په بهرنیو رسنیو ته د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو ته د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو ته د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو ته د ترکیې انعکاس

د اسوشیتید پرس  خبري اژانس  « ټرامپ : د ترکیې د ولسمشر نه د کوربه توب له امله  ویاړم  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ د مې ۱۶ مه  د لومړي ځل لپاره  په سپینه مانۍ کې  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ سره  مخامخ لیدنه وکړه. په خبر کې راغلي دي چې  ټرامپ  ولسمشر اردوغان ته  د سپنیې ماڼۍ  په دروازه کې  ډیر تود هر کلی ووایه. ټرامپ  د ولسمشر اردوغان سره  د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې « د ښاغلي  اردوغان نه د کوربه توب له امله  افتخار کوم. »

همداشان  ټرامپ  د ترکیې نه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ملاتړ اعلان وکړ. ولسمشر اردوغان  بیا  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرامپ  د بري له امله هغه ته یو ځل بیا  مبارکي وویله.

ولسمشر  اردوغان  وویل چې ترکیه او امریکا د ملګروملتونو او ناټو په څیر په سازمانونو کې  مهم  متحدین  دي.

د روسیې  خبري  آژانس  ریا نویستي « د ترهګرۍ سره  د جرمني  امتحان  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  لومړي وزیر بنعلي  ییلدرم وویل چې  جرمني  په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې  په خونړۍ کودتا  کې  د  ګډون کوونکو  او انقرې  ترمنځه باید انتخاب وکړي. لومړي وزیر ییلدرم  وویل چې  د ترکیې او جرمني ترمنځه  د اپریل د ۱۶ مې  د ټولپوښتنې نه مخکې  اړیکي د جرمني  د نیونازي  او فاشیستو چلندونو له امله خړې شوې وې خو  وروسته  د جرمني له لورې  مثبتو څرګندونو  یو اندازه  حالات نورمال لورې ته راکاږلي وو. خو  کله  چې د جرمني حکومت په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې د کودتا  مسئولینو ته په پناه ورکولو  پیل وکړ  اړیکې  یو ځل بیا  خړې شوي دی. هغې په جرمني غږ وکړ چې  باید خپله پریکړه وکړي. که چیرې جرمني  د ترکیې سره د ښو اړیکو غوښتنه کوي باید  خپله مخه  د ترهګرو پر ځای  د ترکیې حکومت  ته  راواړوي.

د د العربیه تلویزیوني کانال: په سینجار کې د پې کاکا موجودیت ټولو ته  ګواښ مخامخ  کړی ، د سرلیک لاندې په خبر کې  د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې د لومړي وزیر نیچیروان برزاني څرګندونو ته  ځای ورکړی دی . هغه ویلي دي چې په سینجار کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  موجودیت  د سیمې  امنیت او استقرار د ګواښ سره مخامخ کړی دی . همداشان  پدې سیمه کې  د پې کاکا  د موجودیت نه هدف په عمومي ډول په سیمه کې ناامنیو ته  لار هوارول دي.

برزاني  ویلي دي چې  دم ګړۍ  په بغداد کې  ځینې  برخې  د پې کاکا ترهګرې ډلې نه  ملاتړ کوي  او د ترهګرو سره  مادي او لوژیستیک  مرستې کوي. . هغه  د عراق په مرکزي  حکومت  د نیوکې سره وویل چې  د ترهګرو  نه ملاتړ ستره اشتباه او غلط سیاست  دی. دا غلط سیاست  د ترکیې سره اړیکو ته  هم  زیان رسوي  او د عراق ملي ګټو ته  لویه ضربه  ده.

پدې مسله کې چې  په سینجار کې د پې کاکا موجودیت د سیمې امنیت د ګواښ سره مخامخ کړی  باید  ټول همفکره  اوسو. هغه وویل عراق مرکزي حکومت باید ددوې سره  په همکارۍ کې  ګډ حرکت وکړي او سیمه باید  د پې کاکا نه پاکه کړي.

د جرمني د دویچه ولې  خبري اژانس « د وریښمو د مدرنې لارې په اړه د اروپا لید لوری  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ  مشران  د وریښمو د مدرنې لارې د پروژې په خاطر  په چین سره  راټول شول. د میلیاردونو ډالرو په ارزښت  ددې پروژې نه  د ترکیې په څیر د هیوادونو  انتظارات  ډیر  لوړ دي. خو  اروپايي هیوادونه بیا  انديښنه لري  چې ددې پروژې سره به  د نړۍ د سوداګرۍ  لوری  اسیا ته واوړي .

په خبر کې راغلي دي چې پدې سرمشریزه کې د چین، روسیې  او ترکیې  نږدې اړیکې  د اروپا توجه  ځان ته  جلب کړې ده . په خبر کې راغلي دي چې  پدې سرمشریزه کې  د نړۍ د ۷ پرمختللو هیوادونو  د سازمان د غړیو نه یواځې  ایټالیا په لوړه کچه  ګډون کړی وو.

همداشان د اروپا په مطبوعاتو کې په چاپ شوو خبرونو او مقالو کې  راغلي دي چې دا پروژه  به  د نړۍ تجارت لوري ته  د اروپا نه اسیا ته  تغیر ورکړي. دا پروژه  د اسیايي هیوادونو  اقتصادي ودې سره  ډیره زیاته مرسته وکړي.



اړوند خبرونه