په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

 

د انګلستان د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق ویلي دي چې  د ترکیې د اقتصادي ودې لپاره ډیر زیات هیله مند  دی. د ترکیې اقتصاد ډیر روښانه راتلوونکی  لري.

د جرمني  د شپیګل انلاین  ویبپاڼه : په خټه ترک  د جرمني نامتو فوټبالر مسعود اوزیل په جرمني د تبعیض  او سپکاوي سره د مخامخیدو نه وروسته  د نوموړي هیواد د ملي لوبډلې نه  استعفا ورکړه.

د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  په جرمني کې  د په خټه ترک  نامتو فوټبال مسعود اوزیل سره  ترسره شوی  تبعیض  او سپکاوی په هیڅډول د منلو وړ ندی.

د فرانسې د فرانس پرس خبري اژانس : جرمني په ترکیې په سمبولیکه توګه لګولي  اقتصادي  بندیزونه  لرې کړل.

د رویټرز خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د ترهګرۍ په برخه کې د مخامخو  ټولو تهدیدونو د لمنځه تلو پورې به د هیواد نه بهر   د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ  مبارزه او عملیات  دوام  وکړي.

فرانسې د فرانس پرس خبري اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسراییلو د پارلمان لخوا د یهودي ملي دولت  د قانون د تصویبولو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

په خبر کې راغلي دي چې  ولسمشر اردوغان د اسراییلو پر خلاف په غبرګون کې د نوموړي هیواد نه په نړۍ کې  تر ټولو  د سرسخته صهونیست او یرغل کوونکي په توګه یادونه وکړه.

د ایران د ایرنا خبري اژانس : د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند  ابراهیم  قالن وویل چې  اسراییلو په نړۍ کې تر ټولو  سرسخته  افراطي  او فاشیست  دولت دی.

د امریکا  د اسوشیتید پرس خبري اژانس : ترکیې په یونان کې په ځنګلونو کې د اورلګیدنې  د مړولو په خاطر نوموړي هیواد ته د هر ډول مرستې وړاندیز وکړ.

د روسیې غږ راډیو : د اقتصادي درجه بندیزو د نړۍوالو سازمانونو نه  فیچ ریټینګ  ویلي دي چې د چین او امریکا ترمنځه  اقتصادي جګړه به په ترکېې مثبته اغیزه وکړي. ددې جګړې له امله  د ترکیې پ اقتصاد مثبتې اغیزې وار د مخه پیل شوي دي.



اړوند خبرونه