د ورځې اجندا

د ورځې اجندا

د ورځې اجندا

په عراق او سوریه کې  روان  پرمختګونه  د ترکېې اهمیت  او ورسره سم  مسئولیت او دروند  بار  لاپسې  زیاتوي. پدې دول  مهم  بحیر کې  د ترکیې لخوا د ټولټاکنو پریکړه  طبعآ  چې ځینې  خطرات هم  لري خو ډیره مهمه ده.

د یادولو وړ ده چې په ترکیه کې  ټولټاکنې  د خپل معین وخت نه  رامخکې کول  او د جون په ۲۴ مه نیټه ترسره کول  د داخلي  محراقونو  سربیره د پولو په اوږدو او سیمه کې روانو  پرمختګونو  ځانګړی  رول  لوبولی دی. پداسې حال کې چې د سیمې په اړه  نوې  پولې  او نقشې  رسمیږي  ترکیې نشو کولی چې ځان  د ټولټاکنو  په کمپاینونو  مصروف کړي.

د ویلو ده چې  پدې حساس وخت کې د ترکیې  کوچنۍ  سیاسي ، اقتصادي او عسکري  خطا  او یا ضعف  امریکا  او سیمې  د ساختار د بدلولو په خاطر  کارکوونکي  ځواکونو ته  تاریخي  فرصت  وړاندې کوي. د همدې امله  ترکیه  مجبوره شوه چې  د ټولټاکنو د درندو  بار نه هر څه ژر ځان  وژغوري  او ټولټاکنې  د معین وخت نه مخکې کړي. همداشان  د ترکیې لخوا  دا مخامخو ګواښونو ته  ستر ځواب  او متقابل  حمله ده.

د ترکیې  د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو  وقف  څیړونکي  لیکوال جان اجون  د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام  ورته رااړوم.

لیکوال جان اجون وايي  تر کومه چې په عراق  او سوریه کې  روانه ناڅرګندي  او بې ثباتي  له منځه لاړه نشي  په ځانګړې توګه ترکیه  مجبوره ده  چې په ځانګړې توګه  په سویلي پولو کې  ډیره قوي  بهرنی سیاست  غوره کړي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  سیمه کې  د روانو ستونزو له امله  ترکیه  د لویدیځوالو هیوادونو په څیر  شپږ میاشتې وروسته  د حکومت  د جوړولو  په څیر  کوم چانس  نلري. ترکیه مجبوره ده چې  د منځني ختیځ په اړه  چې د هرې ورځې په تیریدو سره  د ناڅرګندۍ  پر لورې روانه  ده  لا فعاله  سیاست  غوره کړي.

د یادولو وړ ده چې  د ترکیې لپاره دا ټاکنې غبرګ اهمیت لري. ځکه چې  د جون په ۲۴ مه نیټه  د ټولټاکنو سره  په ترکیه کې حکومتي  سیستم  بدلیږي. همداشان  د حکومتي  سیستم  د بدلیدو سره  به  ترکیه  په سیمه کې  لا فعاله  او قوي  سیاست  غوره کړي.

د ویلو ده چې  په ترکیه کې  ټولټاکنو ته  د دوو میاشتو نه هم  کمه  موده  پاتې ده .  همداشان که چیرې پدې دوو میاشتو کې هم  ترکیه  ځان په ټاکنیزو  کمپاینونو  مصروف کړي  کیدای شي چې په سیمه کې  ډیر څه  تغیر وخوري.

همداشان تمه کیږي  چې د سوریې او عراق  راتلوونکی او برخلیک  په راتلوونکو کلونو کې  معلوم شي. ترکیې  د همدې امله  ټولتاکنې مخکې کړې  تر څو  د سیمې  لپاره  جوړ شوي  شوم  پلانونه  او د سیمې د ساختار د بدلولو په خاطر  د رسم  شوو نوو نقشو د عملي کولو مخه ونیسي.

