د اسراییلو هدف امنیت دی او که توسعه طلبي ؟

د منځني ختیځ او په ځانګړې توګه د سوریې په بحران کې د اسراییلو رول.

د اسراییلو  هدف  امنیت  دی او که  توسعه طلبي ؟

ترمینولوژي  محتویات  ټاکي  . همداشان  د یوې مسلې  په اړه  کاریدونکي  اصطلاحات  ستاسې نظر ، د مسلې په اړه موقف  او دا چې تاسې دې مسلې ته  د ستونزې او که د حل په توګه ګورۍ  هغه  بیانوي.

د انقرې  د ییلدرم بایزید  د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې  ریس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د مسلې په اړه  ارزونه کې چې ستاسې پام ورته رااړوم.

په مسلې  په ښه توګه د رڼا اچولو په خاطر غواړم چې یو مثال تاسې ته وړاندې کړم.

که چیرې  تاسې  د اسلام په اړه  «متعدل یا منځلاري  اسلام » اصطلاح  وکاروۍ   په اصل کې  دلته  تاسې  اسلام  ستونزمند دین په توګه  معرفي کوۍ. پدې اصطلاح  د بحث کولو  تاسې  داسې ښکاره کوۍ چې  اسلام  د افراطیت، تعصب او تندرلارۍ  په څیر ډولونه هم  لري خو زمونږ لپاره يي تر ټولو غوره   منځلاری  اسلام  دی.

لکه څرنګه چې مې  په پخوانیو  لیکونو کې  یادونه کړې وه  که چیرې  د منځلاري لویدیځ  اصطلاح  ته  ترجیح ورکړۍ ټولو ته  دا ښکاره کوۍ  چې  لویدیځ سره ددې چې  بشریت ته  ډیر ستر زیانونه اړولي دي  خو د اعتدال  پر مهال يي  ځینې خدمتونه هم  کړي دي. دلته  د لویدیځ لپاره  د معتدل  اصطلاح کارول  ډیره پر ځای اصطلاح  ده.

کله چې  د منځني ختیځ د روانو بحرانونو په اړه څیړنې او ارزونې کوو په ځانګړې توګه  د سوریې  په بحران کې د دوو شیانو کمبودي  تر سترګو کیږي. لومړی  دا چې کله نا کله  داسې تبصرې  او ارزونې کیږي   لکه چې  په منځني ختیځ کې د اسراییلو په نامه  کوم هیواد شتون ونلري.   

د منځني ختیځ او سوریې په اړه  په تحقیقاتو او ارزونو کې  اسراییلو دولت  په کامله توګه  پټوي  او ټولو ته داسې یو لید  او نظر وړاندې کوي چې ګواکې  اسراییل  د  منځني ختیځ او سوریې په بحرانونو کې  هیڅډول  لاس نلري.

حال دادی چې  د ټولو بحرانونو تر شا ددوې  لاس  دی. د ویلو ده چې  د اسراییلو د دولت د تاسیس  د ورځې نه  منځني ختیځ  ارامه  ورځ  نده لیدلې. منځني ختیځ  په تاریخ کې  تر ټولو  تورتم  دوره پیل شوې ده .

همداشان  د سوریې په بحران کې  د اسراییلو  په اغیزو  سترګې پټیږي  او یا خو  نورو لخوا  په قصدي ډول  دا کار کیږي.

سره ددې چې  د منځني ختیځ  خلک  ددې حالاتو سره  ډیر اشنا ندي خو  دا هیواد  ډیره پټه  او چپتیا سره  خپل سیاستونه  پر مخ وړي.

که چیرې  د سوریې د بحران د پیل د ورځې راهیسې  پدې مسله کې  د ناکام شوو هیوادونو  نومونه  واخلو  نو  ډیر زیات  دي  خو  ددې بحران  له امله  یواځې او یواځې  یو هیواد ګټه  پورته کړې چې هغه هم  د اسراییلو دولت  دی.

دا ځکه چې  هغه هیوادونه چې  اسراییل يي د ځان لپاره  د خطر په توګه ګوري  او د خطر  احساس ترینه کوي  یو  یو  د ماتې سره مخامخیږي  او د صحنې نه پاکیږي. دوې  پدې هیواد کې او سیمه کې خپلې اغیزې  د لاسه ورکوي او نفوذ يي مخ په کمیدو  دی.

همداشان  د خلیج  یو زیات شمیر هیوادونه چې  ددینه مخکې به يي د اسراییلو پر خلاف  د فلسطین  د حق  د دعوا نه  ملاتړ  کولو  نن  ورځ د چا خبره  د اسراییلو سره  اتفاق  او ګډ بلاک  جوړ کړی  دی.

بله مهمه  خبره  د ټولې نړۍوالې ټولنې  او  د بشري حقونو ټولنو او سازمانونو  پام  سوریې ته اوښتی دی. دې بحران  په نړۍ کې د اسراییلو  ظلمونه  او بشري حقونو اخلال  او تیری  هیر کړی دی. د چا خبره  پر ټولو  يي د طلسم  په څیر  سترګې پټې کړي دي  او هیڅوک  اوس هم  هغوې  روان ظلمونه او تیری  په سترګو نه ویني.

همداشان  پدې مسله کې دویمه  کمبودي  د اسراییلو د امنیت  مسله  مخکې مخکې  کول دي. د منځني ختیځ او په ځانګړې توګه د سوریې په اړه په ټولو شننو او تحقیقاتو کې  د اسراییلو  امنیت  مخې مخې ته  کیږي.

