په ترکیه کې د ټاکنو تاریخ

په ننۍ خپرونه کې  په ترکیه کې د ټولټاکنو تاریخ ته  لنډه کتنه کوو.

په ترکیه کې د ټاکنو تاریخ

په ننۍ خپرونه کې  په ترکیه کې د ټولټاکنو تاریخ ته  لنډه کتنه کوو.

لکه څرنګه چې  خبر یاست  ترکیې  د یو کم ساري اقدام سره  د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۴ مه نيټه  په هیواد کې  د پارلماني  او لومړي ځل لپاره  د ریاستي  حکومتي سیستم  په خاطر  د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کولو  پریکړه وکړه. دا دواړه ټاکنې په همدې ورځ په ګډه توګه  ترسره کیږي.

په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره  عمومي ټاکنې  د عثماني دولت پر مهال  په ۱۸۷۶ میلادي کال  کې ترسره شوې . د عثماني دولت  د حاکمیت پر مهال  ددینه وروسته په ۱۸۷۸ ، ۱۹۰۸، ۱۹۱۲، ۱۹۱۴ او ۱۹۱۹ کلونو کې  ټاکنې  ترسره شوي دي.

همداشان په ترکیه کې  د جمهوریت  د دورې د پیل راهیسې  راهیسې  ۲۵ ځله  عمومي   ټاکنې شوي دي. د ویلو ده چې  په ترکیه کې د جمهوریت د دورې په اوایلو کې  ۶ ځله  یو ګوندي  ټاکنې شوي دي. په ۱۹۲۳ ، ۱۹۲۷، ۱۹۳۱، ۱۹۳۵، ۱۹۳۹  او ۱۹۴۳م کلونو کې. همداشان  په ترکیه کې د ۱۹۴۶ کال نه وروسته  د زیات ګوندي  سیاسي سیستم  پيل شو.

په ترکیه کې د ۱۹۴۶ کال  د زیات ګوندي سیاسي  سیستم  د پیلیدو نه راهیسې  ۱۹ ځله  ټولټاکنې شوي دي چې  د ۲۰۱۸ میلادي کال  د جون د ۲۴ مې نیټې سره به د شلم  ځل لپاره ترسره شي.

د انقرې د بایزید ییلدرم  د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې ریس پروفیسور  ډاکټر قدرت بلبل  د مسلې په اړه ارزونې کړي  چې ستاسې پام  ورته رااړوم.

په ترکیه کې  د لومړي ځل لپاره  په ۱۸۷۶ کال کې د ترسره شوو ټوټاکنو نه  د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۴ مه نیټه  د ترسره کیدونکو ټولټاکنو سره  پدې ۱۴۲ کلونو کې  د ۳۲ م ځل لپاره ټولټاکنې ترسره کیږي. د بله پلوه  د کودتاګانو له امله  څو ځله  ټولټاکنې ندي ترسره شوي.

په مختلفو دورو کې ټولټاکنې :   

پرته  د شکه  چې هرې ټاکنې او یا د ټاکنو  زمان  خاصه  ځانګړتیا لري. د عثماني دولت پر مهال  ټاکنې  د شاهي نظام، خلافت او یا شیخ الاسلامۍ  په څیر  د دیني  حاکمیتونو پر مهال  ترسره شوې  ټاکنې  دي. دا چې ټاکنې په ترکیه کې د دیموکراسۍ، خلافت او یا شیخ الاسلامۍ  په څیر  په مختلفو  دورو او  حاکمیتونو پر مهال  ترسره شوي دي د همدې امله  د اسلام او دیموکراسۍ  ترمنځه  د تطابقت په اړه  پوښتنې  او جنجالونه  ندي  رامنځته شوي .

په ترکیه کې  د ۱۹۲۳ او ۱۹۴۳ کلونو ترمنځه  ترسره شوې ټاکنې د یو ګوندي  سیاسي سیستم  پر مهال  ترسره شوي دي. سره ددې چې پدې دوره کې په ټولټاکنو کې مخالفو سیاسي ګوندونو ته  د ګډون حق  ندی ورکړ شوی  خو د عثماني  امپراتورۍ پر مهال  پیل شوي  د ټاکنو د عنعنې  نه هیرول او دوام  ، لویدیځ چې د هرې ورځې په تیریدو سره د فاشیزم او نازیزم  پر لورې روان وو  پداسې  یوه دوره کې     که په سمبولیکه  توګه هم  وي   د ټاکنو ترسره کول   ځانګړی اهمیت لري.

په ترکیه کې په ۱۹۴۶ کال کې  یو ځل بیا  زیات ګوندیز سیاسي  سیستم  پیل شو.

