مادورو : ټرمپ په پوځي مداخلې ګواښلي یو

د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو وویل چې  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ يي هیواد  په پوځي  مداخلې  ګواښلی دی.

مادورو : ټرمپ  په پوځي مداخلې ګواښلي یو

 

هغه  د ټولې نړۍ نه  د همکارۍ غوښتنه وکړه.

مادورو په پلازمینه  کاراکاس کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د خپل مرستیال  دلسي رودریګویز او د کرنۍ او اراضي  وزیر ویلمار کاسترو سوتیلدو  سره  د هیواد په بیلابیلو سیمو کې  د کرنۍ او مالدارۍ  پروژې  په ژوندۍ بڼه د تماسونو سره  کنټرول کړې.

مادورو وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه دلته  د ټرمپ  د هغه څرګندونو ته چې ویلي وو د ونزویلا په اړه د پوځي مداخلې  په وړاندیز غور کوي په اشارې سره وویل ، ټرمپ  ونزویلا په پوځي مداخلې  ګواښلې دی. د ټولنې نړۍ پدې برخه کې د همکارۍ  او هماهنګۍ  غوښتنه کوو.

امریکا  غواړي چې  ونزویلا  تر خپل کنټرول لانډې راولي. پدې اړه د امریکا  اقدام  د ونزویلا  د خلکو  د تاریخي  مقامت سره  مخامخ شو. په هر قیمت چې کیږي  امریکا  به  د ونزویلا خلکو  درناوي کولو ته  اړ کړو.

مادورو وویل چې د ونزویلا  خلک  د چا غلامان، خیرات خواره او یا  مزدوران  ندي. مونږ  ازاده  او خپلواکه  ملت یو. زمونږ  هره ښځه او هر نارینه ازاده او خپلواکه  دی. مونږ باحیثیت او با شرفه  ملت یو.



اړوند خبرونه