د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ترکیې نوې پالیسي

ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته مضبوطو ګامونو سره دوام ورکوي

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ترکیې نوې پالیسي

ترکیې  د جولای د ۱۵ مې د کودتا  د ناکام  اقدام نه وروسته  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د اعلان کړي  دوکترین  او پالیسۍ  په چوکاټ کې  دا مبارزه  د ترکیې  د پولو نه  بهر وغځوله. د ترهګرو د اصلي سرچینو په لمنځه وړو  پیل وکړ. ترکیې  د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې په برخه کې د غوره کړي نوې پالسیۍ  په چوکاټ کې  د فرات ډال  د پوځي عملیاتو کې  سره  خپلې پولې د داعش ترهګرې ډلې  د عناصرو نه  تصفیه او پاکې کړې. وروسته د زیتون څانګې د عملیاتو سره  د عفرین سیمه د ترهګرو عناصرو نه  تصفیه کړې.

ترکیه  اوس  په پام کې لري چې  د پ ک ک ترهګري سازمان او د هغه د څانګو پ وای ډي او وای پ جي  پر خلاف په مبارزه کې د عفرین نه وروسته قندیل، سینجار او منبج ته د عملیاتو لمن وغځوي. د ویلو ده چې ترکیې د عراق په شمال کې د قندیل په غرونو  څو میاشتې مخکې پوځي عملیات پیل کړي دي  او سوریې د منبج  په سیمه کې د عملیاتو د پیلولو په خاطر  د امریکا  متحده ایالتونو سره  ډیپلوماتیکو  مذاکراتو په پایله کې د لارې نقشه وټاکل شوه . د عراق د سینجار د سیمې په اړه هم  ډیپلوماتیک او هم  عسکري اماده ګي دوام لري.

د ترکیې د سیاست، اقتصادي او ټولنیزو  څیړونو د ټولنې  سیتا  څیړونکي  او لیکوال جان اجون  د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

لیکوال جان اجون وايي چې  د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه  ددې جملې سره  خلاصه کړه. 

( په ساحه  کې  موجود  د ترکیې وسله وال ځواکونه  د ترهګرو  د پنځایونو او سوړو پر لورې  ګام په ګام  پرمختګ کوي. که چیرې  د هیواد مخالف ګوندونه  مخالفت هم  وکړي ، لکه څرنګه چې مو  د سوریې د عفرین، جرابلس، الباب، عزیز د ترهګرو  او قاتلینو نه  تصفیه  او پاکې کړې  په همدې شان به  د عراق د قندیل سیمه  هم  چې د ترهګرو  اصلي  ټاټوبی  او ځالې  دي  د الله په مرسته  ددې بلاګانو نه  تصفیه  او پاکې کړو. که چیرې  د ترهګرو سیاسي څانګې  ، پلویان  او لارویان  ددې عملیاتو سره  په هره اندازه  مخالفت  او نارضايي وښايي  مونږ  د ترهګرۍ مسله  د هیواد  د اجندا  نه  پاکو. هو  لکه څرنګه چې پرون د عفرین د عملیاتو سره  مخالفت کولو نن  يي  د قندیل د عملیاتو سره  هم  کوي. خو مونږ  د ترکېې میړانه ملت به  دې غافلینو  ته  اصلي  درس  او ځواب  په ټولټاکنو  او د رایو په صندوقونو کې  ورکړو. »

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د جون په ۱۱ مه نیټه  په خپله وینا کې وویل چې ( د عراق د قندیل او سینجار په سیمه مو  پوځي عملیات پیل کړل. دا عملیات د شلو جنګي الوتکو سره  پيل شول چې په لومړني پړاو کې  د ترهګرو ۱۴ مهم  هدفونه  له منځه یوړل. زمونږ  الوتکو  د ترهګرو پټنځایونه  او کمپونه  د مځکې سره  مځکه کړل  او په خیر سره  بیرته  هیواد ته راستنې شوې. دا عملیات  پایته رسیدلي ندي، دوام لري.)

ولسمشر اردوغان  ددې څرګندونو سره  په قندیل پيل شوي عملیات رسمآ اعلان کړل. د ترکیې وسله وال ځواکونو  د قندیل د عملیاتو لپاره د میاشتو میاشتو راهیسې  په تیاریو پیل کړی وو.

د ویلو ده چې د ترکیې ځانګړي  ځواکونه او کوماندو ځواکونه  سیمې ته  تللي دي  او د قندیل تر ۲۴ کیلومترۍ رسیدلي دي. دوی  ۱۱ د څار مرکزونه جوړ کړي دي.

