اغیزې کوي.

د یادولو وړ ده چې ترکیې  په غزه کې  وروستي  بحران او قتل عام په غبرګون کې  د یو څه مودې لپاره خپل سفیر د اسراییلو نه  هیواد ته راوغوښت. اړیکې خرابې شوې.

هو  د ترکیې لخوا د اسراییلو نه خپل سفیر هیواد ته راغوښتل  او یا د ترکیې نه د اسراییلو سفیر شړل  یو ډیر پر ځای غبرګون  دی  خو  دا مسله کیدای شي چې د فلسطینانو په ضرر  تمامه شي. ځکه چې کیدای شي  اسراییل پر فلسطین نوي بندیزونه ولګوي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  ترکیې د اسراییلو سره  د ماوي مرمرې د پیښې له امله  ۶ کاله  اړیکې ډیرې خرابې وې. شپږ کاله وروسته دواړو خواوو یو بل هیواد ته  سفیران واستول.

له سره ډیپلوماتیکو اړیکو  ښه کیدو  ترکیې ته فلسطین خلکو ته د مرستو د استولو سره  ډیره زیاته مرسته وکړه. لکه څرنګه چې پوهیږۍ اسراییلو په بیت المقدس یرغل کړی ، په غزې محاصره لګولې، لویدیځه تراړه  او یو زیات شمیر نورو سیمو لارې تړلې دي.

که هر قسم  وي خو دا سیمې نن د اسراییلو تر کنټرول لاندې قرار لري. د همدې امله  ترکیه مجبوره ده چې د احساساتو پر ځای  د عقل نه کار واخلي .

د اسراییلو سره  د اړیکو نه په استفادې سره  د فلسطین مظلومو خلکو ته مرستې واستوي او د هغوې لاسنیوی وکړي.

په پای کې وایو چې  د اسراییلو حکومت سره ددې چې تر ننه پورې ندی کړی خو  نن باید  سترګې پرانیزي او حقیقت  وګوري. د فلسطین په خلکو روانو ظلمونو ته  د پای ټکی کیږدي.

اسراییلو باید په ماضي  کې  تر ټولو زیات د کړیدلي  او ځپول شوي  یو قوم په توګه نن نور ونه کړوي. په نورو  باید  ظلم ونکړي.

همداشان  امریکا  د وروستي اقدام سره  په سیمه کې د سولې په خاطر د مځنګړتوب  موقف  او اعتبار د لاسه ورکړ.

نږدې سل کاله کیږي  چې بیت المقدس  ښار د سولې او ثبات تګی  دی. پدې ښار کې باید  لکه څرنګه چې  د سلګونو کلونو راهیسې پکې ټولو  دینونو ته  ازادي ورکړ شوې وه  او ټولو د سولې په فضا کې به ګډه ژوند کولو دا تنده ماته کړې شي.

دا مسله  به په هره سیمه کې  سوله حاکمه کړي. همداشان  د ترکېې د تیکا  اداره  د خپل ماموریت په اساس  په فلسطین کې  د اقتصادي پراختیا  او زیربناګانو د قوي کولو  او له سره  د جوړولو په  برخه کې هلې ځلې کوي . دا اداره  په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر  د لمنځه وړل شوي نظم  د بیا جوړولو  هلې ځلې کوي.


پيوندونه: اسراییل , فلسطین , ترکیه

اړوند خبرونه