د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

د نړۍ په مطبوعاتو کې د ترکیې انعکاس

 

د انګلستان د رویټرز خبري اژانس « اردوغان : ترکیه  کیدای شي چې د بیت المقدس د مسلې په اړه  د اسراییلو سره  اړیکې وشلوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ  وویل چې د امریکا لخوا بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو مسله  کیدای شي چې ترکیې او اسراییلو ترمنځه  د ډیپلوماتیکو اړیکو د شلیدو په بیه تمام  شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  بیت المقدس  د مسلمانانو سره کرښه ده  او د امریکا  دا ډول یو اقدام به بد عواقب ولري. ولسمشر اردوغان  د امریکا په ولسمشر غږ وکړ چې « ښاغلی  ټرمپ ! پداسې حال کې چې  د فلسطین د خلکو د ټپونو وینې  روانې  دي  ستاسې لخوا د اسراییلو په پلوي هر ډول پریکړه  د نړۍوالو حقوقو نه ښکاره سرغړونه ده. ستاسې  دا ډول  اقدام  کیدای شي چې د ترکېې او اسراییلو ترمنځه اړیکې  ختمې کړي.

زه  په امریکا غږ کوم چې ددې پریکړې نه چې  په سیمه کې  لا زیات  شدت او تاوتریخوالي ته لار هواروي  ډډه وکړي.»

د ایران د مهر خبري اژانس « قالن : د امریکا لخوا په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه  بیت المقدس ته انتقالول  د انديښنې وړ خبره ده. »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند  ابراهیم  قالن  وویل ، د امریکا لخوا په اسراییلو کې خپل سفارت  د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د انتقالولو احتمال  د اندیښنې وړ خبره ده. مهر  ویلي دي چې  د قالن  پدې اړه په خپور کړې پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د امریکا لخوا پدې اړه  هر اقدام  د بیت المقدس  د تاریخي هویت  ، نړۍوالو تړونونو  او ملګروملتونو د پریکړو پر خلاف  عمل  دی.

پداسې حال کې چې په منځني ختيځ کې حالات په ډیره حساسه  نقطه کې قرار لري  دا ډول  پریکړه به په سیمه کې  د سولې  بهیر  له منځه یوسي  او په سیمه کې به نوو نښتو ته  زمینه برابره کړي. ددې په هیله چې امریکا  دا ډول  ستره  خطا ونکړي.

د روسیې  غږ راډیو  لیکلي دي چې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه  بروکسل ته سفر وکړ .

په خبر کې راغلي دې چې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر به  په بروکسل کې د خپل امریکايی سیال ریکس ټیلرسن سره لیدنه وکړي. پدې لیدنه کې به  د امریکا د ولسمشر ټرمپ  لخوا  ترکیې سره  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې پ وای ډي ته  د وسلو ورکول د بهیر د درولو د ژمنې  او د پنټاګون لخوا ددې ژمنې پر خلاف د حرکت کولو په مسلې خبرې وکړي. چاوش اوغلو به  ددې غونډې په چوکاټ کې  د یونان د بهرنیو چارو وزیر سره هم  لیدنه وکړي.

د امریکا غږ راډیو  « په واشنګټن کې د ترکیې په اړه کنفرانس  »  د سر لیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو په پلازمینې واشنګټن کې  د منځني ختيځ د انیستیتیوت په نامه  د مطالعاتي مرکز  لخوا د ترکیې په اړه کنفرانس  جوړ شو. پدې کنفرانس کې  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت  د اروپا او اورواسیا  د چارو د سلاکار مرستیال  د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د ترکیې او امریکا  اړیکې  ډیرې قوي او ژورې اړیکي دي. هغه وویل چې ترکیه د ناټو په سازمان کې  د دویم  ستر پوځ  خاوند  اوغړی هیواد  دی. هغه  وویل چې ترکیې  په میلیونو تنو سوري کډوالو ته په هیواد کې د ځای ورکولو سره  یو ډیر ستر او دروند  بار په اوږو اخیستی دی چې  دا هیواد  د هر ډول ستاینې وړ دی.  



اړوند خبرونه