د همدې امله  ویلی شو چې د ۱۸۷۶ او ۱۹۴۳ کلونو ترمنځه  ترسره شوې ټولټاکنې  دوه درجه يي  او د ۱۹۴۶ نه راپدیخوا ترسره شوي ټاکنې بیا  یو درجه يي  ټاکنې دي.

دوه درجه يي  د ټاکنو سیستم  نن  ورځ په امریکا کې موجود  د ټاکنو سیستم ته  ورته  سیستم  دی. دا هغه سیستم  دی چې  خلک  په مستقیمه توګه خپل استازي  ټاکلی نشي. رای ورکوونکي د ولسي جرګې د استازو  ټاکنو ته رای ورکوي  او هغوې بیا  د ولسي جرګې استازو ته  رای ورکوي.

په دوه درجه يي  سیستم کې په مسقیمه توګه د خلکو رایو ته  درناوی نه کیږي  او په هغوې د یو ډول بې اعتمادۍ ښکارندويي کوي.

خو  په یو درجه يي  سیستم  کې  بیا  رای ورکوونکي  په مخامخ ډول سره  د پارلمان وکیلان  او یا  ولسمشر په خپلو رایو سره ټاکي. دریم  کس مداخله  پکې  له منځه وړل کیږي.

د ویلو ده چې  په ترکیه کې د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۴ مه نیټه  د لومړي ځل لپاره  د پارلماني ټولټاکنو ترڅنګ  د ریاستي  حکومتي سیستم  په خاطر د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي.

په ترکیه کې  د ۱۸۷۶ کال  راهیسې  تر ننه پورې  حکومت  د پارلمان لخوا ټاکل کیده او  د لومړي ځل لپاره  رای ورکوونکي  د ولسي جرګې  د غړیو یا وکیلانو ترڅنګ  د حکومت جوړونکی  د دولت ریس  ټاکي.

دا چې  په ترکیه کې  حکومتي سیستم  ولې  په ریاستي  سیستم  بدل شو  او ددې خبرې  اړتیا  څه وه  د اغیزمن ، با استقراره  او قوي ترکیې لپاره د ولسمشرۍ سیستم  ترنامه  لاندې  کتاب مطالعه کړۍ.

د ټاکنو اهمیت

دیموکراسي  په اصل کې  خپل  قوت او طاقت  د ادارې د شکل  نه  نه بلکې  د مشروعیت  نه  ترلاسه کوي. په ترکیه کې  د  تیرو دورو  په سیاسي  سیستمونو کې  د مشروعیت مختلف ډولونه د بحث وړ وړل  . کیدای شي چې په راتلوونکو دورو کې  د مشروعیت  مختلف ډولونه  رامنځته شي. خو  نن ورځ په نړۍ کې  د دیموکراسي سیاسي سیستمونه  ټولنیز مشروعیت  ته  ډیر اهمیت ورکوي چې  کیدای شي چې یواځې  او تر  ټولو د مشروعیت  ښه  ډول  وي.

که چیرې  مسلې ته ددې زاویې نه  کتنه وکړو  دا خبره  د ټولټاکنو اهمیت پخپله په ډاګه کوي. پدې ډول سیستم  کې  سیاسي سیستمونه  د خلکو لخوا ټاکل کیږي. اداره چیان  او سیاسیون  مجبور دي چې  د خلکو د خوښې سیستمونه  پلي کړي . دا سیستم  په مخامخ توګه  د دولت او ملت ترمنځه  همغږي  رامنځته کوي. ملت په مستقیم  توګه  د خپلې خوښې  دولت  ټاکي.

هر هغه دولت  چې  د ازادو ټاکنو  په ترڅ کې وټاکل شي  او  د خپل ملت  قوي ملاتړ  تر شا ولري  هم  د هیواد په دننه او هم  په نړۍواله ټولنه کې  ډیر قوي  او د ټولو لپاره د منلو وړ وي. هر هغه  دولت  او سیاسي نظامونه  چې  ټولنیز مشروعیت  یا ملاتړ  تر شا ونلري  هغه  هم  په دننه  او هم  په نړۍواله ټولنه کې  د هیڅډول  اهمیت  نه برښمن کیدی نشي.

همداشان  دا ډول  نظامونه  د خپلې بقاء په خاطر  خپل خلک د لا زیات فشار لاندې  نیسي، بشري حقونه او ازادۍ  د خپو لاندې کوي  او بهرنیو غلامي کوي.

