د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

 

د جرمني د در تاګشپیګل  ورځپاڼه : د ترکیې  د ګرځندوی  مرکز  انتالیا ولایت سږ کال  د ریکاټ  ټینګ کړ. یاد شوي ولایت سږ کال ډیر زیات  سیلانیان  تللي دي.

د روسیې د اسپوتنیک خبري اژانس : ترکي انجینیرانو  د ډیرو لوړ پکسل  او قوي  تصویر خاوند  اسکرین تولید کړ.

د روسیې د ریا نویستي رسمي خبري اژانس : د روسیې د فضايي علومو د اکاډمۍ  غړي اندري اونین ویلي دي چې انقره د چین او روسیې  سره په ګډه  د فضايي چارو سره  به ډیر څه ترلاسه کړي. پدې همکارۍ کې به تر ټولو زیاته ګټه انقره وکړي.

د لندن د شرق الاوسط  ورځپاڼې :  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د وینزویلا ولسمشر نیوکولاس مادورو سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان  په مادورو  باندې د ترسره شوي  ناکام  برید له امله  هغه ته  تسلیت  مراتب وړاندې کړل.

د روسیې د تاس خبري اژانس : د ترکیې د انرژۍ اوطبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز ویلي دي چې د امریکا لخوا پر ایران  د اقتصادي بندیزونو له امله  ترکیه  د ایران سره  د اقتصادي اړیکو نه نه لاس په سر کیږي. ترکیه به د ایران سره  تجارت ته دوام  ورکړي.

د جرمني د ډي پي ای  خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د سپټمبر په ۲۸ مه نیټه  د دوه ورځني  سفر په ترڅ کې جرمني ته  سفر وکړي.

د اذربایجان د تریند خبري اژانس : د امریکا لخوا پر ایران  د اقتصادي بندیزونو سره سره  به  اذربایجان د ایران نه د ګازو پیریدو ته  دوام ورکړي.

د انګلستان د رویټرز خبري اژنس : د سوریې خلک  په نوموړي هیواد کې د   ترکيې وسله والو ځواکونو  ته  د اسد رژیم  او ترهګرو ډلو  په مقابل کې  د ضمانت کوونکو  او ددوې  د امنیت د ټینګونکو  ځواکونو په سترګه ګوري.

د ایران د فارس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوزبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف  سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو  په دوه اړخیزو اړیکو، په راتلوونکې کې په منظمه توګه د خبرو او ستراتیژیکو همکاریو د کچې په لوړولو  خبرې وکړې.

د روسیې د تاس خبري اژانس : د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت رسمي  ویاندې  ماریا زخاروف  ویلي  چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به  د اګست په ۱۳ مه نیټه په ترکیه کې  د سفیرانو او دایمي  استازو په غونډه کې د ګډون موخه  انقرې ته سفر وکړي.   



اړوند خبرونه