لکه  څرنګه چې ټول پوهیږۍ  امریکا  متحده ایالتونو  په سوریه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې په څانګو پ وای ډي او وای پ جي  د ډیرې اوږدې مودې لپاره سرمایه ګذاري  کړې ده  او ډول ډول پلانونه يی جوړ کړي دي. همداشان  روسیې او ایران  بیا  د اسد په رژیم  ورته  پانګه اچونې کړي دي. اسراییل  په سیمه کې د خپلو شومو اهدافو په خاطر  تر ټولو  جلا کار کوي. ترکیه مجبوره ده چې د خپلو ملي ګټو او د نوموړو شومو  پلانونو  د شنډولو  په خاطر  مهم ګامونه اوچت کړي.

د یادولو وړ ده چې  ترکیه  د روسیې او ایران سره د استانه د بحیر سره غواړي چې د سوریې روان کړکیچ  او نښتو ته  د حل  مناسبه  لار پیدا کړي خو  امریکا بیا  د پ وای ډي او وای پ جي ترهګرو دلو سره غواړي چې  خپل  مغرض  پلانونه  عملي کړي.

د امریکا  د دفاع وزارت پنټاګون  په ۲۰۱۷ کال کې  ۶۵ زره تنو  د وای پ جي ترهګرو ته د تنخوا ګانو په ورکولو سره  غوښتل چې  د ترهګرو نه منظم  پوځ کړي . د ترهګرو  دا پوځ  په ښکاره توګه  د سوریې  مځکني بشپړتیا  ، ملي حاکمیت  او ترکیې ته  ستر خطر  مخامخ کړی دی.

همداشان په سوریه کې  د داعش او وای پ جي ترهګرو ډلو نه  پرته  د نورو ترهګرو ډلو  ویشل کیدو  او یا لمنځه  تللو مسلې  په نوموړي  هیواد کې  د جګړې نه وروسته  د نوي نظام  د څرنګتیا  په اړه  ګامونو اوچتولو ته  اړ ویستل .

داسې ښکاري چې  د سوریې  او سیمې   روان کړکیچ  او ناڅرګندي  یو څو کاله نور هم  دوام وکړي   او وروسته يي برخلیک  معلوم شي.

دا چې  ترکیه  د سوریې  سره  تر ټولو  اوږده  پوله  لري  د همدې امله  مجبوره ده  چې  پدې بهیر کې ډیر  فعاله او رغنده  رول  واخلي.

د بله پلوه په عراق کې د پ ک ک موجودیت  دوام  ترکیه  په مخامخ ټول ګواښي. ترکیه  دم ګړۍ  د عراق په دننه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف هم  عملیاتو ته دوام  ورکوي. خو په عراق کې د ټولټاکنو له امله  دا عملیات  ډیر محدود  دي.

د ویلو ده چې د عراق  حکومت  د ټولټاکنو نه وروسته د ترکیې سره په ګډه  د پ ک ک ترهګرې ډلې موجودیت د پایته رسولو  هوډ لري. د پ ک ک ترهګره  ډله  نن ورځ  د عراق په شمال کې د قندیل غرونه  او د سینجار  سیمه  د خپلو هډو په توګه کاروي.

همداشان ترکیه هم  د ټولټاکنو د وخت د مخکې کولو سره غواړي  چې  د پ ک ک پر خلاف  د عملیاتو لپاره  د لا قوي  او خلاص  لاس ته  ګډون وکړي.

په ترکیه کې  حکومتي  سیستم  د پارلماني نه  ریاستي ته  بدلیږي. دا ځکه چې  پارلماني سیستم  په ترکیه کې  د بیوکراسۍ له امله  بعضې  خنډونه رامنځته کول. د ریاستي سیستم سره به  ترکیه  لا قوي  او په چټکه توګه  د عمل کولو  فرصت  پیدا کړي. لا قوي  او او بااستقراره  سیاستونه به  تولید  او عملي کړي. په ځانګړې توګه  د بهرني سیاست په برخه کې به  ترکیه  په راحت سره ساه واخلي.

 


پيوندونه: د ورځې اجندا

اړوند خبرونه