پاتریک شاناهان د دفاع د وزارت د نوماندۍ نه لاس په سر شو.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان د دفاع د وزارت د نوماندۍ نه لاس په سر شو.
دا خبره د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د ټولنیزې مډیا له لارې وکړه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې
« د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان چې تر ننه پورې خپله دنده په ډیره ښه توګه سرته رسولې د دفاع د وزارت د نوماندۍ نه د لاس په سر کیدو پریکړه وکړه. هغه غواړي چې ددینه وروسته د خپلې کورنۍ سره لا زیات وخت تیر کړي. د پاتریک نه د ترلاسه کړو عالي خدماتو له امله مننه کوم . د پاتریک پر ځای به د پلو قوتونو عمومي سکرتر مارک اسپر د دفاع د وزارت د سرپرست په توګه دنده اجرا کړي. مارک پیژنم او پرته د شکه چې هغه به هم خپل مسئولیت په ډیره ښه توګه اجراء کړي. »
د بله پلوه د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان هم ویلي دي چې دا پریکړه يي د کورني لاملونو له امله کړې ده.
پاتریک ویلي دي د پخوانۍ میرمنې او ماشوم په اړه يي پدې وروستیو کې په رسنیو کې د کورني تاوتریخوالي اړوند ځینې خبرونه خپاره شوي دي چې زما په اند پداسې یو وخت کې نوماندي پر ځای پریکړه نده.