د ترکیې نوی حکومتي سیستم او پر ټولټاکنو اغیزې.

د ترکېې د ټولټاکنو بهیر  اوس ولې  د پخوا په څیر په قطبونو ویشوونکی ندی؟

د ترکیې نوی حکومتي سیستم  او پر ټولټاکنو اغیزې.

د ترکېې د ټولټاکنو بهیر  اوس ولې  د پخوا په څیر په قطبونو ویشوونکی ندی؟

په ترکیه کې د لسو ورځو په دننه کې  د ولسمشرۍ او پارلماني ټولټاکنې کیږي. کاندیدان  او سیاسي ګوندونه  د خپل ټول وس او توان سره  انتخاباتي کمپاینونه پر مخ وړي. د ویلو ده چې د ترکیې په تاریخ کې  د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي. د ټاکنو د کمپاینونو  بهیر او موجودې تابلو ته په کتو سره  یوه مسله  ډیره زیاته  تر سترګو کیږي چې هغه هم  پدې بهیر کې  تاریخي  اعتدال  دی.

په انتخاباتي کمپاینونو کې  د پخوا په څیر  په مختلفو ډلو ټپلو یا قطبونو باندې ویشل کیدل، سپکې سپورې  ویل  ددې په څیر  د نور څه  لیدل  ناممکنه دي. هر څه په ډیر اعتدال  سره  پرمخ  ځي. ددې خبري  سبب څه دی؟

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې  ریس  پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړم.

پروفیسور  بلبل وايي چې  د هر څه نه مخکې  یو تن  د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په خاطر  باید  ۵۰ جمع  یو رای ترلاسه کړي  چې  مسله  ټول  مصالمت امیزه سیاست غوره کولو ته  اړ باسي.

که چیرې  تیر ټاکنو ته  کتنه وکړو په ترکیه کې  سیاسي ګوندونه د شل سلنه رایو ترلاسه کولو سره  هم  اقتدار ته  رسیدلي دي. خو د عدالت او پراختیا  واکمن  ګوند  بیا  دا خبره له منځه یوړه  او د خطراتو په قبلولو سره يي  په ټولټاکنو کې د ۵۰ جمع یو مسلې رامنځته کولو  ته  زمینه برابره کړه.

ددې سره  په هیواد کې  سیاسي ګوندونه  مجبور دي چې ددینه وروسته یواځې د خپلو پلویانو  د خوښې سیاستونه نه بلکې ټول هیواد په نظر کې نیولو سره  سیاستونه غوره کړي.

یعنې  کاندیدان  په ټولنه کې د هرې برخې  نه د رای د ترلاسه کولو په خاطر  مجبور دي چې په سیاستونو کې  ټول په نظر کې ونیسي. د پخوا په څیر  تنګ سیاستونه نه بلکې  وسیع  او د پراخه  لید خاوند سیاستونه  جوړ کړي.

هر کاندید خپلې موخې ته د رسیدو  په خاطر  مجبور دی چې  د ټولنې  هرې برخې سره وویني  او د هغې  غوښتنې په نظر کې ونیسي. هرې برخې ته  جلا جلا قناعت ورکړي. د هرې برخې  قناعت حاصل کړي.

۵۰ جمع  یو  په هیواد کې ټول سیاستوال  او په ځانګړې توګه  کاندیدان  دېته مجبوروي  چې  د پخوا په څیر یواځې د خپلې مفکورې  خاوندانو او پلویانو ته نه بلکې  د ټولو خواوو  او مفکورو په نظر کې نیولو سره  حرکت  وکړي او سیاستونه غوره کړي.

دې موخې ته د رسیدو  په خاطر  کاندیدان او سیاسي  ګوندونه  مجبور دي چې د افراطیت ، زشتو خبرو، نورو ته په حقیره  سترګه د کتلو  پر ځای  پخلاینې  او مصالمت امیزه  سیاستونو  او ویناګانو ته  مخه وکړي.

دا هم  د ترکیې  له پلوه او هم  د سیمې  له پلوه  یو ډیر  مهم  او مثبت  پرمختګ  دی. ځکه چې ترکیه نن ورځ  د نړۍ  د یو زیات شمیر هیوادونو لپاره  نمونه د مثال  او ماډل هیواد  دی.

وقفه...

پداسې حال کې چې د نظرسنجیو  شرکتونو  په ترسره کړو  نظرپوښتنو کې  دا معلومه کړې  ده چې  په ترکیه کې  د ولسمشرۍ ټولټاکنې به  په لومړي پړاو کې  نتیجې ته ورسیږي  خو  مخالف ګوندونه  بیا  د خپل وس او توانه پورې  ټاکنې  دویم  پړاو ته  د غځولو  هڅه کوي.

