د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې نوې پاڼه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ۲۰۱۷ میلادي کال د مې د میاشتې په دریمه نیټه  د روسیې سوچي ښار ته  سفر وکړ. ولسمشر اردوغان  دلته  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په کوربه توب په سرمشریزه کې ګډون وکړ.

د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې نوې پاڼه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ۲۰۱۷ میلادي کال د مې د میاشتې په دریمه نیټه  د روسیې سوچي ښار ته  سفر وکړ. ولسمشر اردوغان  دلته  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په کوربه توب په سرمشریزه کې ګډون وکړ. پدې سرمشریزه  کې د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې  یوه نوې پاڼه پرانیستل شوه. ځکه  چې  پدې سرمشریزه کې  ولسمشر اردوغان  او ولسمشر پوتین  د دواړو هیوادونو ترمنځه  د انرژۍ نه نیولې  تر دفاعي صنایع، تر کرنۍ، فضايي چارو، تکنالوژۍ، امنیت، ګرځندوی، کولتور  او یو زیات شمیر نورو برخو په اړه په قوي همکاریو  خبرې وکړې. همداشان دواړه مشران  د یو څو کوچینو مسلو نه سربیره  نور په ټولو مسلو  په تفاهم ورسیدل.

د نوموړې سرمشریزې نه وروسته  دواړو ولسمشرانو خبري غونډې ته وویل چې د ترکیې او روسیې ترمنځه  په اړیکو کې هیڅډول ستونزه  پاتې نده  او اړیکې  د پخوا په څیر  عادي حالت ته راګرځیدلي دي. د دواړو هیوادونو ترمنځه یو ځل بیا  ګډ شراکت پيل شوی دی .

د ویلو ده چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه  اړیکې  دې سویې ته رارسیدل  کومه اسانه خبره نوه. دواړو هیوادونو  پدې برخه کې  ډیره زیاته فداکاري وکړه  او ډير زیات  مشکلات يي وزغمل. دواړه هیوادونه  د ډیرو زیاتو امتحانونو نه تیر شول.

که چیرې  د ترکیې او روسیې  اړیکو تاریخ ته  لنډه کتنه وکړو  نو د دواړو هیوادونو ترمنځه  تل  په اړیکو کې ځینې وختونه  ستونزې رامنځته شوي دي خو بیرته يي حل کړي دي.

دواړه هیوادونه د اوراسیا  په جغرافیه کې  د تاریخي او جغرافیوي پلوه  د ځانګړي اهمیت او طاقت  خاوندان  دي. پداسې حال کې چې یو يي  نړۍوال  طاقت  دی  خو بل بیا  د نړۍوال طاقت  کیدو پر لورې روان  مهم  سمیه  ییز طاقت  دی.

د یادولو وړ ده چې  د ۲۰۱۵ کال  د نوامبر په ۲۴ مه نیټه  د ترکیې هوايي ځواکونو د روسیې اړوند  یوه سو ۲۴ ډوله  جنګي الوتکه  د ترکیې په هوايي حریم  د تیري له امله  راوغورځوله. دې مسلې  د ترکیې او روسیې  ترمنځه اړیکې  ډیرې زیاتې خرابې کړې. دا مسله  د دواړو هیوادونو ترمنځه  په اړیکو کې د جدي بحران  لامل  ورګرځید.

ددې پیښې نه وروسته  د ۲۰۱۶ کال  د دسمبر د میاشتې په ۱۹ مه نیټه  په ترکیه کې د روسیې سفیر  په پلازمینه انقره کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

ددینه وروسته  د ترکیې لخوا د سوریې په شمال کې  د عسکري عملیاتو پیلولو  مسله وه چې  کله نا کله يي  د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې  ستونزې رامنځه کړي دي.

د بله پلوه  کله  چې  اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو  او امریکا  د کریمیا  د بحران له امله  په سوریې  جدي بندیزونه ولګول  او ناټو  د روسیې  پولو ته  وسلې مهمات او په زرګونو تنه  سرتیري واستول  روسیې هم  په ځینو اقداماتو لاس پورې کړ.