که چیرې  مسلې ته  ځیر  شو  دا کومې شننې او تحقیقات  چې ترسره کیږي په ځانګړې توګه  ټولې پخپله  د منځني ختیځ د سیمې  د اوسیدونکو  شننونکو لخوا کیږي.

که چیرې  پدې  شننو او تحقیقاتو کې د اسراییلو امنیت  مسلې ته  ځیر  شو  دا ټولو ته  په اصل کې  تر ننه پورې په سیمه کې د اسراییلو لخوا ترسره شوو ظلمونو  او بشري حقونو تیریو ته  مشروعیت ورکوي.

ځکه که چیرې مسله  د یو هیواد  د امنیت مسله وي  هغه مجبور  دی چې  د خپل امنیت او ورته د مخامخو تهدیدونو د لمنځه وړو په خاطر  هر ډول  تدابیر ونیسي.

دلته  یواځې  په یو هیواد  چې  د خپل امنیت او ورته د مخامخو تهدیدونو د منځه وړو په خاطر  تدابیر نیسي  مجبور  دی چې  موازنه  په نظر کې ونیسي ، انساني حقونه په نظر کې ونیسي  ، اساسي ازادي په نظر کې ونیسي  خو که چیر  دا کار ونکړي  تر نیوکو لاندې  راځي.

خو له بده مرغه چې  په منځي ختيځ کې د څه باندې نیمې پیړۍ راهیسې  په دوامداره توګه  اساسي ازادي، موازنه ، بشري حقونه  او هیڅډول  حقوق  په نظر کې نه نیول کیږي. که چیرې دې مسلې ته  دقت وکړو  دلته د اسراییلو د امنیت مسله  د بحث وړ هم  نده. د اسراییلو یواځنۍ  ستونزه  لا زیات  اشغال  او د خپلې خاورې  وسعت  دی.

که چیرې  د نني  اسراییلو  نقشه  وګورو  د ۱۹۴۷ کال راهیسې  د اسراییلو  خاورې  ډیر زیات وسعت  موندلی دی .

پداسې حال کې چې په ۱۹۴۶ کال کې  د فلسطین  د خاورې  په یوې کوچنۍ  برخه کې  یهودیان  میشت  ول  نن  ورځ  هر څه چپه شوي دي. نن  ورځ پخپله فلسطینیان  د فلسطین د خاورې په یوې کوچنۍ برخه کې ژوند کوي او نوره ټوله خاوره د اسراییلو لخوا اشغال شوې ده .

نن ورځ  که چیرې نقشې ته وګورو  دا  د ورا ښکاره کیږي چې  د فلسطین  خلک په ډیره  کمه سیمه کې په کوتۍ کې  ځای کړی شوي  او د سرخلاصي  زندان  په ژوند محکوم شوي دي.

د ترکیې یو تن ورځپاڼه چلوونکي  د غزې  د اوسیدونکي  یو ځوان نه د هغه د خیال  په اړه پوښتنه وکړه . څه خیال  لرې؟ هغه  په ځواب کې وویل چې « زما  خیال دادی چې د موټر سره د نیم ساعت لپاره   په ساعت  کې د ۱۸۰ کیلومترو په سرعت  د اسراییلو  د تالاشۍ  او امنیتي پوستو پرته  په ازاده توګه  ځغول  دي. په خپله خاوره کې  . د غزې د ځوان  دا ځواب  هر څه په ډاګه کوي.

همداشان  دا هم  معلومه نده  چې د اسراییلو  موجود ننۍ پولې به په همدې شان  پاتې شي.

سره ددې چې بعضې  یهودیان  ورسره مخالفت کوي  خو نن ورځ هم  یو لویه برخه افراطي او تندلاري  یهودان  د لوی اسراییلو د دولت  په فکر کې دي او دې هدف ته د رسیدو  په خاطر هلې ځلې کوي. دا يي هدف ټاکلی دی. دا کومه  پټه  خبره نده.

که چیرې  څوک  غواړي چې پدې حقیقت  ځان پوه کړي  د انټرنټ له لارې هم  تحقیقات  کافي دی.

دا افراطي  او صهیونیست  یهودان  د لوی اسراییلو دولت د جوړولو په خاطر  وايي  چې  د دیجله او فرات نهرونو  پورې  د عربانو، کوردانو او ترکانو  په ګډون د ټولو  خلکو  موجودې  سیمې  زمونږ  سیمې دي  او دا سیمې مونږ ته راکړل شوې وې.

نن ورځ  د اسراییلو د روان بحران  یواځنی لامل هم  همدا  صهیونیست  یهودان  دي.

که چیري  د اسراییلو د دولت د تاسیس  د ورځې نه تر ننه پورې د هغوې سیاستونو او کړنو ته  دقت وکړو  دوی  تل  برید ګر  سیاستونه غوره کړي دي.

اسراییلو  دولت  د تاسیس  د ورځې نه  تل خپل ټولې  ضد بشري او ظالمانه کړنۍ  د امنیت  د اصطلاح  لاندې  پټې کړي دي. په اصل کې  حقیقت دادی چې نن ورځ  د اسراییلو  امنیت  د ګواښ سره مخامخ ندی. اسراییل هیڅډول  امنیتي ستونزه  او تهدید  نلري  بلکې ددوې یواځنۍ  ستونزه او هدف  د موجودو  پولو لا وسعت    دی.



اړوند خبرونه