د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

 

د چین هوی تونګ وانګ  خبر پاڼه : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د روسیې او نورو هیوادونو سره به په تجارت کې  د ډالرو پر ځای د نورو کرنسیو نه کار واخلي. همداشان روسیې هم  ویلي دي چې  په تجارت کې  د ډالرو د بدیل موندولو  او یا نورو کرنسیو نه  د کار اخیستو  وخت رارسیدلی دی.

د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات الیبرق ویلي دي چې امریکا متحده ایالتونو لخوا پورته شوي  وروستي ګامونه نه د امریکا او نه هم د امریکا د ملت په ګټه دي.

د امریکا د سي ان ان نړۍوال خبري کانال : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په ازمیر کې د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس سره په ګډه خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل « سره ددې چې  د ترکیې او یونان ترمنځه په اړیکو کې توپان  دوام لري خو  ددې سره  سره  مذاکرات او ډیالوګ د ټولو ستونزو یواځنۍ حل لاره ده.»

د امریکا غږ راډیو : د ترک امریکن  د شورا رئیس  هووارد بیسي  ویلي دي چې  ترکیه د امریکا لپاره د سیاسي، عسکري، او اقتصادي په برخو په ګډون په هره برخه کې  یو ډیر  مهم  شریک هیواد دی. یو داسې شریک هیواد چې  بیلتون ترینه ناممکنه  دی.

د چین نړۍواله راډیو : د یونان د موسیقۍ  ملکه  دسپینه واندي  د سپټمبر په ۱۷ مه نيټه په استانبول کې  د موسیقۍ د اوم نړۍوال فیستیوال چوکاټ کې خپلو مینه والو ته  کنسرت اجرا کوي.

د روسیې د اسپوتنیک خبري اژانس : د روسیې  د موټر جوړولو  شرکتونه ددینه وروسته د ترکیې سره  د ډالرو پر ځای په ځايي  پيسو  تجارت کوي.

په اروپايي ټولنه کې د ترکیې خبري اژانس : د ترکیې په اړه د اروپايي ګرځندویانو لیوالتیا د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په ډیریدو  دی. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د ګرځندوی سکتور  سږ کال  د ستر ریکاټ د ټینګولو پر لورې روان  دی.

د یونان د ډیموکراتیا ورځپاڼه : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې ترکیې به ختیځې مدیترانه کې د انرژۍ په پلټنون پیل کړی دی. هغه ویلي دي چې د مسلې په اړه يي د یونان د حکومت سره  خبرې کړي دي.

د چین د شینهوا خبري اژانس : ترکیه د امنیتي دلایلو له امله غواړي چې  د استانبول او چناق قلعه  په تنګي ګانو کې په کښتیو د تیریدو په خاطر نواي  شرایط وضع کړي. په خبر کې راغلي دي چې  ترکیه غواړي چې پدې ډول  په تنګي ګانو کې د احتمالي خطراتو  مخه  ونیسي.

د فرانسې د فرانس پرس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې  د سوریې د رژیم او روسیې لخوا په ادلیب ښار  د بریدونو سره به  په سیمه کې ستر قتل عام  رامنځته شي.

د چین  د سي سي تلویزیون : ترکیې  د سپټمبر په څلورمه نیټه  د ادلیب سره په پوله کې خپل عسکري  موجودیت لا پسې قوي کړ. په خبر کې راغلي دي چې ترکیې  د ادلیب سره په پوله کې په هتای ولایت کې  په پوله کې یو زیات شمیر ځواکونه ځای په ځای کړي  او سیمې ته يي په پوځي اکمالاتو پیل کړی دی.

د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې د سرې میاشتې رئیس  کریم قنق  ویلي دي چې په سوریه کې  د ادلیب په ښار د احتمالي بریدونو په خاطر  پخپله د سوریې په خاوره کې  د سیمې کډوالو  ته  د سرپناه  د برابرولو په خاطر  په تیاریو پیل کړی دی.  

د روسیې غږ راډیو : د ترکیې او روسیې د کاري ډلو ترمنخه  د سوریې د مسلې په اړه غونډه وشوه.

دا غونډه چې  د اګست په ۳۱ پيل او تر سپټمبر تر ۴ مې نیټې دوام وکړ  د سوریې په وروستیو پرمختګونو او د سیمې د امنیت په مسلو پرې خبرې وشوې.

غونډه په پلازمینه انقره کې جوړه شوې وه.



اړوند خبرونه