که چیرې  د  دیموکراسۍ  او پرمختګ اړیکو ته  لنډه کتنه وکړو هغه  سیستمونه چې  د ټولنیز ملاتړ  تر شا لري او که نه  هغه په ډیرې راحتۍ سره  معلومولی شو. دا ځکه چې نن ورځ په نړۍ کې تر ټولو  پرمختللي  او مرفح هیوادونه  دیموکراتیک هیوادونه دي. همداشان  هغه هیوادونه چې تر ټولو ډیرې  ستونزې  لري  او د ډول ډول  داخلي او بهرنیو مشکلاتو سره  لاس او ګریوان  دي  هغه  انتي دیموکراتیک هیوادونه دي. که چیرې مسلې ته ددې پلوه  کتنه وکړو  نو  په یو هیواد کې  د سولې، ثبات او استقرار اصلي  لامل  اقتصادي  پرمختګ  نه بلکې دیموکراسي  او ازادۍ په څیر  ارزښتونه  دي.

ځکه چې  اقتصادي پرمختګ هم  د سولې ، ثبات، استقرار ، دیموکراسۍ  او ازادۍ سره  د امکان  وړ خبره ده. په هر هغه هیواد کې چې سوله او ثبات شتون ونلري  هلته  اقتصادي پرمختګ هم  ناممکنه خبره ده.

ددې خبرې  تر ټولو ژوندی  مثال  په ترکیه کې د ۲۰۰۰ کال نه وروسته  غوره کړي  سیاستونه دي. په ترکیه کې  د  ۱۹۹۷ کال د فبروري د ۲۸ مې د کودتا نه وروسته  ډیموکراسي  ، ازادي، بشري حقونه، مخالفت  او هر څه د خپو لاندې شول. پرته  د فشارونو نه  بل څه  شتون نه درلود.

د بیلګې په توګه  ددې کودتا نه وروسته په ترکیه کې سرانه عواید  د سړي په سر  د ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو ته راټیټ شوي وو. د ۲۰۰۰ کلونو نه وروسته  یو ځل بیا  د دیموکراسۍ ، ازادیو، بشري حقونو  ، سولې او ثبات  د رامنځته کیدو   او ټولیزه  سیاستونو  سره سرانه عواید  د ۲۰۰۰ نه  لسو زرو امریکايي  ډالرو نه واوښتل.

د ویلو ده چې  په ترکیه کې  د لومړي ځل لپاره ټولټاکنې  په ۱۸۷۶ کال کې ترسره شوي دي. د همدې امله  په ترکیه کې د دیموکراسۍ  تاریخ د ډیرو هیوادونو نه  زوړ  دی.

سره ددې چې  د ترکېې په ۱۴۲ کلن دیموکراسي په تاریخ کې  ډیرې زیاتې لوړې او ژورې رامنځته شوي دي خو تل  د دیموکراسۍ د تداوم په خاطر هلې ځلې شوي دي.

که چیرې  د ترکیې د دیموکراسي تاریخ ته  لنډه کتنه وکړو  هیڅوخت په جرمني کې د نازیزم  او په ایټالیا کې د فاشیزم  په څیر  لارې غوره کړي ندي. پدې هیواد کې هیڅوخت  د جرمني او ایټالیا په څیر  استبدادي نظامونه حاکم شوي ندي.

همداشان په ترکیه کې بیا د ۲۰۰۰ مو کلونو نه وروسته  د یوې ورځې نه بلې ته  د دیموکراسۍ  شمله  نور هم  لوړه شوې ده . ترکیه د هر ډول  استبداد  نه ژغورل شوې ده .

نن ورځ  هم  د جرمني، اتریش او هالنډ په څیر  په لویدیځوالو هیوادونو کې  ترکانو ته  د وینا د ازادۍ او غونډو سیاسي  حقونه  نه ورکول کیږي. پدې هیوادونو کې نن ورځ هم  انتي ډیموکراسي  دوام لري. په ظاهري ډول ځان د دیموکراسي  او ازادۍ  ټاټوبي  بولي خو په باطن کې داسې ندي.

خو که چیرې د ترکیې ډیموکراسۍ ته  لنډه کتنه وکړو  دلته واقعي دیموکراسي  او ولسواکي شتون لري. که چیرې  د ترکیې ټولټاکنو تجربې، د قضايي ارګانونو لخوا د ټاکنو کنټرول ، د سیاسي ګوندونو  فعاله ونډه او د ټاکنو بهیر شفافیت ته  وګورو نو دا د نورو لپاره  نمونه  د مثال  هیواد  دی.  

 


پيوندونه: ټولټاکنې , ترکیه

اړوند خبرونه