د فلاکت د کندې پر غاړه مدنيت

په جنوبي امريكا كې د مايا، ازتېك او اينكا لرغوني مدنيتونه چې اوسمهال يواځې خرابې موږ ته راپاتې دي، د اوسنۍ نړۍ د ټيكنالوژي پرمختګ اساس جوړوي.

د فلاکت د کندې پر غاړه مدنيت

په جنوبي امريكا كې د مايا، ازتېك او اينكا لرغوني مدنيتونه چې اوسمهال يواځې خرابې موږ ته راپاتې دي، د اوسنۍ نړۍ د ټيكنالوژي پرمختګ اساس جوړوي. د لرغونپېژندنې پر اساس د كېندونو له مخې هغه اسناد چې تر اوسه پورې لاسته راغلي د اوسني مدنيت تر ټولو په زړه پورې بېلګې لاسته راغلي دي.

په ځانګړي توګه د انجينرۍ، استرونومي او طب په ډګرونو كې پورتني مدنيتونه دومره پرمختللي دي حتا د اوسني مدنيت لاسته راوړنې شاوخوا ۲ زره كاله وړاندې موندلى شو.  په فضا كې د كهكشانونو ترمېنځ د واټن د حسابولو څېړنې د اوسنۍ ټېكنالوژۍ پر مټ ثابتيږي. پوهان اوس څېړنې كوي چې د اېنكا، ازتېك او مايا لروغوني مدنيتونه څه ډول له منځه لاړل. كه څه هم تر اوسه پورې پدې اړه كره معلومات نشته دى خو يو شمېر لرغونپېژندونكي پدې اند چې ساري ناروغيو او په تېره بيا د كولرا د نارغيو په پايله كې دا مدنيتونه په تدريج سره له مېنځه ځي.  

د نړۍ په تاريخ كې په تېرو ۲۰۰ كلونو كې د پانګې د راټولېدلو او بيا وروسته له اروپا نه د نړۍ نورو لويو وچو ته ددې پانګې د سرايت په پايله كې رامنځته شوى تخريب چې لومړى او دويمه نړيواله جګړه يې په زړه پورې بېلګې دي، د پورتنيو مدنيتونو د لمنځه تللو د لاملونو په برخه كې ښكاره اشارې دي.

كه چېرې په نړۍ كې د بشريت اوسني حالت ته وګورو نو په ډاګه كيږي چې يو شمېر حريص انسانان د خپل مدنيت د لمنځه وړلو په برخه كې څومره مخكې تللي دي. د نړۍ اوسني سياسي حالت ته په كتلو سره د يو شمېر نړيوالو زبرځواكونو ترمېنځ رقابت هم د پورتنيو مدنيتونو د لمنځه تللو د لامل په اړه موږ ته معلومات راكوي. د بېلګې په توګه يو هېواد چې د بشري مرستو تر نامه لاندې په يوې جګړه ځپلې سيمه كې مرستې ته دانګي، د بله پلوه همدا هېواد په سيمه كې هغو ترهګرو ته چې ددې جګړې سبب شوي دي، وسلې او مهمات هم وركوي. سربېره پر دې د بشري مرستو په برخه كې يو نړيوال سازمان چې دنده يې د نړۍ په هر ګوډ كې د دين، ژبې او نژاد د په نظر كې نيولو پرته جنګځپلو ته د مرستې رسول دي، په عين حال كې دوه مخى سياست غوره كوي او خپل مرستې د زبرځواكونو د سياسي اهدافو قرباني كوي.

په مدني نړۍ كې كه چېرې يو ترهګر غير انساني عمل ترسره كړي نو سمدستي ټول مېډيا ورته د ترهګر خطاب كوي خو كه چېرې د همدې حاكم كلتور منسوب يو كس پر هغو بېګناه انسانانو باندې چې د عبادت وروسته له مسجده راوتلي دي او خپلو كورنو ته روان دي، خونړۍ بريد وكړي، بيا ترهګر نه بلل كيږي او دې ته انفرادي پېښه وايي. سربېره پر دې همدا مدني نړۍ هغو هېوادونو ته چې د دوى په وينا له ترهګرو ملاتړ كوي، بيا هم وسلې او مهمات خرڅوي.  د نړۍ په تر ټولو سوله ايزه جغرافيه كې چې د سوداګرۍ له پلوه مخكښ رول لري، مشران يې په ناڅاپي توګه د ترهګرۍ په تور تورنيږي.

نړيوال زبرځواګونه خپلو موخو ته د رسېدلو په موخه د نړۍ په هر ګوډ كې پر هر هېواد باندې تر ټولو پرمختللې وسلې او مهمات پلوري. د دوى داسې وسله واله ټېكنالوژي لري چې په عين وخت كې د زرګونو كسانو د وژلو وړتيا لري. پدې ډول د ټولو د سترګو پر وړاندې زموږ اوسنى مدنيت د فلاكت كندې ته لېږل كيږي.

حاكم ذهنيت دا دى چې آيا ددې امكان شته دى چې مصنوعي ذكا يوه ورځ زموږ مدنيت له منځه يوسي؟ د داسې مصنوعي ذكا رامنځته كېدل بيا هم د انسان په لاس كې دي او لږ تر لږه د راتلونكو پېړيو لپاره د داسې ذكا توليد ناممكن كار دى. د بله پلوه داسې حريص انسانان هم شته دى چې زموږ د مدنيت د لمنځه وړلو په ډګر كې تر روبوټانو هم خطرناك دي.

اوس داسې وخت راغلى دى چې زموږ مدنيت هم په جنوبي امريكا كې د مايا او ازتېك د مدنيتونو د لمنځه تللو نېټې ته نږدې شوى دى. موږ ددې پر ځاى چې اوسنۍ ټېكنالوژي ددې پر ځاى چې د ټول بشريت د خير او سوكالۍ لپاره وكاروو.


پيوندونه: مدنیت

اړوند خبرونه