په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

د رویټرز خبري اژانس  : د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د تیرې خالي په ورځ د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره  په مسکو کې غونډه وکړه. هغه پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې په سوریه کې  د پوځي لارو څخه  د روانې ستونزې  حل  ناممکنه  خبره ده. همداشان  پوځي حل لاره  دومداره نده.

د ایران د فارس خبري اژانس : ترکیې او ازبکستان  ۲۴ د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

د روسیې د سپوتنیک خبري اژانس : د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې د ترکیې صادرات  د ۲۰۱۷ کال د اپریل د میاشتې په پرتله ۱۵ سلنه  لوړ شوي  او ۱۳ میلیارده ۵۴۹ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي. په خبر کې راغلي دي چې  ترکیې په تیرو ۱۲ میاشتو کې د ۱۶۱ عشاریه یو میلیارده ډالرو  صادراتو سره  ریکاټ ټینګ کړ.

د چین د شینهوا خبري اژانس : د روان میلادي کال په لومړنۍ ربع کې د ترکیې  د ګرځندوی عوایدو  ددې هیواد د اقتصادي  قوت ټولو ته ښکاره کړ.

د امریکا د سي ان ان  خبري کانال : د ترکیې  ملي غیږنیوونکي  رضا کایا الپ  د اروپا د غیږنیونې د اتلولۍ په سیالیو کې  یو ځل بیا قهرماني  ترلاسه کړه.

د روسيې د سپوتنیک اژانس : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  سویلي کوریا ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد د ولسمشر مون جای این سره  د لیدنې نه وروسته  د نوموړي هیواد سره څلور د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.

د فرانسې د فرانس پرس خبري اژانس : د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند  ولسمشر رجب طیب اردوغان د جنوري د ۲۴ مې نیټې په ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند  وټاکه.

د روسیې رسمي خبري اژانس ریا نویستي : د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هامي اق سوی  ویلي دي چې  ترکیه  د ایران او پنځو جمع یو د هیوادونو سره  د لاسلیک کړي اټومي  تړون  د دوام  او محافظې  نه ملاتړ کوي . هغه ویلي دي چې ایران پدې برخه کې خپل ټول مسئولیتونه  پر ځای کړي دي.

د چین خبري انټرنټ پاڼې  : د ترکیې د سروزور ذخیره  ۵۶۴ عشاریه ۸ ټنو ته  رسیدلې ده. ترکیه  د سروزور په  بازار کې   د نوې سرچینې  په توګه مهم  ځای  خپل کړی دی.

د امریکا د ډیفنس  نیوز ورځپاڼې  : ترکیې  د اوږد واټنه  توغندیو  د جوړولو  په پروژې  په کار پيل وکړ. په خبر کې راغلي دي چې ترکیه غواړي چې لا اوږد واټنه د مځکې نه مځکې ته  توغندي  جوړ کړي.

په خبر کې راغلي دي چې ترکي چارواکیو تر اوسه پورې دا ندي ویلي دي چې  دا توغندی به د څومره واټن لپاره  جوړ شي.

 



اړوند خبرونه