په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

 

د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق وویل چې  د امریکا لخوا په ترکیې لخوا شوي اقتصادي تحریمونه کیدای شي چې سیمه بې استقراره کړي. د سیمې بې استقراري  د ترهګرۍ او ګډوالو ستونزې  لا پسې  ډیروي.

د ایران د ایرنا خبري اژانس : ترکیه  د یو پل نه  د عرب او ختیځو هیوادونو  د پانګه والو د جلب او حذب  هڅه کوي او د بله پلوه  د چین په ملي کرنسۍ  د تجارت کولو  لارې لټوي.

د چین د ګلوبل ټایمز ورځپاڼه : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د انګلستان د لومړۍ وزیرې تریزا مې سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې  د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو په پراختیا  او متقابلو پانګه والۍ په تشویقولو  ټینګار وکړ.

د روسیې  غږ راډیو : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ترکیې، ایران او روسیې ترمنځه  د سوریې په اړه  په جوړیدونکي ۳ اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه  د سپټمبر په ۷ مه نیټه  ایران ته سفر کوي.

د روسیې خبري اژانس ریا نویستي : روسیې  ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم  د تولید او ترکیې ته د سپارولو د بحیر د ګړندي کولو غوښتنه کړې.

روسیې ویلي دي چې  لومړنی  سیستم  به په ۲۰۱۹ کال کې ترکیې ته تسلیم کړي.

د ایټالیا د انسامید خبري اژانس : د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق  د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د خپل فرانسوي سیال سره  لیدنه وکړه. د ترکیې د مالیې وزیر  د خپل فرانسوي سیال سر  په ګډه خبري غونډه ګې ګډون وکړ. هغه  دلته خبریالانو ته وویل چې  ترکی غواړي د اروپايي ټولنې سره په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیزي.

د چین د شینهوا خبري اژنس: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د جدي اقتصادي بریدونو سره  مخامخ  ده.

هغه وویل چې  د ملت  اتحاد ، اتفاق او یووالي  ددې ډول بریدونو پر وړانډې د مبارزې تر ټولو ښه لار  ده.

د امریکا غږ راډیو : د ترکیې ولسمشر رجب  طیب  اردوغان ویلي دي چې  د سوریې یو زیات شمیر سیمو مو  د ترهګرو نه پاکې کړي  او په نورو سیمو کې هم  د سولې او ثبات په خاطر  به ورته ګامونه اوچت کړو.

د یونان  د میګناتیو خبري ارګان : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان د پوځ په مقابل کې  د اتاترک د ستر بري  په کلیزه کې د اګست د ۳۰ مې  د بري د لمانځلو د پروګرام په چوکاټ کې  د اتاترک مزار ته د ګلانو ګیډۍ کیښوده  او په ځانګړي کتاب کې لاسلیک وکړ.

ولسمشر اردوغان د اتاترک د مزار په ځانګړي کتاب کې داسې ولیکل! مخامخ  ټول بریدونه، تیري  او اخلالونه  ټاکل شوو موخو او اهدافو ته  د رسیدو په خاطر  زمونږ پر مخ کې هیڅډول  خنډ نشي جوړولی.

د امریکا  د اسوشیتید پرس خبري اژانس : د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف حضور ته ومنه. ولسمشر اردوغان د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سره  د سوریې پر مسلې په اړخیزه توګه خبرې وکړې.

د جاپان د نیهون شیمبون ورځپاڼې  : د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماتیس  د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. ماتیس  د نوموړو ټیلیفوني خبرو نه وروسته وویل چې  ډیرې صمیمي  خبرې وې. هغه وویل چې د سوریې په مسلې خبرې وکړې  او د ترکیې سره په یو زیات شمیر مسلو کې په ګډه کار کوي.

د جرمني د درشپیګل  ورځپاڼه : ترکیې په حرکت پیل وکړ. ترکیه په سوریه کې خپل ځواکونه تقویه کوي. ترکیې  سوریې ته  تازه دمې ځواکونه  او وسلې او مهمات واستول.



اړوند خبرونه