په سوریه کې د ترکیې مهم او رغنده رول

په ننۍ خپرونه کې  په سوریه کې د ترکیې په مهم رول  بحث کوو.

په سوریه کې د ترکیې مهم  او رغنده رول

په ننۍ خپرونه کې  په سوریه کې د ترکیې په مهم رول  بحث کوو.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په سوریه کې د روان کړکیچ  د حل او طرفینو ترمنځه  د سولې د رامنځته کولو  په موخه  پيل شوی  د استانه بهیر  دوام لري.

د ترکیې، روسیې او ایران  تر حمایې لاندې  روان  د استانې بهیر  په چوکاټ کې  ځینې سیمې  ټاکل شوې چې هلته باید  د روانو نښتو کچه راټیټه شي. خو پدې سیمو د اسد رژیم، روسیې او ایران لخوا  د بریدونو دوام او د ځینو سیمو  نیول  په ځانګړې توګه  د سوریې د ادلیب  سیمې  اهمیت  څو برابره  ډیر کړ. د ادلیب د  سیمې  د مهمو ځانګړتیاوو نه یوه هم  د ترکیې سره د ګډې پولې درلودل دي. دې مسلې  په ادلیب  باندې  د اسد رژیم  د لا زیاتو بریدونو د مخنیوي په خاطر  د ترکیې  لاس قوي کړی دی.

سربیره  پر دې  د یو زیات شمیر هغه سیمو نه  چې د اسد د رژیم  تر محاصرې لاندې قرار لري  سوري مخالفین  ادلیب  او د فرات ډال د پوځي حرکاتو سیمې ته  تخلیه کول  د ادلیب  سیمه  د سوري مخالفنیو په مهمې  کلا بدله کړې ده .

د یادولو وړ  ده د استانه  د بهیر د پریکړو په چوکاټ کې ترکیې  په ادلیب کې  ۱۲ د څار نقطې، روسیې  لس  او ایران  ۷ د څار نقطې  جوړې کړي دي. د څار نقطو او قوي نظارت  په ادلیب کې تر ډیره  حده  د نښتو او جګړو مخه نیولې ده .

په ځانګړې توګه  د ترکیې لخوا جوړ شوو د څار نقطو د مخالفینو پر وړانډې  د اسد د رژیم د ځواکونو د مخنیوي  مخه ډب کړې ده .

د ترکیې د سیاست ، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو  د وقف  څيړونکي  لیکوال  جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

لیکوال جان اجون وايي  د سوریې د ادلیب په سیمه کې  د ترکیې لخوا  جوړو شوو د څار نقطو  په کومه اندازه  چې  سیمه کې د روانو نښتو مخه نیولې  خو ددې سره سم  يي ځینې مشکلات  هم  رامنځته کړي دي.

پداسې حال کې چې  ترکیه  د  سوریې  ادلیب سیمې سره  ګډه پوله لري  او دې مسلې  ترکېې ته د سیمې ته د ځواکونو او پوځي  توکو د انتقال په برخه کې  ډیر مهم  فرصت  وړاندې کړی  خو په همدې اندازه يي ورته ګواښونه هم  مخامخ کړي دي. ګواښونه  په سیمه کې افراطي ډلې  او د بشار اسد د رژیم  جاسوسان دي. افراطي ډلي او د اسد جاسوسان  په سیمه کې  د سولې د ټینګښت په خاطر  د ترکیې  د هلو ځلو پر وړانډې  خنډونه جوړوي. د بیلګې په توګه  څه موده مخکې د ترکیې د وسله والو ځواکونو په یو کتار چې د ادلیب پر لورې روان وو  بمي برید وشو. همداشان  وخت نا وخته  د اسد رژیم  جاسوسان، ایراني او بهرني شیعه ملیشې  په ترکي ځواکونو  بریدونه کوي.

خو ترکیه  ددې ټولو  سره سره  په سیمه کې  د روانې جګړې د مخنیوي  په خاطر هلې ځلې کوي. د ترکیې لخوا د هر ډول خطراتو قبولو او سیمه کې د جګړې د مخنیوي په خاطر د خپلو وسله والو ځواکونو استول  ددې خبرې ښکاره بیان  دی.

ترکیه  د یو پلو نه  د استانه  د بهیر سره  د اسد رژیم او مخالفینو ترمنځه د روانو جګړو د مخنیوی په خاطر  هلې ځلې کوي  او د بله پلوه په سیمه کې  د ترهګرو ډلو  چې د خلکو  په وینو تجارت کوي  او د بې ګناه انسانانو د په وینو تغذبه کیږي  پر خلاف  مبارزه کوي.

د یادولو وړ ده چې ترکیې  لومړی  د فرات ډال د پوځي عملیاتو سره  د سوریې په خاوره کې د ترکیې د پولو ترڅیرمه  پرتې ټولې سیمې  د داعش ترهګرې ډلې نه  پاکې او تصفیه کړې  او وروسته یي  بیا  د عفرین  د عملیاتو سره  د پ ک ک ترهګرې او د هغو د څانګو  پ وای ډي او وای پ جي چې  پر خلاف عملیات پیل کړل.