روسیې  د یو پلو نه  د اورواسیا  د بلاک  د مشرۍ  د په لاس کې نیولو هڅه کوله  او د بله پلوه يي  بیا  ددې بلاک د قوي کولو په خاطر  د ترکیې سره  د همکاریو او اړیکو د نورمالولو په هلې ځلو پیل وکړ.

د بله پلوه  انقره هم  د مسکو په څیر  د اروپايي ټولنې او لویدیځۍ نړۍ  د ځینو  فشارونو لاندې ونیول شوه . انقرې  بیا  پدې وخت کې  د روسیې لخوا ورته غځول شوی  لاس  رد نکړ  او موازنې د ټینګولو په خاطر يي  مسکو سره د اړیکو پراختیا ته  مخه وکړه.

همداشان  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ترکیې او روسیې ترمنځه د الوتکې  د ویشتو له امله د رامنځته شوې ستونزې د حل په خاطر  د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۷ مه نيټه  مسکو ته  یو لیک واستوه  او پدې لیک کې  د الوتکې د ویشتو له امله د روسیې نه  بښنه وغوښته.

ددې سره  د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې  رامنځته شوي شوي کنګلونه په ویلي کیدو  شول.

همداشان  ددې نه لنډه موده وروسته بیا ولسمشر اردوغان مسکو ته  تاریخي  سفر وکړ  او دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې نوی پیل پیل شو. د ویلو ده چې ولسمشر د ۲۰۱۷ کال د مې تر دریمې نیټې  ۵ ځله  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مخامخ لیدنې وکړې.

همداشان  پدې موده کې د ترکیې او روسیې  د وزیرانو ترمنځه هم  لیدونو کتنو دوام پیدا کړی  او د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې موجو خنډونه یو یو  له منځه وړل شوی دی . همداشان  د ترکیې لوی درستیز هم  د خپل روسي سیال سره لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې  د مې د میاشتې د دریمې نیټې په سرمشریزه کې  ترکیې او روسیې  د اقتصادي برخو نه نیولې تر بهرني سیاستونو، عسکري، سیاسي، کولتوري او یو زیات شمیر نورو برخو کې په همکاریو خبرې وکړې  په ځینو مسلو کې  اوس هم  اختلاف د نظر  دوام لري.

په ځانګړې توګه په عسکري او امنیتي مسلو کې د دواړو هیوادونو ترمنځه ځیني اختلاف د نظر شتون لري.

ددې مسلو په سر کې هم  د سوریې مسله شتون لري. روسیه  د یو پلوه  په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  د څانګو پي وای ډي او وای پي جي سره  د وسلو او مهماتو مرسته کوي  او د بله پلوه  د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوری او عراق په شمالي سیمو کې  د  نوموړو ترهګرو ډلې پر خلاف  د پیل کړو عملیاتو سره سخت مخالفت کوي.

خو پدې برخو کې مخالفتونه  دومره  ندي چې په نورو  برخو کې  د همکاریو  مخه ونیسي .

دا مسله  بیا ددې ښکارندويي کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه  په اړیکو کې  نوې پاڼه پرانیستل شوې او قوي اړیکو شتون لري.

سوریه  د ډیپلوماسۍ  له پلوه  یو ډیر  ځواکمن  هیواد دی. روسیه  د لویو او کوچنیو دولتونو سره  د اړیکو د ټینګولو په برخه کې  ځانګړی مهارت لري . د داسې یو دولت او هیواد  په مقابل کې باید  ډیر  دقیق او حساس  سیاست غوره کړې شي. یو داسې سیاست  غوره شي  چې  موازنې  پکې په ډیره  ښه توګه وساتل شي. که چیرې یو ځل موازنه  خرابوه شوه  دا طبعي خبره ده چې هر څه د قوي او ځواکمن هیواد  په ګټه سرته رسیږي.   



اړوند خبرونه