د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  « د رخصتۍ په خاطر ترکیې ته لاړ  شۍ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول  په برید کې  ټپي  شوی  امریکايي  وګړی  ویلیم جکوب راک  پرون  خپل هیواد ته  ستون شو. نوموړي  د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې خبریالانو سره  د مرکې  پر مهال  ترهګرو  او د هغوې  لاسپوڅو ته  د څپیړې  په څیر ځواب  ورکړ. هغه  خبریالانو ته وویل چې  ترکیه  ډیر  ښه  او تاریخي  هیواد دی. د ترکیې خلک  ساری نلري. هر څه ژر به بیرته ترکیې ته راستون شم. هغه وویل چې  ترکانو ښه  هیڅوخت  نشم  هیرولی. په ترکیه کې دوستانو سره ډیره مرسته وکړه. هغه وویل چې د ترکیې په څیر  په یو هیواد کې دا ډول ترهګریز بریدونه او پیښې ددې ښکلو انسانانو سره  زیاتی  دی.

د بله پلوه  د انډیپنډینت  ورځپاڼې  یو تن لیکوال  سیمون ګالډر بیا په خپله مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترهګرو ته  تر ټولو  ښه  او قوي ځواب  د رخصتۍ  په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکول  دي. د بله پلوه  د ترکیې د ګالاتا سرای د فوټبال د لوبډلې نامتو لوبغاړي  د هالنډ د هیواد وګړي  شنایدر  ویلي دي چې په استانبول کې  د ژوند کولو له امله  ډیر خوښ یم. هیڅکله هم د ترکیې نه جلا نشم. په خبر کې راغلي دي چې نامتو هالنډي لوبغاړي  په استانبول کې د هالنډ د جنرال قونسل او هغه  د میرنې سره  یو ځای  د استانبول د تاریخي  سیمو نه  لیدنه وکړه  او په ښار کې قدم  ووهلو.

د وطن ورځپاڼې  «  د ټولنیزې مډیا  دامونه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموش  وویل چې د استانبول  د برید نه وروسته  د ټولنیزې مډیا له لارې د ترکیې او په ترکیه کې  په ازادیو د نیوکو سره  ډول ډول پارونکي پيغامونه  خپریږي. هغه وویل چې دا ډول  پيغامونه  په اصل کې  ترهګرو ته  خدمت کول دي. هغه زیاته کړه چې  په ټولنیزه مډیا کې دا ډول  پارونکې څرګندونې  د ترهګریزو بریدونو  یوه پارچه ده . ځیني برخې  غواړي چې په ترکیه کې د خلکو ترمنځه  د دین، مذهب  او عقیدې په بهانه  د نفاق  تخم وکړي  . هغه وویل چې  د ټولنیزې مډیا له لارې هر هغه پيغام چې د ترکیې  د ارزښتونو سره سمون ونه خوري  جرم بلل کیږي.

د صباح ورځپاڼې  «  د استانبول  په قتل عام کې امریکايي نښې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په استانبول کې  د شپې په کلب  برید کوونکي  د وسلې سربیره  یو ډول ځانګړی  سرسامونکی  بم  چې یواځې  د امریکا ځانګړي ځواکونه ترینه استفاده کوي  کارولی دی.

همداشان  نوموړي  اټکل شوی دی چې برید کوونکي  د جګړې په برخه کې روزنه هم  لیدلې ده . دا بم  ددینه مخکې په ترکیه کې  هیڅګله هم  ندی کارول شوی . دا بم  یواځې او یواځې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په اختیار کې قرار لري . د نوموړو بمونو فابریکه  د امریاک  د پنسلوانیا په ایالت کې موقعیت لري. ویل کیږي  دا  بم  چې په ځانګړې توګه  د ترهګرو  د نیولو  په خاطر  ترینه کار اخیستل کیږي  د لنډې مودې لپاره انسانانو سترګې ړندوي  او سرساموي. د پیښې پر ځای کې  د نوموړي بم  موندل شوي  پارچې  د څیړنې لاندې قرار لري. همداشان  پدې برید کې کارول شوي  مرمۍ هم  د کلاشینکوف  د نورمالو مرمیو سره  توپیر لري. په برید کې کارول شوي مرمۍ هم  ځانګړې  مرمۍ  دي.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  ۲۰۱۷ کال د ترکیې د اقتصادي ودې کال  دی  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي  ویلي دي چې پدې وروستیو کې  د بهرنيو پانګه والو د جلب او جذب په خاطر  د ترسره شوو اصلاحاتو له امله  ترکیې ته د نړۍوالو پانګه والو مخه رااړولې ده . وزیر ویلي دي چې د نوموړو اصلاحاتو نه وروسته په ترکیه کې د پانګه والۍ  په خاطر  وړاندیزونو کچه  څو برابره لوړه شوې ده . همداشان وزیر زیاته کړه چې ترکیه  ۴۵۰ میلیارده ډالره بهرنی تجارت لري. هڅه کوو چې  د بهرني تجارت  لس نه تر ۱۵ سلنې پورې  په ترکي لیرو ترسره کړو. د بله پلوه د ترکیې د خلکو د بانک  ریس  د ۲۰۱۷ کال لپاره  هیله ښودلې ده . هغه ویلي دي چې  د ۲۰۱۷ کال لپاره ډیر هیله مند  دی. هغه وویل چې  په هیواد کې په ترکي لیرو د راکړې ورکړې د کچې د لوړیدو سره  خامخا  په اقتصاد  مثبتې اغیزې کوي. همداشان  اقتصادي اصلاحاتو هم  هیلې  زیاتې کړي دي.

د سټار ورځپاڼې  لیکلي دي چې ۲۰۱۶ کال د ترکیې لپاره  د ستونزو او مشکلاتو نه ډک کال وو. د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې کودتا  او په سیمه  او نړۍ کې  د رامنځته شوو پرمختګونو له امله  د ترکیې د صادراتو کچه  یو اندازه راټیټه شوې وه چې  د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په میاشت کې نورمال حالت ته راوګرځیده. د دسمبر په میاشت کې  صادرات د ۹عشاریه ۳ سلنې  ودې سره  ۱۲ عشاریه ۸۲ میلیونو ډالرو ته  ورسیدل. په خبر کې راغلي دي چې  تیر کال  په ترکیه کې تر ټولو  زیات د موټر سکتور صادرات  کړي دي .



اړوند خبرونه