ترکيې د سوریې په خاوره کې دواړه  ځله پوځي عملیات  پخپله د سوري مخالفیو په ملګرتیا  ترسره کړه. دا خبره هم  ځینې لاملونه لري چې تر ټولو مهم يي د سوریې خلکو او نړۍوالې ټولنې ته دا ښودل دي چې ترکیه  د چا خاورې ، شتمنیو او بله څه ته  سترګې ښخې کړي ندي. ترکیه  د استثمار نه بلکې  د سولې او خواخوږۍ  په خاطر  دا ګامونه اوچتوي.

پداسې حال کې چې ترکیه  د یو پلو نه  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي د بله پلوه  بیا په ګاونډي هیواد سوریه  کې  د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر هم هلې ځلې کوي.   

په سوریه کې روانو کورنیو جګړو  د ترکیې  امنیت هم  د ډیرو زیاتو ننګونو سره  مخامخ کړی وو.

ترکیې  د فرات ډال عسکري عملیاتو  سره  د سوریې په خاور کې د ترکیې د پولو په اوږدو کې  د داعش ترهګرې ډلې  ټول  ریښې له بیښه  ونړولې. دې مسلې  تر ډیره حده  سوریې له خاورې نه  ترکیې ته مخامخ  تهدیدونه له منځه یوړل.

همداشان  د زیتون څانګې د عملیاتو  سره  يي  هم  د پ ک ک او په سوریه کې ددې ترهګرې ډلې د څانګو لخوا ترکیې ته مخامخ تهدیدونه  برطرفه کړل.

د یادولو وړ ده چې ترکیه  یواځې  د سوریې په خاوره کې نه  بلکې په عراق کې هم  د ترهګرو پر خلاف مبارزه کوي.

همداشان  ترکیې  د سوریې په شمال کې  د پ ک ک او د هغه د څانګو د منځه وړو په برخه کې  ډیر مهم ګامونه  اوچت کړي دي.

ترکیه  ددې ترهګرو ډلو سربیره  د هغوې  د ملاتړ کوونکو پر خلاف هم مبارزه کوي. د بیلګې په توګه  امریکا  متحده ایالتونه د سوریې په شمال کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي سره په اتفاق  او د هغوې نه په ملاتړ  ټینګار کوي. همداشان  په سیمه کې د ترکیې د مبارزې پر وړاندې هم  خنډونه جوړوي.

ترکیه  د امریکا  او نورو لویدیځوالو هیوادونو  د ټینګار  او د ترهګرو نه د ملاتړ  سره سره  د ترهګرۍ وړاندې مبارزې ته  په عظیمې ارادې سره دوام ورکوي.

ترکیه   د یو پلو نه په سیمه کې د ترهګرو پر خلاف  پوځي عملیات  کوي او د بله پله بیا امریکا ته  د ترهګرو نه د ملاتړ نه د لاس اخیستو په خاطر  د قناعت ورکولو  هڅه کوي. ترکیه غواړي چې  د سوریې د منبیچ سیمه  د پ ک ک ترهګرې ډلې نه وژغوري. پدې سیمه کې  امریکا  د پ  ک ک سره لاس په لاس کې ورکړی  دی.

د یادولو وړ ده چې  امریکا متحده ایالتونو  چې کله د منبیچ په سیمه  عملیات  پیلول  ترکیې سره يي ژمنه کړې وه چې د سیمې د نیولو نه سمدلاسه وروسته به د وای پ جي ترهګر له سیمې وباسي خو له  بده مرغه چې دا کار يي ونکړ. دې مسلې د ترکیې او امریکا  ترمنځه  په اړیکو کې هم  ځینې ستونزې پيدا کړي دي.

د منبیچ په مسله کې د ترکیې د سخت غبرګون له امله  د امریکا پخوانی د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ترکیې ته راغی  او دلته  یو ځل بیا  د پ ک ک ترهګرې ډلې  څانګې د منبیچ نه د ویستو په مسله کې د ترکیې سره تفاهم وکړ.

همداشان  د امریکا  ولسمشر ټرمپ  ریکس ټیلرسن  له دندې ګوښه کړ  او نوی  د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو  دنده پيل کړه.

دا ځل د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  مولود چاوش اوغلو د یاد مسلې په خاطر  امریکا ته لاړ او هلته د نوي بهرنیو چارو وزیر سره  ولیدل.

پدې لیدنه کې د ترکیې او امریکا ترمنځه یو ځل بیا تفاهم وشو . تمه کیږي چې د نوي تفاهم  جزیات  په نږدې راتلوونکې کې بیان شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  په امریکا کې د لیدونو کتنو نه وروسته  وویل چې د دواړو هیوادونو  ترمنځه دمنبیچ په مسله کې تفاهم وشو.

همداشان  د چاوش اوغلو د څرګندونو نه وروسته  په منبیچ کې ځايي  سرچنیو بیا خبر ورکړ  چې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د یاد شوي ښار نه د وتو په خاطر  په تیاریو پيل کړی دی.

د نوي تفاهم  له مخې  د منبیچ د ښار نه د پ ک ک د څانګو د وتو نه وروسته به د ښار امنیت د ترکیې او امریکا لخوا په ګډه  ونیول شي.

همداشان  دواړه هیوادونه به په ګډه  د سیمې لپاره  اداره وټاکي  او پولیس به ورته  انتخاب کړي.

د یادولو وړ ده چې د منبیچ  په مسله کې د امریکا او ترکیې ترمنځه  جوړجاړی به  د دواړو هیوادونو ترمنځه په یو بل مات شوی  باور  یو اندازه  ورغوي.     



اړوند خبرونه