که چیرې  دویم پړاو ته د ټاکنو  د غځیدو  احتمال  ډیر ضعیفه  هم  وي  خو دا مسله  کاندیدان  او سیاسي  ګوندونه  لا زیات  دقت  کولو  او  د پخلاینې د ادبیاتو کارولو  ته  اړباسي.

په ځانګړې توګه  مخالف ګوندونه چې په یواځې  ځان  د پنځوس جمع یو  رای ترلاسه کولو  چانس  نلري  هڅه کوي  چې  د ټولنې  د نورو  برخو  او په ځانګړې توګه د عدالت او پراختیا واکمن ګوند پلویان  ځان لورې ته  راکاږي.

دا خبره  پخپله سیاسي ګوندونه او کاندیدان  دېته اړ کوي  چې  داسې ادبیات ونه کاروي چې د ټولنې نورې برخې ترینه  ناراضي شي. داسې عمل ښکاره نکړي چې  د نورې برخې  ترینه  نفرت وکړي.

همداشان  د ټولټاکنو  د ورځې د رانږدی کیدو سره  سم  او په ځانګړې توګه ټولټاکنې دویم  پړاو ته د غځیدو په صورت کې  به  لا د نرمې  ژبې  او  ښکلو ادبیاتو  شاهدي وکړو.

د یادولو وړ ده چې  په ترکیه کې  پخوا  ولسمشر  انتخابي  نه بلکې انتصابي  وو. ولسمشر به  د ملت لخوا نه بلکې  د پارلمان  کې د سیاسي ګوندونو لخوا ټاکل کیده.

د ولسمشر  د ټاکل کیدو په برخه کې به د ملت ارادې لکه  څرنګه چې باید وي په هغه ډول انعکاس نه ورکول کیده. د ملت غوښتنې به په نظر کې نه نیول کیدې. دا  ډیره  خطرناکه  مسله وه.

دا مسله په هیواد کې  د دیموکراسۍ او ازادیو له پوله هم  یو ستر خنډ  کمبودي  وه. د نوي سیستم  سره  دا کمبودي  ډکه شوه. په نوي سیستم کې  هر هغه سړی چې لږ تر لږه  د سلو زرو تنو  ملاتړ  ترشا  ولري  د ولسمشرۍ لپاره  ځان  کاندید کړي.

دا حق په ځانګړې توګه  کوچني  سیاسي ګوندونه  او کوچنۍ ډلې  او ټپلې هم  په یو سیستم کې  د داخلولو په برخه کې هم  ډیره مرسته کوي. که چیرې  دې کوچنیو ګوندونو او ډلو ته  دا حق نوی  ورکړ شوی  ددې احتمال وو چې  افراطیت لورې ته مخه کړې وی خو  اوس  ټول  ددې حق لري چې  خپل نوماند  وټاکي  او په ازاده توګه  په ټولټاکنو کې سیالي وکړي. خپل فکر  او مفکوره  د هیوادوالو سره شریکه کړي.

د ټولټاکنو نه مخکې  ایتلاف :

د یادولو وړ ده چې  په پخوانیو ټولټاکنو کې  سیاسي ګوندونو  د ایتلاف کولو  قانوني  حق  نه درلود. خو په ترکیه کې نوي سیستم  بیا  سیاسي ګوندونو ته  د ایتلاف کولو قانوني حق ورکړ. د بیلګې په توګه  دم ګړۍ  په ترکیه کې دوه مهم  ایتلافونه جوړ شوي دي چې یو يي  د جمهور  ایتلاف  دی چې د عدالت او پراختیا ګوند په مشرۍ جوړ شوی دی او بل بیا د ملت  ایتلاف دی چې د جمهوریت خلق ګوند په مشرۍ جوړ شوی دی.

اوس هم  کوچني سیاسي ګوندونه هم  کولی شي چې پدې ایتلافونو کې برخه واخلي. دا مسله  د سیاسي ګوندونو ترمنځه همکاریو ته  زمینه برابروي. په ګډه کارولو ته  فرصت  ورکوي. پخلاینې ته  لار اواروي.

د یادولو وړ ده چې په ترکیه کې پخوا به ایتلافونه  د ټولټاکنو د ترسره کیدو نه وروسته  جوړیدل.

