د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

 

د جرمني د فرانکفورتر الګیمین زیتوننګ ورځپاڼې : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د صلاح الدین دیمیرتاش په اړه  د اروپا د بشري حقونو د محکمې پریکړه  زمونږ لپاره کوم قانوني حکم  نلري.

د امریکا د اسوشیتید پرس خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې امریکا متحده ایالتونو  د  ټرمپ په مشرۍ د حکومت  جګپوړو چارواکیو نه  د فتح الله ګولن ترهګري سازمان سره ارتباط لرونکي کسان  چې په نوموړي هیواد کې میشت  دي  ترکیې ته د اعاده کولو په خاطر  رسمي غوښتنه کړې ده.

 انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  ویلي دي چې  سعودي عربستان د جمال قاشقچي  د جنایت په مسله کې د ترکیې سره  ترسره کړې همکاري  کافي  او د قناعت وړ  نده.

د روسیې د انټرفکس خبري اژانس : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  ویلي دي چې ترکیې د روسیې سره  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم په اړه  تړون  سرته  رسولی  او ددینه وروسته ددې تړون  لغوه کول ناممکنه دي.

د چین  رنمین ریباو  ورځپاڼې : د چین د سیچوان  هوايي ګرښې  په پام کې لري چې د راتلوونکي کال د مې د میاشتې د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د چین چینګدو  د ښار نه استانبول ته  مخامخ الوتنې پیل کړي. دا الوتکې به  په اونۍ کې  ۴ سفره  ترسره کړي.

د فرانسې د لي موندي ورځپاڼې : د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق  ویلي دي چې د ترکیې په اقتصاد  ترسره شوي بریدونه  ټول دفع شوي دي. د ترکیې اقتصاد  په چټکه توګه  د ودې په حال کې دی.

د روسیې د کومرسانت  ورځپاڼې : د روسیې ګازو  د تورې بحیرې او ترکیې له لارې اروپا ته انتقالوونکې د ترک جریان  د ګازو د نللیکې د پروژې  په توره بحیره کې د لومړنۍ نللیکې د غځولو  چارې سرته ورسیدې. پدې اړه په استانبول کې  شانداره مراسم جوړ شوي وو چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم  پکې ګډون کړی وو.

د روسیې د ریا نویستي خبري اژانس :  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن ویلي دي چې ترکیې او روسیې  د ادلب د اوربند سره  په اصل کې په سیمه کې د ستر انساني فلاکت او تراژیدۍ مخه ونیوله.

د ایران د فارس خبري اژانس : د ترکیې  د ملي شورا رئیس  بنعلي ییلدرم  د امریکا لخوا پر ایران په لګیدولو  بندیزونو د سختې نیوکې سره وویل چې دا بندیزونه  په لویدیځې اسیا  په سیمې  ډیرې منفي اغیزې کوي.

د امریکا د اسوشیتید پرس خبري اژانس :  د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن  ددې پوښتنې په ځواب کې چې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روانې میاشتې په دننه کې د جي شل  د سازمان د غونډې په چوکاټ کې د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان  او یا  ولیعهد شهزاده سره  د لیدنې پلان لري او که نه؟ داسې وویل، د ولسمشر اردوغان  په پلان  بیا کتنه شوې کیدای شي چې  ورسره لیدنه وکړي.

د روسیې غږ راډیو :  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د امینت عالي استازې  فیدریکا   او د ټولنې د ګاونډیو سره د سیاستونو او پراخوالي  د مذاکراتو د مسئول  کمشنر سره  لیدنه وکړه . د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د هر چا لپاره حیاتي ارزښت لري او ترکیه پدې مبارزه کې  د اروپا نه  د واقعي  مرستې  تمه کوي.



اړوند خبرونه