بهرنيو رسنيو ته لنډه كتنه

د روسيې د سپانيك خبري ارګان ليكلي دي چې ولسمشر رجب طيب اردوغان په روهينګيا كې د مسلمانانو د تراژېدۍ په اړه د ميانمار د هېواد د مشرې آنګ سان سوچي سره د ټېلفون پر كرښه خبرې وكړې.

بهرنيو رسنيو ته لنډه كتنه

 

د روسيې د سپانيك خبري ارګان ليكلي دي چې ولسمشر رجب طيب اردوغان په روهينګيا كې د مسلمانانو د تراژېدۍ په اړه د ميانمار د هېواد د مشرې آنګ سان سوچي سره د ټېلفون پر كرښه خبرې وكړې. په خبر كې راغلي دي چې اردوغان خپلې ميانمارۍ سيالې ته وويل چې په روهينګيا كې د مسلمانانو پر وړاندې د روان ظلم له امله د اسلامي هېوادونو په ګډون نړيواله ټولنه اندېښمنه ده. په خبرو كې د دواړو مشرانو د روان كړكېچ د حل لارې پر لارو چارو او همداراز سيمې ته د بشري مرستو په رسولو بحث وكړ. په خبرو كې په تركيه كې د ترهګري پېښو په پايله كې د معصومو انسانانو وژل كېدل هم وغندل شو.

د اسوشېټد پرس خبري آژانس په همدې اړه ليكلي دي چې تركيه د روهينګيا د خلكو سره د مرستې په موخه هلې ځلې كوي. په خبر كې د ولسمشرۍ د ماڼۍ د وياند ابراهيم كالن د وينا پر اساس ليكل شوي دي چې د تركيې د همكارۍ او همغږۍ اداره `تيكا` به لومړنى بهرنۍ مرستندويه ټولنه وي چې د روهينګيا سيمې ته مرستې رسوي. د كالن د معلوماتو پر اساس دا مرستې به د رخين د ايالت په شمال لوېديځ كې د مونګتاو سيمې چې د وژل كېدو له ويرې ورته خلك ورغلي دي، ترسره شي. دا مرستې به د خرين د ايالت د سيمه ايزو چارواكو په همكارۍ  په اړو كسانو وويشل شي. پدې مرستو كې د خوراكي او طبي موادو سربېره جامې او خيمې هم شاملې دي.

د تريند ورځپاڼه چې په آذربايجان كې خپرونې لري ليكلي دي چې د تركيې د بهرنيو چارو وزارت د روهينګيا د مسلمانانو د كړكېچ د حل لارې په موخه بنګله دېش ته سفر كوي. په خبر كې راغلي دي چې چاووش اوغلو به په باكو كې د آذربايجان – ګرجستان او تركيې د بهرنيو چارو د وزيرانو په درې اړخيزه غونډه كې تر ګډون وروسته بنګله دېش ته سفر وكړي. چاووش اوغلو زياته كړه چې د روهينګيا د مسلمانانو د حالت په اړه به د بنګله دېش د هېواد چارواكو سره تر ليدنې وروسته د كاكس بازار سيمې ته چې په كې د كډوالو كمپ دى، هم لاړ شي.

د رويټرز خبري آژانس ليكلي دي چې په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب د مخنيوي په موخه څرګندونې به اروپا ته زيان ورسوي. رويټرز د اروپايي ټولنې په چارو كې د تركيې د وزير عمر چيليك د وينا پر اساس ليكلي دي چې د غړيتوب د خبرو اترو پر وړاندې څرګندونې د اروپا د اساسي ارزښتونو سره په ټكر كې دي. چيليك څرګنده كړه چې دوى د برلين داسې يو نوى دېوال جوړوي چې خښتې يې پاپوليزم دى. تركيه به د يو اروپايي او ديموكراتيك دولت په توګه خپلو هدفونو ته د رسېدلو په موخه عملي ګامونه پورته كړي.

 



اړوند خبرونه