په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

د هندوستان کوهرام خبري اژانس : د ترکیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  بری به  اسلامي نړۍ لا پسې قوي کړي.

د جرمني د دویچې ویلې خبري اژانس : د ترکیې شانلي اورفا ولایت د ګوبکلي ټپې  تاریخي  سیمه  د ملګروملتونو د پوهنې، علم او کولتور سازمان یونسکو  د نړۍوالو میراثونو په لست کې شامل شوه.

د مالیزیا د سنډې ډیلي ورځپاڼې « ترکیه بختوره ده چې د رجب طیب اردوغان په څیر  ولسمشر لري. د اردوغان سره به د ترکیې چانس  تل  یاور  وي.

د کریمیا کیو ایچ ای خبري اژانس : په انقره کې د ترکیې او اوکراین ترمنځه  د دفاعي صنایعو په برخه کې د همکارۍ  غونډه وشوه.

د امریکا د سي ان ان خبري کانال : ترکیې  د اف ۳۵ جنګي الوتکو لپاره  ۱۳ پيلوټان  او ۳۲۵ تنه د تخنیک پرسونل د روزنې په موخه امریکا ته رالیږلي دي. دا پیلوټان  او تخنیک  پرسونل به  د امریکا د اریزونا ایالت  د لوک په هوايی هډه کې وروزل شي.

د روسیې د اسپوتنیک خبري پاڼه : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جون  په ۲۴ مه نیټه په ټولټاکنو کې  یو ځل بیا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته  خپل لومړنی بهرنی سفر د جولای په لسمه  نیټه  شمالي قبرس ترک جمهوریت  او  اذربایجان ته ترسره کوي.

د امریکا د سي ان ان خبري کانال : د ترکیي د ملکی هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین  د اروپايي ټولنې  د هوايي چلند د شرکتونو نه  د امنیت په برخه کې  درې برابره  امن او د باور  وړ دی.

د جرمني د ډي اف ای خبري اژانس : د ترکیې د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د جون په۲۴ مه نیټه  د ترسره شوو ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو رسمي پایلې اعلان کړې. د رسمي پایلو له مخې رجب طیب اردوغان  د ۵۲ عشاریه ۵۹ سلنه  رایو په ترلاسه کولو سره  یو ځل بیا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د امریکا د سي ان ان خبري کانال : عراق  د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې سره  هر ډول همکارۍ ته چمتوالی وښود. د عراق  حکومت ویلي دي چې د پ ک ک ترهګرې ډلې سره  په مبارزه کې د ترکیې سره  همکارۍ ته حاضر  دي.

د روسیې د اسپوتنیک خبري پاڼه : د پاکستان د سمندري ځواکونو  لپاره د ۴ جنګي بیړیو داوطلبي  ترکیې وګټله.

په خبر کې راغلي دي چې  د پاکستان د سمندري ځواکونو  د اړتیا وړ  د جنګي بیړیو لپاره داوطلبي وشوه چې ترکیې تر ټولو ښه او جاذب  وړاندیز  پاکستاني لوري ته  وړاندې کړ. دا داوطلبي ترکیې وګټله.

د امریکا د سي ان ان خبري کانال : ترکیې  یو ځل بیا په ګرځندوی سکتور کې  لوی بریالیتوب  ترلاسه کړ. په ترکیه کې  د ګرځندوی په سیمو کې  هوټلونه  سل په سلو کې ډک  دي. ترکیې  د ګرځندوی په برخه کې سږ کال ریکاټ ټینګ کړی دی.

 

 

 

 



اړوند خبرونه