د ویلو ده چې  عراق  د  خاورې په دننه کې یواځې  په قندیل  نه بلکې  د عراق او سوریې په  پولو کې د سینجار سیمه  هم  چې  د ترهګرو لخوا ترینه  د تګ راتګ د لارې په توګه کار اخیستل کیږي  د پ ک ک ، د هغه د څانګو او نورو ترهګرو ډلو نه  پاکوي. ترکیې  لومړنی هدف  قندیل  او دویم  هدف  سینجار  دی.

د ویلو ده چې  د عراق د مرکزي حکومت  ځواکونه  او امریکايي  ځواکونه  په سینجار کې د ځای په ځای کیدو نه وروسته  د پ ک ک او د هغوې  څانګو  اړوند  ډیری  ترهګر  د سیمې نه وتو ته  اړ شوي دي . دا ترهګر  په لوړه کچه کې نه وي  خو بیا هم  پدې سیمه کط موجودیت ته دوام  ورکوي.

ترکیه  د ترهګرۍ پر وړاندې  مبارزه  یواځې د پوځي عملیاتو سره  نه بلکې  د ډیپلوماسۍ  له لارې هم  پر مخ وړي. دا چې د عراق په خاوره کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو  د عملیاتو په اړه  د عراق مرکزي حکومت  او په شمال کې  فدرالي  ادارې  کوم غبرګون  ندی ښودلی  دا ټول  د بریالي ډیپلوماسۍ  ثمره ده.

په همدې شان  د سوریې د منبج  په اړه هم  قوي  ډیپلوماسي  او دیپلوماتیک مذاکرات  ترسره شول.

ترکیې د منبج په مسله کې د امریکا سره  د قوي ډیپلوماسۍ په پایله کې  دواړو هیوادونو د یادې شوې سیمې لپاره  د لارې ګډه نقشه  جوړه کړه. دواړه هیوادونه په تفاهم  ورسیدل.

د  ترکیې او امریکا  ترمنځه د شوي تفاهم  له مخې به  د پ ک ک  ترهګري سازمان  څانګې  پ وای ډي او وای پ جي  د منبج نه ووځي  او د فرات نهر ختیځې څنډې ته به تیر شي.

ترکیه به په منبج کې د امریکا  او فرانسې سره په ګډه  کشفي فعالیتونه  پر مخ یوسي او د سیمې امنیت به په ګډه ټینګ کړي.

وروسته به په ګډه توګه  منبج سیمې ته  اداره او  امنیتي ځواکونه  وټاکي .

ترکیې د منبج په مسله کې  د امریکا سره د مذاکراتو  په برخه کې  د لارې نقشه وټاکله. خو  دا مذاکرات  یواځې  د منبج پورې محدود ندي.

همداشان  کیدای شي چې  دا تفاهم  د سوریې په شمال کې د فرات د ختیځې برخې لپاره هم  ماډل وګرځي.

د امریکا او ترکیې لخوا  شوی تفاهم  په منبج کې په بریالي توګه د عملي کیدو نه وروسته  کیدای شي چې  په رقه ، دیروزور، تل ابعیض او نورو سیمو کې هم  عملي کړی شي. ځکه چې  دا سیمې هم  د پ وای جي  د ظلم  لاندې قرار لري. ددې سیمې خلک هم  غواړي چې  ددې ترهګرو د ظلمونو نه وژغورل شي.

په عمومي ډول ترکیې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د نوې پالیسۍ سره  ډیرې زیاتې لاسته راوړنې او بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي. همداشان  ددې پالیسۍ په چوکاټ کې به په راتلوونکو ورځو کې  د ترهګرۍ د ستونزې په کامله توګه د لمنځه وړو او یا  تر ټولو  ټیټې سویې ته د راټیټولو په خاطر  ځینې مهم ګامونه اوچت کړي.

د ویلو ده چې  د پ ک ک ترهګرې ډلې پدې وروستیو کلونو کې  په عراق او سوریه کې د روانو  جګړو  او ستونزو نه په ګټې پورته کولو سره  د خپل نفوذ ساحه  ډیره زیاته پراخه کړې وه او حتا د ترکیې  پولو ته يي ګواښ مخامخ کړی وو. ترکیې  د پولو نه  بهر  د عملیاتو سره  دا ګواښ  د چا خبره د  لمنځه وړی دی  او په کامله توګه به يي له منځه یوسي.

 



اړوند خبرونه