همداشان  د ټولټاکنو نه مخکې  د ایتلاف ته د اجازې ورکولو سره  یو بل ډیر مهم ټکي هم  دقت شوی دی. د ټولټاکنو نه مخکې ایتلافونه  په مستقیم توګه  ملت ته  وړاندې کیږي. یعنې په نوي سیستم کې د ایتلافونو  قدر  پخپله د ملت لخوا ټاکل کیږي.

د یادولو وړ ده چې  په نوي سیستم کې  کوچنیو سیاسي ډلو او ګوندونو ته  یو بل ډیر مهم  فرصت   ورکړ شوی دی. هغه هم  د ایتلافونو له لارې په ډیره  اسانه توګه په ټولټاکنو کې ګډون  دی.

په پخواني سیستم کې د ټولټاکنو کې د ګډون لپاره  معیار شتون درلود. هغه سیاسي ګوندونو کې  د لس سلنې   نه به يي  یوه رایه هم  کمه ترلاسه کړه  په اتوماتیک توګه  نشي کولی چې  بری  ترلاسه کړي  او یا  پارلمان ته وکیلان  ولیږي. هغه به د ټاکل شوي معیار  او نصاب لاندې  راتلل .

 

د نوي سیستم  سره  په ترکیه کې  ټر ټولو مهم  تبعیض ، ښې اړخي ، کین اړخي، سیکولر، انتي سکولر، مدرن  او اتاترک د لارې د لارویانو په څیر  بحثونه او جنجالونه  له منځه  تللي دي.

یعنې  اوس سیاسي  ګوندونه نشي کولی چې یواځې  ددې ډول  څرګندونو  او احساساتو نه  اوبه وڅښي. د یو او بل په نامه  ګټه ترلاسه کړي.

اوس  ټول  پدې ډیر ښه پوه شوي دي چې  اقتدار ته د رسیدو  یواځنۍ لار  د هیواد هرې برخې  ته  په یوې سترګه کتل  او ټولو سره یو شان چلند دی. پخلاینه ده .

دا  چې  ټول سیاسي  ګوندونه  مجبور دي چې د ټولنې هر خوا او ټولو برخو سره  تماس  ټینګ کړي  دا  ډیره  مهمه  خبره ده.

په ترکیه کې نوي سیستم  د ترهګرو سره  د سیاسي ګوندونو د واټن  نیولو د مسلې سره هم  ډیره مرسته وکړه.

د بیلګې په توګه د حقونو ډیموکراتیک ګوند  چې  د ترهګرو سره  اوس هم نږدې اړیکي لري  او د هغوې سره يي مصافه  نده مراعات کړې  د چا خبره د انزوا سره  مخامخ شو. هیڅ کوم سیاسي  ګوند  ددوې سره  ایتلاف  کولو ته غاړه کینښوده  او زړه يي ښه نکړ.

دا خبره  د ټولنیز  فشارونو ، دیموکراسۍ  او  په ټول هیواد کې د سولې  سره  ډیره زیاته مرسته کوي. هغه  خبره له منځه ولاړه چې  یو سیاسي ګوند  به د یو پلو نه  په ټولټاکنو کې ګډون کولو  ، پارلمان ته به يي  وکیلان  استول  او د بله پلوه به يي  بیا په غرونو کې  اوږه په اوږده  فعالیت کولو  ، هغوې ته به يي سلام ورکولو  او د هغوې په توصیو به يي عمل کولو.

د ویلو ده چې په ترکیه کې د ټولټاکنو د نږدې کیدو سره  پوپولیزم  د پام وړ  ډیر شوی دی.

په ځانګړې توګه  مخالف ګوندونه  په ویشلو  ډیر زیات ټینګار کوي. دا خبره هم  سبب لري. ددې سبب دادی چې ترکیه اوس هغه  پخوانی هیواد دی چې  کلنی سرانه عاید يي  ۲ زره ډالره وي. نن ورځ  د ترکیې کلنی سرانه عاید  تر لسو زرو ډالرو لوړ  دی.

د یادولو وړ ده چې  ترکیه  په سیمه کې هم  د جدي مهمو ستونزو او خطراتو سره  لاس او ګریوان  ده.

د همدې امله  ترکیه په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې  د تبعیض، ویشنې او قطبونو  پر ځای  د پخلاینې،یووالي او ورورولۍ سیاستونه  جوړ  او  اهمیت ورکړي. د هیواد د بقاء په خاطر هم  دا مسله ډیره مهمه ده .

که چیرې  د ټولټاکنو روان بهیر  او انتخاباتي کمپاینونو ته  لنډه کتنه وکړو  نوي د حکومتي سیستم  وار د مخه خپلې مثبتې اغیزې پیل کړي دي.

 



اړوند خبرونه